روزنامه ملی انیس

محمد آصف وردګ   ژورنالیست او دسیاسی چارو شنونکی:  دسعودی عربستان په مکه معظمه اوجده شریفه کی  د افغانستان دسولی په اړه داسلامی ملکونو دوه ورځنی غونډه

محمد آصف وردګ  ژورنالیست او دسیاسی چارو شنونکی دسعودی عربستان دمکی معظمی او جدی شریفی دغونډی په اړه دانیس خبریال ته وویل: زه په افغانستان کې دټولو تراژیدیو شاهدیم مونږ ۱۸ کاله کیږی چې له یوی بلانه خلاص شو یعنی اوس له چکک نه ترناوی لاندی ناست یو کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ په هغه وخت کې جهاد پر هرمسلمان فرض وه چې زه هم په کې وم. زه سپینی خبری کوم طالبان چاراوستل چاکوښه کړل او حکومت یې چاپه رسمیت وپیژانده، عربستان سعودی ولی په ۱۸ کالوکې چپه خوله وه دټولو تراژیدیو نقط معلومه ده څوک یې وایې او څوک یې نه شی ویلای خو مونږ وردګ  یې وایو. زه لدی نه اضافه څه مړشم، لدی نه زیات څه خراب شم، لدی نه نورمی څومره حیثیت خراب اوبربادشی الله(ج) می شاهد دی چې لدی نه په مرګ  خوشحاله یو دا دهری ورځی مرګ  نه خودیوی ورځی مرګ  حق دی زه سپین ږیری شوی یم د زړه تکلیف لرم که چیری حقیقت ونه وایم خایین او وطن فروشه یم.

محمد آصف وردګ زیاته کړه: دابه دسکی یو مخ وی. طالبان به هم راشی جوړه به وکړی د افغانستان د حکومت سره به یوځای شی څو چوکې به ورکړی خوپنځو، پنځو فیصده به وی دوی خوپنځوس، پنځوس کوی خو طالبان اختلاف لری خو پنځوس، پنځوس نلری. بل دسترګو لیدلی حال به درته ووایم: کله چې طالبانو دکوچنی اختر د دری ورځنی اوربند نه په استفادی کابل ښارته راننوتل او دحکومت له نظامیانو سره یې اختر مبارکې کوله د دواړو لورو له سترګو په ګریوانونو اوښکی رابهیدلی. طالبان خو هم انسانان دی له فولادو څخه خو جوړ شوی ندی تاسو د دوی احساس ولیده مونږ هم انسان یو پوهیږو ټول سوله غواړو مګر هغه څوک چې سوله نه غواړی هغوی په سوله کې خپلی منافع نه وینی. تاسو خو دځینو کسانو له خوا د خراسان ناری اوری او نورموضوعات … ولس مظلوم دی. دا اوسنی ګډوډی چاپه لاری اچولی ده دادملی وحدت دحکومت یوشمیر جکپوړی کسان چې په دولت کې برخه او لوړه چوکې لری او لوړ امتیازات ترلاسه کوی هغوی هم دولت تخریبوی. هغه یې دوستم هغه یې معاون اجراییه (محقق) هغه یې جنرال، هغه یې والی.

محمد آصف وردګ    وویل: څو ورځی یو محلی قوماندان په فاریاب کې راپورته شو او په نظامی مجلس کې وویل: تاسو ټول وژنمه وروده په دی ملک کې هرڅوک ریس جمهور دی او له قانون نه ځان جیک بولی او دولسمشر له لوی حوصیلی ګذشت او دموکراسی څخه سو استفاده کوی حتا پلویان یې دولتی تاسیساتو ته اور اچوی حال داچې دغه تاسیسات دملت له وینو جوړ شوی دی خو زما په هاند ترڅو چې په هېواد کې قانون حاکم نشی داتراژیدی به دوام
ولری.

مخکی له دی نه خومونږ دسره استعمار شاهدان یو دعراق زه شاهدیم، زه دسوری دړنګیدو شاهدیم. مونږ په څلویښت کاله کې ډیر بی عزته شوی یو طالبان خو جګړه کوی خوبی ناموسی نه کوی او څوک چې دوی ښځی لری یوه یې تری نه بیایې خو د داعش خلک ډیر خطرناکه خلک دی. ترڅو چې په پاکستان قوی فشارنه وی راغلی سولی ته غاړه نه ږدی هغه اوس په خپل اتم نازیږی زه دا درسره نه منم چې په پاکستان فشار راغلی وی یوه بیلکه یې راکړی یو شعار دی. یوازی ۱۰ شرکتونه یې له کاره دریدلی دی په بدل کې دپنځوس شرکتونو پیسی ورکوی څوک ۶۰ کلن اولاد له لاسه ورکوی.

مولوی عبدالاحد محمدی امام مسجد قریه ملک محمد عمرخان پیرامون نشست های که فردا در مکمه معظمه وجده شریفه کشور های جهان اسلام در عربستان سعودی در مورد صلح افغانستان دارند گفت:

الله متعال در قرآن کریم می فرماید: وصلح خیر. ترجمه: صلح خیر است بهتر است. در کشور های که قبلاً پیرامون صلح افغانستان نشست های صورت گرفته یک مقدمه گزاری بخاطر صلح بود خدا کند در افغانستان یک صلح سراسری تأمین گردد زیرا مردم افغانستان تشنه صلح هستند و هر آن چیزی که از جانب الله پروردگار می آید مابه آن امید وار هستیم و به آن یقین داریم. و آن چیزی که از جانب پروردگار دستور داده شود حکم و فیصله شود او می شود یک بهانه می شود که توبه همین ملت قبول شده باشد به پیشوای پروردگار پروردگار یک دروازه خیر و صلح را بروی همین ملت باز کرده باشد و یقیناً قلب های سران کشور های اسلامی را وادار کرده باشد تا نشستی در رابطه صلح افغانستان داشته باشد و آن چه که الله فیصله کندما به او فیصله امیدوار هستیم.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید