روزنامه ملی انیس

فروفیسور ګل محمد رحمت:  د ۱۳۹۸ کال دسولی مشورتی لوی جرګی پریکړی ملې پریکړی وی

د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غنی څلورنیم کاله مخکی دجمهوری ریاست دلوړی دمراسمو پرځای کیدو پرمهال یې ملت ته په خطاب کې وویل چې افغانستان ته به سوله راولم نوموړی له هغی ورځی را په دی خوا، افغانستان ته د با عزته سولی دراوستو په خاطر یې خپلی هلی ځلی پیل کړی او دکور ورانوونکی جګړی دپای ته رسیدو لپاره یې په ګاونډیو هېوادو، دسیمو هېوادو او آن پرطالبانو دجګړی دبندیدو او سولی راوستو په وار وار غږ کړی دی اوس د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غنی دخپل تاریخی مسولیت له مخی دټول هېواد څخه ۳۲۰۰ وګړی دهر قشر په استازیتوب دسولی مشورتی لویه جرګه چې دهېواد په پلازمینه کابل کې دغوی دمیاشتی په نهمه نیټه جوړه شوه بلنه ورکړل شوی وه داچې جرګی دغوی له نهمی نیټی له آجندا سره سم پرخپل کار پیل وکړ او جرګه په دیارلسم دغوی پای ته ورسیده او دجرګی پریکړه لیک دفروفیسور عبدالرب رسول سیاف له خوا چې دجرګی دریس په توګه منتخب شوی وه دجرګی برخه والوته وړاندی شو دموضوع په اړوند د انیس دملی ورځپاڼی خبریال له څوتنو هېوادوالو سره دسولی دمشورتی لوی جرګی دجوړیدو او پریکړو په هکله ځانګړی مرګی ګړی چې یوه پربلی پسی خپریږی.

پروفیسور دوکتور ګل محمد رحمت خپل نظر دسولی دمشورتی لوی جرګی دجوړیدو او دپریکړو په اړوند وویل:

دایوڅرګنده واقعیت دی چې د افغانستان منتخب جمهور ریس دښه نیت په اساس یې دهېواد په ډیرو حساسو او نازکو شیبو کې دخپل تاریخی مسؤلیت له مخی دسولی مشورتی لویه جرګه راوبلله که څه هم پدی جرګه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوی وه ترڅو په جرګه کې ګډون وکړی او دسولی ملی موضوع په جرګه کې له افغانانو سره یوځای وڅیړی او دسولی لپاره دحل یوه لار ومومی خوله بده مرغه چې طالبانو پدی جرګه کې ګډون ونکړ او جرګه یې رد کړه زماپه نظر که چیری دوی ځانونه د افغان ملت یو جز ګڼې نو داجرګه دکوم شخص یا دجمهور ریس اویا دکوم قوماندان شخصی ملکیت نه وه دادسولی مشورتی لویه جرګه د افغان ملت داستازو جرګه وه او طالبان هم د افغان ملت یوه برخه دی او مونږ هغوی ته د ورونو او هېوادوالو خطاب کوو هیله مو ورڅخه داده چې نور جنګ بس کړی او سولی ته مخه کړی او د ۱۳۹۸ کال دغوی دمیاشتی د نهمی نیټی دسولی مشورتی لوی جرګی پریکړی په رښتینولی ومنی ځکه داهم د دوی په ګټه ده او هم د دوی لپاره یو ډیر ښه فرصت دی دجګړی ګټه یوازی د افغانستان تاریخی دښمنانو ته رسیږی نه افغانانو ته که چیری دوی بیا جنګ ته دوام ورکړی دوی به له ملت څخه تجرید او دملت له کرکی سره به مخامخ شی.

دوکتور رحمت زیاته کړه: په افغانستان کې دسولی ټینګیدل نه یوازی د افغانانو لپاره مهم دی بلکی دګاونډیو هېوادو او هم دسیمی او نړی لپاره او هم دټول بشر لپاره مهمه ده داځکه چې افغانستان دنړی دهېوادونو یوغړی هېواد یو که چیری زمونږ په هېواد کې دجګړی اوربلیږی نوخامخا به ددغه اورلمبی د دوی په طرف هم ورسیږی دمثال په توګه اوس افغان مهاجرین دنړی په زیاتو هېوادوکې میشت دی اوځینی هېوادونه یې له یولړ ستونزو سره مخامخ کړی دی که چیری ګاونډیان او دسیمی هېوادونه غواړی چې ځانونه د افغان مهاجرینو له ستونزو څخه خلاص کړی لازمه ده چې دوی د افغانستان له دولت او خلکو سره یې دیوی ریښتینی سولی په برخه کې صادقانه مرسته وکړی او دا دنوموړی جرګی پریکړه  لیک او غوښتنه وه بل پدی جرګه کې هسی چې تبلیغات کیدل چې داجرګه د ډاکتر محمد اشرف غنی لپاره دکمپاین جرګه ده هسی نه وه بلکی ټولی پریکړی دجرګې چې په ۲۳ مادوکې تصویب شوی مخه یې  یوازی او یوازی په هېواد کې دجګړی بندیدل او دسولی تامیندل وه.

ډاکتر امان الله نورزی وویل: د افغانستان دسولی قضیه یوازی داخلی بعد نلری دا خارجی بعد هم لری نومونږ باید دی ټکی ته هم پاملرنه وکړو د افغان سولی لپاره نه یوازی د افغانانو اجماع ضروری وه بلکی مونږ باید په نړیوالو او ګاونډیو هېوادو باندی غږ وکړو تر څو مونږ سره دسولی په پروسه کې صادقانه او د زړه له کومی مرسته وکړی ترڅو افغانان سولی ته ورسیږی او د افغانستان په ټوله خاوره کې یوه تل پاتی سوله رامنځته شی. بلی هغو سیاسیونو او طالبانو ته پدی جرګه کې بلنه ورکړل شوی وه خو متاسفانه چې یوشمیر کسانو پکی برخه وانه خسته زماپه نظر تیروتنه بیا نه جبران کیږی دی جرګی ته دملت استازی رابلل شوی وه چې داپه خپل ذات کې یو ډیر مهم تصمیم او اراده دجمهور ریس له خوا نیول شوی وه د افغانانو ګډون پدی لوی مشورتی جرګه کې مونږ دسولی په طرف ورنیږدی کوی او زه پدی باور لرم چې دمشورتی لوی جرګی دګډون والو نظرونه دسولی لپاره یوه کیلی او یوښه لار ښود وه چې حکومت ته یې دسولی لپاره لاره وروښوده او ددی په نتیجه کې د افغانستان حکومت او ټول سیاسی او ملی مشران او شخصیتونه به حرکت وکړی او دا د افغانستان دخلکو او ولسمشر لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه او یو ډیر ښه طلایی فرصت وه.

نورزی زیاته کړه: جمهور رئیس دجرګی پریکړوته په درناوی وویل چې زه ۱۷۵ تنه بندیان دطالبانو ورخوشی کوم بل هرچیری چې طالبان وغواړی په افغانستان کې زه زمینه د دفتر دخلاصولو ورته برابره وم موږ دولسمشر ډاکتر محمد اشرف غنی ددښه نیت ستایو بل ولسمشر داهم وویل چې د روژی په مبارکه میاشت کې به اوربند وکړی خو هیله می دیو افغان په توګه له طالبانو څخه داده چې دوی هم باید ورته اقدام وکړی. اوبل مقابل حسن نیت وښی ترڅو ټول کړیدلی افغانانو ورڅخه خوښ و اوسی. 

اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید