روزنامه ملی انیس

لعل الدین آریوبی: دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو دنړیوالی ورځی دنمانځلو په مناسبت: سږکال ۳۰۰ زره معلولیت لرونکی وګړی او دشهیدانو ورثه په ټول هېواد کې دبانکی سیستم له لاری معاشونه ترلاسه کوی

معلولیت لرونکی وګړی او شهیدان په حقیقت کې دهېواد دخپلواکې، ارضی تمامیت او دملی نوامیسو ساتندویان او پاسداران دی دوی دخپلو وینو په تویولو او دخپل ځان دغړو له لاسه ورکولو سره یې دهېواد دخپلواکې پرچم رپانده کړی دی د انیس دملی ورځپاڼی خبریال د افغانستان داسلامی جمهوری دولت دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو وارثینو دملاتړ ملی اداری لوی ریس لعل الدین، آریوبی سره دمعلولیت لرونکو وکړو او شهیدانو دنړیوالی ورځی دنمانځلو په مناسبت ورسره مرکه کړی چې خپریږی.

لعل الدین آریوبی دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو دملاتړ ملی اداری لوی ریس د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو دنړیوالی ورځی دنمانځلو په مناسبت دانیس دملی ورځپانی خبریال ته وویل: زه باید دهېواد جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غنی څخه د زړه له کومی مننه وکړم چې دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو وارثینو ته یې ځانګړی پاملرنه وکړه او دغه اداره یې دیوه ځانګړی فرمان په اساس ایجاد کړه چې ددی اداری د ایجاد څخه نږدی دوه میاشتی تیریږی نو لازمه ده چې دنوموړی اداری د دوه میاشتو کاری کړنی او جریانات له مطبوعاتو سره شریک کړو. باید ووایم چې زمونږ دراتګ سره سم په نوموړی اداری کې ورځنی کارونه دبهبود په لور روان دی او مونږ دبایومتریک پروسه چې دشفافیت را وستلو لپاره یواځنی لاره ده او په دی برخه کې ډیره مرسته کوی په ګړندی توګه یې پرمخ وړو او هغه وسایل چې دشک په سترګه ورته کتل کیږی هغه بررسی مو په ټول هېواد کې په ډیر سرعت سره تعقیب کړی ده او دسیستمونو په ارزیابی او ایجاد باندی مونږ کار کوو او تر ټولو مهمه داچې مونږ پریوی جامع سروی هم کار کوو ترڅو دمعلولیت ټول انواع په هېواد کې تشخیص کو او ټول معلولیت لرونکی وګړی چې معلولیت په هر ډول اوپه هر سبب چې وی هغه له دی اداری سره ثبت کړو او د دوی د اړتیا وړخدمات ورته په پام کې ونیسو نو ددی برنامو په جریان کې نږدی دوی ورځی وروسته په دریم ددسمبر چې دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو دملاتړ ملی اداری نړیواله ورځ ده او زمونږ کوښښ داده چې نوموړی ورځ دلومړی ځل لپاره په هېواد کې په یوه لوړه کچه ونمانځلو ترڅو دهغه هدف لپاره چې دغه ورځ نمانځل کیږی پرهغه مانا دغه ورځ هم ونمانځل شی البته په اقتصادی، فرهنګی، سیاسی او په ټولنیزو ډګرونوکې ددی ونډه او دهغه رغنده رول باید تثبیت شی او په ټولنه کې ددی دادغام مسله ډیره جدی ونیول شی او معلولیت په ملی اجنداکې شامل او یوه ملی موضوع وګرځی نو زمونږ ژمنه او هیله داده چې مونږ وکولای شو کوم اهداف چې ټاکل شوی دی ددی ورځی دنمانځلو په ترڅ کې لاسته راوړو.

لعل الدین آریوبی دبایومتریک دپروسی په اړه وویل: زمونږ بایومتریک دوی برخی لرلی چې یوه برخه یې په خزینه یی تقاعد کې وه چې په بریالیتوب سره پرمخ لاړه او په کابل کې ۹۵ سلنه خلک بایومتریک شوی دی او دا پروسه په اوو وذونونو کې پکار اچول شوی اوبایومتریک روان ده هیله مو داده چې دغه سیستم دهېواد په ۳۴ ولایتونوکې تطبیق شی او په تطبیق سره به یې ښه نتایج منځته راشی دمثال په توکه په مرکزکې د شهیدانو په برخه کې د ۴۵۰۰ کسانو اسناد بایومتریک شوی دی چې پدی کې نږدی ۱۸۰۰ کسان دورثی له سیستم څخه وتلی دی. مانا داچی دغه کسان واجد شرایط نه وه که چیری مونږ دیوتن معلول اویا شهید میاشتنی حقوق پنځه زره حساب کړو دا په کال کې ډیر لوی رقم جوړوی او که چیری نوموړی پروسه په هېواد کې تطبیق شی دابه یوه ښه لاسته راوړنه وی او مونږ به مطمینه شو او ددی دعرضه کولو لپاره به بهتره پروګرامونه ولرو. ترڅو هدف ته ورسیږو.

نوموړی دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو دحقوق په اړه وویل: هغو کسانو چې زمونږ له اداری څخه دتقاعد کتابچی ترلاسه کړی دی په حدود
د ۳۰۰ زره کسان په ټول هېواد کې دبانکی سیستم له لاری معاشونه ترلاسه کوی حقوق ترلاسه کوی مګر دا ارقام دهری ورځی په تیریدو سره تغییر کوی مانا داچې زمونږ په ملک کې لاهم جګړه روانه ده او هره ورځ مونږ زخمیان او شهیدان لرو. همدا اوس په هر ولایت کې
زر، دوه زره آن تر ۵۰۰۰ پوری کسان نوتثبیته معلولین او شهیدان لرو دغه هم باید سیستم ته راشی او شامل د دیتابیس شی. بل حقوق نقدی پیسی ندی چې مونږ یې دوی ته ورکوو بعضی افراد زمونږ له اداری څخه نور حقوق هم ترلاسه کوی نومونږ ددی دپاره هم دسروی او هم دبایومتریک پروسه مخ ته وړو ترڅو وکولای شو هغه دقیق ارقام چې مونږ حقوق ورکوو په کومه کتګوری یې ورکوو تاسی سره شریک کړو.

پوښتنه: شکایتونه وجود لری چې دمعلولیت لرونکو وګړو او دشهیدانو د ورثی ملاتړ ملی اداره کې فساد ډیر شوی دی
وینا موپدی هکله څه ده:

ځواب: زه دانه ردوم چې فساد به زمونږ په اداره کې نه وی همدا وجه وه چې دغه اداره ایجاد شوه زه دوه میاشتی کیږی چې ددی اداری دمسؤلیت چاری را په غاړه شوی دی خو دا زما مسؤولیت ایجابوی او هغه اعتماد چې پرما شوی ده زه به په ټول توان کوښښ کوم چې په اداره کې یادونیمګړتیاوته حداقل دپای ټکی کیږدم خو دخلکو همکاری لماسره دفساد په له منخه وړلو کې شرط ګڼل کیږی که خلک راشی او خپلی ستونزی لما سره شریکی کړی پدی شرط چې کره شواهد او اسناد موجود وی زبه له هر هغه کارمند سره دقانون په رڼا کې برخورد او اجرا آت کوم.

یک تن از هموطنان عزیزما که ولچر اش را چند تن دیگر در منزل دوم ریاست شهدا و معلولین بالا می نمود خود را به خبرنگار روزنامه ملی انیس معرفی و به ارتباط مشکل اش گفت: عبدالقیوم نام دارم از ولایت هرات ولسوالی غوریان و از هردو پای معیوب هستم و توسط ولچر راه میروم. از مدت یک هفته می شود که به کابل آمدم وسه روز می شود که به این اداره آمدم. که رئیس عمومی اداره ملی حمایت از افرادی دارای معلولیت را مبنی برمشکلات که نه تنها دامنگیر من است بلکی ما به نمایندگی ۵۰۰ تن از معلولین و ورثه شهدا را به آن درمیان بگذارم.

عبدالقیوم معلول اضافه کرد: در اتحادیه معلولان و ورثه شهدا ولایت هرات درحدود بیش
از پنج هزار عضو دارد این افراد معلولان جنگی بوده که در راه دفاع از وطن جان های شیرین خود را فدای آزادی وطن کرده ویاهم معلول و معیوب شدند و هریک شان فامیل و نفقه خور دارند و امید شان همین معاش ناچیز است متأسفانه از همین ۵۰۰ نفر معاشات سالهای ۱۳۹۵-۱۳۹۶-۱۳۹۷ آن هم پرداخت نشده است اداره شهدا و معلولین ولایت هرات بما می گوید که تخصیص نداریم من به خاطر همین مشکل آمدم امیدوارهستم که به مشکل ما ۵۰۰ تن معلولان و ورثه شهدای ولایت هرات توجه صورت گیرد تا ما به فکر آرام به ولایت خود برگردیم.

پرسش: برادر محترم خود را به خبرنگار روزنامه ملی انیس معرفی کنید و بگوید که مشکل شما چیست؟

پاسخ: نام من نثار احمد ولد یار محمد باشنده ولایت پنجشیر هستم یک پای خود را در زمان جهاد در وقت روس ها در بمباردمان از دست دادم مدت چهل سال می شود که محتاج هستم نه تنها خودم معیوب هستم بلکی دوبرادر و پدرم در جنگ های روس ها به شهادت رسیده ومن وکیلی ورثه های آن هستم متأسفانه معاشات مایان از سال ۱۳۹۵ مکمل اجرا نشده و اداره شهدا و معلولین ولایت پنجشیر به ما می گوید که شما از ریاست شهدا و معلولین از مرکز امر بیاورید بعداً معاشات شما اجرا می شود در غیر آن اجرا نمی شود. من اکنون به مرکز به ریاست عمومی معلولین و شهدا آمدم تا برای ما آمر اجرای معاشات سال ۱۳۹۵ را عطا فرمایید تا مشکل ما حل گردد در غیر آن خود را در دروازه اداره شهدا و معلولین پنجشیر آتش می زنم. نا گفته نماند که در حدود ۲۱۰۰۰۰ افغانی کل معاش ما می شود برای ما معیوبان این پول بسیار زیاد است ولی به دولت ناچیز است.

ګزارشګر اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید