روزنامه ملی انیس

ملګری ملتونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی ښاغلی یاماماتو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو عمومی مقر ته د خپل سفر او ناستو په اړه اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې ملګری ملتونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوی. ښاغلی یاماماتو د سولې لپاره سیمه ییزه هماهنګی مهمه وبلله.

د هېواد اجرائیه رئیس له ملګرو ملتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د سولې لپاره هڅې چټکې شوی دی.

په دې ناسته کې دغه راز د دوحې ناستې، راتلونکیو ټاکنو او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې اترې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید