روزنامه ملی انیس

ملی امنیت سلاکار د څلور اړخیز میکانیزم د همکاریو او پریکړو پر عملی کولو ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د سعودی عربستان سفیر ښاغلی جاسم الخالدی سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودی عربستان تر منځ د دوه اړخیزو سیاسی، اقتصادی او امنیتی همکاریو پر بهبود او پراختیا خبرې وشوې.

په کابل کې د سعودی عربستان سفیر ښاغلی جاسم الخالدی ملی امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیاسی او امنیتی همکاریو د بهبود او دوام په موخه یې هېواد هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

 نوموړی د افغانستان سعودی عربستان، امریکا متحده ایالاتو او عربی متحده اماراتو د ملی امنیت د سلاکارانو په کچه د څلور اړخیزو همکاریو د ګډ میکانیزم رامنځته کول هیله بخښوونکی و بلل او د دې میکانیزم د غړو ترمنځ په بحثونو کې د شویو پریکړو د عملی کولو له پاره یې چمتوالی وښود.

ملی امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر وویل، چې د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا د ټولو افغانان هیله ده او په بیلابیلو برخو کې یې د سعودی عربستان د همکاریو له دوام څخه مننه وکړه.

ښاغلی اتمر زیاته کړه، چې د څلور اړخیزو همکاریو په میکانیزم کې د سعودی عربستان رول او ونډه مهمه ده او د دې میکانیزم د پریکړو پر عملی کولو یې ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید