روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

محمد کبیر حقمل دپوهنی وزارت داطلاعات او نشراتو رئیس اوویاند:  سږ کال ۱۲ میلیونه کتابونه په افغانستان کې چاپیږی

پوښتنه: دخبری منابعو په حواله همدا، اوس دهېواد په لری پرتو سیمو کې دسلګونو ښوونځیو دروازی تړلی دی د زده کوونکو او ښوونکو سرنوشت به څنګه کیږی او ددی لوی ناورین مسؤلیت چاته متوجه دی؟

ځواب: ترټولو غټه ستونزه دښوونځیو په برخه کې د امنیت ستونزه ده متاسفانه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تر ۱۱۰۰ پوری ښوونځی دحکومت دمخالفانو له خوا تړل شوی خو متاسفانه دا دښوونځیو د دروازو دتړلو پروسه لاهم روانه ده او ددی ناورین پړه او مسؤلیت هغه چاته متوجه ده چې هغوی په هېواد کې نا امنیو ته لمن وهی او ناامنی رامنځته کوی او دنظام پروړاندی غیر قانونی او غیر شرعی جګړه پروړاندی بیایې خو بیاهم مونږ پدی توانیدلی یو چې له شته ستونزو سره سره خپل ښوونځی پرانستی وساتو او همدا اوس په هېواد کې زمونږ تر ۱۷۸۰۰ څخه ډیر تعلیمی مراکز پرانیستی دی او له ۹ میلیونه زیات زده کوونکی ښوونځیو ته ځی او له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیات ښوونکی ښوونځیوته تدریس ورکوی.

پوښتنه: په افغانستان کې د قانونی او منتخب حکومت څخه ۱۷ کاله تیریږی خو دپوهنی وزارت نیمایی برخه ښوونځی ودانی نلری او زده کوونکی په آزاده هوا پرځمکه به غیر دمیز او چوکې څخه دبوریاګانو دپاسه سبقونه لولې دغی ستونزی ته به څه وخت دپای ټکی کیښودل شی؟

ځواب: متاسفانه دښوونځیو دتعمیرونو په برخه کې مونږ لاهم ستونزی لرو او دهمدی تشی د ډکولو په خاطر د افغانستان جمهور، رئیس ډاکتر محمد اشرف غنی د روان تعلیمی کال په پیل کې مسؤلو ارګانونوته هدایت ورکړ چې د راتلونکی دوه کالو په موده کې به د ۶۰۰۰ ښوونځیو لپاره نوی ودانې جوړی شی خو دیادوښوونځیو دجوړولو لپاره چاری روانی دی او په راتلونکو څو میاشتو کې به دیادوښوونځیو دجوړولو چاری په عملی ډول پیل شی او کله چې دغه ۶۰۰۰ نوی ښوونځی بهره برداری ته سپارل کیږی بیابه زمونږ دښوونځیو دتعمیرونو دکمښت ستونزه ۸۰ سلنه راکمه شی باید ووایم چې همدا اوس په هېواد کې ۵۰ سلنه زمونږ ښوونځی تعمیرونه نلری او چیرته چې تعمیرونه پیدا کیږی مونږ یې ښوونځیوته په کرایه ورته نیسو او چیری چې نور امکانات وی بیا له هغونه هم استفاده کوو خو نهایی هدف مو داده چې زده کوونکی په یوه مصون او دخوندی چاپیریال لرونکی وی او په آزاده فضاکې زده کړی وکړی.

محمد کبیر حقمل دکتابونو دکمښت دستونزی په اړه د انیس دملی ورځپاڼی خبریال ته وویل: مونږ دنوی تعلیمی کال لپاره دڅه باندی ۴۹ میلیونه جلده کتابونو دچاپ پروژی تنظیم کړی دی چې ددی پروژو ۱۲ میلیونه جلده کتابونو قرار داد به په څو نږدی ورځو کې لاسلیک او هیلمندیم چې ۳۷ میلیونه پاتی نور کتابونه به هم ژر تر ژره به قرار داد وشی او دیادو کتابونو په چاپولو سره به دکتابونو دکمبود ستونزه له منځه لاړه شی. خو که په دقیقه توګه درته ووایم همدا اوس دپوهنی وزارت د ۱۰۰ میلیونه په شاوخواکې کتابونوته اړتیا لری که چیری مونږ د دوه دری کالوپه موده کې پدی وتوانیږو د ۴۹ اویا ۵۰ میلیونه کتابونو چاپ لړی ته دوام ورکړو مونږ به په دری کلونو کې دکتابونو دکمبوداتو له ستونزی خلاص شو.

پوښتنه: دولتی او خصوصی مطبعو دپوهنی وزارت باندی نقدونظر لری چې دپوهنی وزارت خپل کتابونه په بهرکې چاپوی حال داچې اوس دهېواد په دننه کې دکتابونو دچاپولو امکانات ډیر لیدل کیږی تا سوپدی اړوند څه ځواب لری؟

ځواب: سږ کال مونږ ۱۲ میلیونه کتابونه په کابل کې چاپوو البته د داخلی کمپنیو دظرفیت په کچه کتابونه ورکوو او دتدارکاتو دقانون په رڼاکې به چاپیږی خومونږ دی پروسی ته رقابت کوو. خو متاسفانه ډیر ځله افغانی کمپنی دبهرنیو کمپنیو پروړاندی سیالی نشی کولای نو په دی دلیل قرار دادونه بهرنی کمپنی ګتی دهمدی لپاره مونږ سږ کال ۱۲ میلیونه کتابونه افغان کمپنیو ته اعلان کړل چې یادکتابونه په کور دننه چاپ شی بل نهایی کوښښ به کوو چې ورو، ورو ټول کتابونه په افغانستان کې چاپ کړو.

پوښتنه: تاسو د روان تعلیمی کال په بهیرکې دهېواد ټولو ښوونخیو ته کتابونه توزیع کړی دی کنه؟

ځواب: هغه کتابونه چې له مونږ سره موجودوه هغه مو توزیع کړی دی خو دکتابونو دجدی ستونزی او کمښت له امله زمونږ زده کوونکی پوره سیټ دکتابونو نلری.

پوښتنه: دپوهنی وزارت ښوونکی د ډاکتر محمد اشرف غنی دهغه فرمان د تطبیق غوښتنه کوی چې ویلی یې وه ټولو ښوونکو ته دی دهستوکنی یوه نمره مځکه ورکړل شی تاسو دجمهور رئیس ددی فرمان دتطبیق په اړه څه اجرا آت کړی دی؟

ځواب: مونږ دجمهور رئیس د دغه فرمان دتطبیق له مخی ۹۰۶۲۰ تنه ښوونکو ته دهستونګی نمری ورکړی دی خو یوازی سږ کال مو بیا ۶۲۹۴ تنه ښوونکو ته نمری ورکړی دی او دپاتی نورو ښوونکو لپاره دنمرو د توزیع کولو لړی روانه ده او دمعلم دنړیوالی ورځی دنمانځلو په ورځ به نور اړوند معلومات ورکړل شی دهمدی ستونزی له امله ولسمشر محمد اشرف غنی دنوی تعلیمی کال د زنګ د کړنګولو په پروګرام کې دځمکو دچارو اداری، دپوهنی وزارت او دښار جوړولو وزارت ته دوه میاشتی وخت ورکړ چې پدی اړه دی یوه کلی او اساسی طرحه جوړه کړی اوس په طرح کار روان ده خو یوه ستونزه پدی اړه شته هغه داچې مونږ په ځینو ولایتونو کې مځکی نلرو په ځینو ولایتونو کې چې مځکی شته هلته بیا ولس ورباندی حقوقی دعوا لری او په ځینو ولایتونو کې بیا زمونږ ځمکی غصب شوی دی. خوشبختانه سږ کال ۴۹۸۹ جریبه غصب شوی مځکی بیرته لاسته راغلی دی.

دپوهنی وزارت داطلاعاتو او نشراتو رئیس دپوهنی وزارت دتعلیمی نصاب دنوی کیدو اوبدلون په اړه وویل: دایو څرګنده واقعیت دی چې په هر مملکت کې دوخت په تیریدو سره تعلیمی نصابونه نوی کیږی او ښه کیږی مونږ هم دطبیعت نصاب ته په کتو سره په بیا لیکنی او په سرلیکنی کار پیل کړی دی، اوس دنصاب اډانه جوړه شوی ده او دنوی تعلیمی نصاب چاری پیل شوی دی او زه هیلمندیم چې مونږ پدی وتوانیږو دغه نصاب په دوه راتلونکو کلونو کې یونوی ستندرد تعلیمی نصاب ولرو خو پدی تعلیمی نصاب کې به ځینی مضامین چې اضافی وی هغه به کم شی په ځینو مضامینو کې که اضافی موضوعات وی هغه به جذب او یا وایستل شی خو ځینی مضامین به نوی نصاب ته راشی، ځینی محتواوی به بدلی شی او یو داسی ستندرد نصاب به جوړ شی چې د زده کوونکو اوښوونکو له ظرفیت سره برابر نصاب وړاندی کړی چې نور پکی دکیفیت ستونزه نه وی اوس تر ډیره داتور، واردیږی چې مونږ کمیت لرو خو کیفیت نلرو.

دپوهنی وزارت دنشراتو رئیس اوویاند په افغانستان کې د افغان ترک دتعلیمی بهیر په اړه چې کومی ستونزی رامنځته شوی وی وویل: دتیر کال په ژمی کې د افغانستان دپوهنی وزیر دترکیه دهېواد دپوهنی له وزیر سره د افغان ترک   دښوونځیو دستونزی په اړه یوهوکړه لیک لاسلیک کړ چې دهغه هوکړه لیک په صادریدو سره هغه عملی ده اوس د افغان ترک ښوونځی نور وجود نلری او د افغان ترک دښوونځیو اداره په ځینو ولایتونو کې انتقال شوی ده او دځینو نورو لپاره هم هڅی روانی دی. مونږ د وقت سازمان چې دترکیی دهېواد په اډانه کې فعالیت کوی هغه ښوونځی مو ورته سپارلی دی جدی نظارت زمونږ د پوهنی وزارت روان دی بناً هغه پروسه د افغانستان جمهوری دولت او دترکیه دپوهنی وزارت لخوا ختمه ده او ښوونځی انتقال شوی دی.

محمد کبیر حقمل دمرکی په پای کې دمعلم دنړیوالی ورځی دنمانځلو په مناسبت وویل: مونږ هر کال په دغه ورځه ښوونکو ته تقدیرنامی، مډالونه او ستاین لیکونه او ځینی کسانو ته دښه خدمت له امله ځینی تحفی هم ورکوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید