روزنامه ملی انیس

ملی امنیت سلاکار او ورسره امنیتی پلاوی له زلمی خلیلزاد سره وکتل

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون ورځ د یوې کاری غرمنۍ پر مهال د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره په هېواد کې د سولې او امنیت پر بیلابیلو برخو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې ملی امنیت سلاکار د افغان حکومت په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پرمختګونو او برنامو په اړه بحث او خبرې وکړې. ښاغلی محب د سولې د ټینګښت له پاره د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو پر رغنده رول او ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې ناسته، کې د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی، ملی دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بیک او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتی مرستیال جنرال اختر محمد ابراهیمی د روانو امنیتی او نظامی چارو او پرمختګونو بحث وکړ او په امنیتی او دفاعی سکتور کې یې د پرمختګونو او ستراتیژیکو اصلاحاتو د تطبیق پر څرنګوالی خپل مالومات وړاندې کړل. د دې ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتوالۍ پر بیلابیلو اړخونه خبرې وشوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس وویل، چې د حکومتی چارو په سمه توګه د ترسره کیدو له پاره ظرفیتونه ایجاد شوی دی.

د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ملی امنیت سلاکار له میلمه پالنې د مننې ترڅنګ وویل، چې د سولې او ثبات له پاره افغانستان او امریکا متحده ایالاتو مشترک هدفونه لری او دې هدف ته رسیدو په موخه یې د خپل پیل کړی ماموریت د اهدافو په اړه مالومات وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید