روزنامه ملی انیس

له دی وروسته به افغانستان په یوه صادرونکی هیواد بدل شی

افغانستان د خپل جغرافیایی او غرنی موقعیت له مخی یو زراعتی او کرنیز هیواد دی چی ۸۰ سلنه خلک او وګړی یی په کرنی او مالداری بوخت دی کورنی جګړی نه وړاندی دهیواد ملی اقتصاد په همدی زراعتی او کرنیزو پیداوارو ولاو چی له دی درکه تر ډیره حده په خپل ځان بسیا او متکی و خو دروان جنګ په دوران کی د اوبو بندونه  نهرونه او زیربنایی تاسیسات یا تخریب شوی او یا له منځه تللی او یوازی و چی دښتی او ډاګونه پاتی دی چی له دی درکه د هیواد د کرنی او مالدار سکتور ته دروند او نهجبیره کیدونکی زیان اوښتی.

د ځینو معتبرو سرچینو په استناد افغانستان د اوبو له درکه ۷۰ میلیارده متره مکعبه اوبه لری چی یوازی ۲۵ سلنه نه یی ګټه اخستل کیږی او د اوبو د ناسم مدیریت او نه مهار له کبله یی نوری اوبه ګاونډیو او همسایه هیوادونو ته بهیږی چی له بده مرغه ځینی ګاونډیان او همسایګان خو یی په ډیری سپین سترګی د اوبو د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف دعوی هم کوی او وایی چی د هلمند سیند د اوبو په وړاندی بی تفاوته اوبی توپیره نه شوپاتی کیدلی.

دافغانستان اسلامی دولت اوس پریګړه کړی چی دهیواد دی حیاتی او مهمو سکتورونو ته خاصه او ځانګړی پاملرنه وکړی او د هیواد په هر څاڅکی اوبو باید حساب وشی.

د روان ۱۳۹۸ کال د وری په ۱۶مه د هیواد جمهور رئیس محمد اشرف غنی د کرنی د ترویج او رواجولو په پنځم ملی کنفرانس کی چی د لوی جرګی په تالار کی جوړ شوی وګډون وکړ په دی کنفرانس کی د هیواد بزګرانو او مالدارانو چی شمیر دری زرو ته رسیده په خپلی ویناکی وویل: د کرنیزو پیداوارو لپاره بازار موندنه د هر وزیر د هر سفارت او د هر دیپلومات کار دی او تر هغی چی بازار موندنه نه وی په کرنیزو تولیداتو کی توپیر نه راځی ځکه د ملی اقتصاد دخپلواکی کیلی هم د بزګرانو او په خاصه توګه د خصوصی متشبثینو په لاس کی ده هغه دهیواد د اوبو د مدیریت په برخه کی هم اشاره کړه او وویی وویل: باید لږ ترلږه۲۰ میلیارده متره مکعبه اوبه زیرمه او ذخیره شی او په دی برخه ډیر او سخت ار ته ضرورت او اړتیا ده چی ځمکه د تولید وسیله شی نه د غصب.

جمور رئیس محمد اشرف غنی دا هم وویل: د کوچیانو د څیړ ځایونو او د هغوی عصری مالداری ته هم لومړیتوب ورکول کیږی ځکه زمونږ د ملی اقتصاد هدف دادی چی افغانستان د کرنیزو پیداوارو له کبله د یو واردونکی هیواد څخه په صادرونکی هیواد بدل شی.

وروسته د کرنی وزیر نصیراحمد درانی او مرغداری د ټولنی رئیس معروف ظفر په خپل وار سره د هیواد جمهور رئیس محمد اشرف غنی ته معلومات وړاندی کړل او ویی وویل: د کرنی وزارت د ۱۳۹۸کال اوږد مهاله هر اړخیزه پلان تیار کړیدی چی د کرنی اوبولګولو او مالداری په برخه کی به ښی لاس ته راوړنی ولری.

همدارنګه د کرنی او مرغداری ټولنی رئیس وویل: د ټول هیواد په سطحه ۱۰۸۲۴ فارمونه لری او په دی برخه کی ۹۸۲ میلیونه ډالره پانګونه اچونه او سرمایګذاری شویده چی په دی سکتور کی په مستقیم ډول ۱۲۰ زره کسانو ته د کارکولو زمینی برابری شوید چی دا د کرنی او مالداری په سکتور کی   د پام وړ پرمختګ او انکشاف دی.

باور دی که د افغانستان اسلامی دولت د کرنی او مالداری وزارت او نور اړونده سکتورونه د هیواد د پراخه سیندونو د مهار کولو او د اوبو مدیریت ته خاصه او ځانګړی پاملرنه وکړی او د هیواد د بزګرانو، دهقانانو او مالدارانو کرنیزو او زراعتی پیداوارو، تولیداتو او محصولاتو ته د نړیوال بازار موندونی په برخه کی لا هڅه او کوښښ وکړی نه یوازی د هیواد کرنه، زراعت او مالداری به پرمختګ او انکشاف وکړی بلکی د ملی اقتصاد په پیاوړتیا کی به هم د پام وړ پرمختګونه او انکشافات رامنځ ته شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید