روزنامه ملی انیس

ملی امنیت سلاکار د بروکسل له ناستې وروسته د اړوندو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسون سره وکتل.

ملی امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړی توګه له جنرال نیکلسون څخه مننه وکړه، چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې له پاره یې په چمتوالی او تدابیری چارو کې همکاری وکړه. نوموړی په ځانګړی توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدردانی وکړه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه تازه او وغځوله.

اتمر همدارنګه له افغان ځواکونو څخه د هوایی بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو حمایت مهم و باله او په دې برخه کې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ. 
په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاکنو د ملی پروسې له پاره د امنیتی چارو د ټینګښت او د رایه ورکوونکو له پاره د خوندې امنیتی فضا پر رامنځته کیدو هم خبرې وکړې. ملی امنیت سلاکار همدارنګه وویل، چې افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه کی د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملی کیدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید