روزنامه ملی انیس

معلولین دهراړخیزو انسانی مرستو مستحق دی د معلولینو د نړیوالې ورځ په مناسبت

دا یو رښتینی حقیقت دی چې بدمرغه جګړه په هر حالت کې په هره ټولنه کې خپلې ناخوالې پرځای پریږدی ، نو نن سبا دا واقعیت هم ټولوته روښانه شوی چی اوس مهال افغانستان چې دسیمی دهیوادونو په استازیتوب د تروریزم پروړاندی په رښتینی مبارزه او جګړه ییزو ناندریواخته دی او په دی لړکی ستره قربانی هم افغانان ورکوی او له دی حقیقت څخه هم سترګی نه شی پټیدای چی افغان مظلوم ولس په هیواد کی د تیرو کابو څلورو لسیزو څخه را په دیخوا دبدمرغه او تباه کوونکو جګړه ییزو تاړاکونو په لړکی هم ډیری بدمرغی ، درپه دری  ربړونې ، ځورونې او خورا ډیری مرګ ژوبلی زغملی او په دی بهیر کی له شک پرته چی نه جبیره کیدونکی زیانونو سره هم مخامخ شویدی ، ځکه چی په دی جګړه کی په ټولیزه توګه هیوادوالو ته مرګ  ژوبله اوړی او په دی وروستیو کی هم چی په ټولیزه توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کی کوم ځانمرګی او ترهګریز بریدونه او جګړییزی نښتی کیږی ، له شک پرته چې د ګڼ شمیربې ګناه وګړو ژوند اخلی او قربانی کوی یې او د همدغه بدمرغه جګړې له امله ګڼ شمیر هیوادوال خپل د بدن غړی له لاسه ورکوی معلول کیږی اوپه دې توګه د ټولنیز ژوند په بهیر کې یې له بې شمیره ستونزو او کړاوونو سره لاس اوګریوان کوی ، البته د لیندۍ میاشتې دولسمه نیټه چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د دسمبر له ( ۳ ) مې نیټې سره سمون لری د معلولینو نړیواله ورځ ده او دنړۍ په ګڼ شمیرهیوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت بیلابیلې ناستې اوغونډې جوړیږی او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کیږی چې په ټولنیز بهیر کې د انسانی کرامت له مخې ددغه متضرره قشرلاس نیوی او درناوی باید شۍ ، ځکه په ټوله کې که نظر واچول شی دغه هیواد پاله وګړو په یو ډول نه یوډول په جګړه ییز بهیر کې خپل د بدن غړی له لاسه ورکړی معلول شویدی، بناءً په هراړخیز ډول ددوئ د حقه حقوقو مصونیت د دولت مسولیت او ددوئ د شخصیت درناوی د ټولنې په نورو وګړو هم لازمی دی ، ځکه معلولین په واقعیت کې هغه وګړی دی چې یا خویې د ځانمرګی او ترهګریز بریدونو او جګړییزو نښتو په ترڅ کې ځانی زیان لیدلی او یا هم دهیواد او هیوادوالو د دفاع او ساتنې په لاره کې یې خپل د بدن غړی له لاسه ورکړی معلول شویدی ، البته په ډیری خواشینی سره باید ووایو چې په ګران افغانستان کې د تیروکابو څلورو لسیزو پر له پسی تپل شویو بدمرغه او تباه کوونکې جګړی دوام نه یوازی زموږ د هیواد مادی او معنوی شتمنۍ په سرو لمبو کې سوځولی او مظلومو افغانانو ته یی ډیری ناخوالی په میراث پریښی دی، بلکې د همدغی ناولی جګړی د ناخوالو او نادودو له لاسه ډیری پتمنی افغانی ښځی کونډی شوی، ګڼ شمیر ګلالی ماشومان له پلارنی خوږی او سپیڅلی مینی څخه بی برخی او یتیمان شوی او دغه راز په زیاته کچه پتمن هیوادوال مو هم معلول او معیوب شویدی چې ورځنی ژوند یی له ځوریدونکې رنځ سره مخامخ شوی دی ، له بده مرغه چې نن هم د پردیو په لمسون په هیواد کې ددغی ناوړی جګړی لړی دوام لری او له امله یی زیات افغانان په شهادت رسیږی او یا هم معلول کېږی، پاک الله(ج) دی په خپل ټول قدرت پر افغانانو رحم او کرم وکړی او ددغی بدمرغی جګړی او ورو وژنی ټغر دی د تل له پاره زمونږ له هیواده لری کړی تر هغه چې هیڅ یوه پتمنه مور د خپل اولاد په ویر ونه کړیږی او ویرجنه نه شی، هیڅ یوه میرمن سرتوری نه شی او هیڅ یو ګلالی ماشوم د پلار له خوږی مینی بی برخی او یتیم نه شی، دا منو چې د شهیدانو د کارنامو په ویاړ د هیواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځغونډی جوړیږی خو څومره به ښه وی چې دداسی غونډو د جوړیدو ترڅنګ زموږ هغه شمیر هیوادوال چې په جګړو کې شهیدان، معلول او معیوب شویدی نن باید ډیر کوښښ وشی  چې له هر ډول سیاسی، ګونډی، سمتی،  ژبنیو او نورو توپیرونو پرته ددوئ د کورنیو راتلونکې په پام کې ونیول شی یعنی د هغوئ لاس نیوی دی وشی او په هر اړخیزه توګه دی انسانی مرستی ورسره وشی تر هغه چې د ژوند په ورځنی بهیر کې دوئ له هرراز بدمرغیو، کړاوونو او ستونزو څه وژغورل شی او د ټولنی دنور وګړو په څیر تل دوئ ته هم د آرامه، هوسا پتمن او ابرومندانه ژوند د پرمخ بیولو زمینه په تلپاتې ډول مساعده
شی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید