روزنامه ملی انیس

ملی امنیت سلاکار: افغانستان په نړیواله کچه زیات ملګری هېوادونه لری

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون وروسته له غرمې په دلکشا ماڼۍ کې د سیمې او خلیج حوزې هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.

دغه ګډه دوستانه راټولیدنه، چې د ملی امنیت شورا دفتر په بلنه ترتیب شوې وه، پکښې د سیمې او خلیج حوزې هېوادونو سفیرانو د ملی امنیت سلاکار سره له مخامخ او تعارفی لیدنو څخه خوښی ښکاره کړه او نوموړی ته یې په دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه. د راټولیدنې برخوالو سفیرانو او د دوستو هېوادونو استازو له افغانستان سره د خپلو دومداره اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له ټولو راغلو سفیرانو څخه مننه وکړه، چې د دوی بلنه یې منلی او ورپسې یې د دوی له همکاریو او ملاتړ څخه قدردانی وکړه. محب وویل، چې د ټولو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره به اړیکې د پخوا په شان دوستانه وی او په لویه کې به د پالیسۍ تغیر نه رامنځته کیږی. نوموړی سفیرانو ته په خطاب کې وویل، چې افغانستان له ډیرو ستونزو سره سره خوشبخته دی، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه زیات شمیر ملګری هېوادونه لری، چې په بیلابیلو وختونو کې یې له افغانانو سره همکارۍ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید