روزنامه ملی انیس

غوره مدیریت دغوره لاسته راوړنو لامل ګرځی

څرګنده ده چې دهر هېواد دملی ګټو دخوندیتوب له‌پاره امنیتی ځواکونه دارزښت وړ ګڼل کیږی ځکه امنیتی ځواکونه امنیت ټینګوی او دوګړو دهوساینی له پاره لار هواره وی نو له دی امله دهر هېواد واکمنان دامنیتی ځواکونو پیاوړتیا ته ځانګړی پاملرنه راګرځوی ترڅو خپلو موخو ته په آسانی سره لاس رسی پیدا کړی.

همدا اوس زمونږ په هېواد کی دروانی را تپل شوی جګړی بریدونه دامنیتی ځواکونو په سرښندنی ځوابیږی همدا وجه ده چې ددولت واکمنان نورو کارونو ترڅنګ زیاته پاملرنه دملی وسله وال پوځ پیاوړتیا ته راګرځولی او تردی دمه توانیدلی چې دملی وسله وال پوځ ورانی شوی لیکی بیا راجوړی او ددښمن هر ډول تیری ته یی چمتو کړی.

پوهیږو چې په اوسنی وخت کی دیوی خوا دجګړه مارو تیری کوونکی هڅی او دبلی خوا دپوځ سمبالښت به وخت ته اړتیاو لری خو ددولت مشرتابه وکولی شول دنړیوالو په مرسته دپوځ سمبالښت او نیمګړتیاوی ورغاوی او په هغو چارو کی‌یی ګړندی ګامونه واخلی کوم چې اړین بلل کیږی منو چې لا اوس هم دپوځ په سمبالښت کی نیمګړتیاوی ترسترګو کیږی خو دهېواد دکمزوری اقتصادی جوړښت له کبله اړیو چې مرسته کوونکو هېوادو ته په تمه شو څو شته نیمګړتیاوی راپوره او دیوه غښتلی پوځ څخه برخمن شو.

خو دویاړ ځای دادی چې دهېواد ملی وسله وال پوځ سرښندونکی سرتیری چې دیوی خوا په ښوونیزو چارو بوخت دی دبلی خوا دتیری کوونکو په وړاندی جګړه پرمخ بیایی او دخپلو خلکو او هېواد څخه دفاع کوی.

هېوادوالو دنړیوالو ترڅنګ ولیدل چې دبهرنیو پوځونو په شتون کی چې پوځی عملیات یی پرمخ وړل دهېواد دملی وسله وال پوځ په پرتله لاسته راوړنی نه‌درلودی هغوی چې په ډیرو پرمختللو وسلو سمبال و ونه توانیدل چې دجګړه جرړی راوباسی او یا دتیری کوونکو په بریدونوکی کمی راشی خو دملی سوله وال پوځ میړنی سرتیری چې داوسنی عصر له مخی په تش لاس جنګیږی وتوانیدل چې په یوازیتوب سره دجګړه مارو په وړاندی دخلکو دامنیت دخوندیتوب له پاره دفاع وکړی او دلمسونکو دناوړه پلانونو دتطبیق مخه ډب کړی.

مخالف وسله وال طالبان چې دملی یووالی دحکومت درامنځته کیدو راوروسته یی جګړه سخته کړی هڅه یی درلوده چې دبهرنیو پوځونو په عملیاتو کی دنه ګډون له امله به ملی وسله وال پوځ ناتوانه وی او دجګړی په ډګر کی به لاسته راوړنی ولری خو میړنیو سرتیرو په هېوادنی مینی دتیری کوونکو په وړاندی داسی جګړه وکړه چې جګړه مارو هیڅ ډول بری ترلاسه نه کړو دملی وسله وال پوځ سرښندنو وښوده چې افغانان دتاریخ په اوږدو کی په تش لاس دخپل هېواد څخه دفاع کړی
او اوس هم دخپلو پلرونو
او نیکونو په څیر دهېواد ځمکنی بشپړتیا څخه دفاع کوی. هېوادوال چې په خپل ملی وسله وال پوځ ویاړی دملاتړ ترڅنګ هیله لری چې دلیکو دپیاوړتیا له پاره یی عملی ګاومونه واخلی او ددښمن په لټون کی دهیڅ ډول مرستو څخه دریغ و نه کړی.

ډاډه یو چې ولسمشر محمداشرف غنی دپرله پسی پاملرنی له کبله به یو لړ ژور بدلونونه چې دپوځ درغاونی لامل وګرځی رامنځته شی او دمسلکی کدرونو ځای په ځای کیدو سره به په پوځی محاربوی فعالیتونو کی سمون راشی ځکه غوره مدیریت دغوره لاسته راوړنو لامل ګرځی.

ولسمشر په خپله کاری موده کی دملی وسله وال پوځ دسرتیرو سره له نیږدی ګوری او دهغوی دستونزو او نیمګړتیاو دپوره کولو له پاره مسئولو چارواکو ته لارښوونه کوی کندهار ولایت ته ولسمشر په خپل سفر کی چې د۲۰۵ اتل قول اردو دسرتیرو سره په غونډه کی ګډون درلود دهغوی سره دنیمګړتیاو داوریدو وروسته وویل: ستاسی له برکته هر ګاونډی ته وایم چې زه دآزاد، خپلواک او عزتمند افغانستان استازیتوب کوم ستاسی له برکته ګاونډیانو ته په سرلوړی وایم که مونږ منی مونږ مومنو، غیر له هغی دافغانستان اردو او مسلح قواوی حاضر دی دخپلی وینی تر آخری څاڅکی له افغانستان نه دفاع وکړی.

ولسمشر وویل: اوس ټولی نړی ته واضح شوه چې تاسو په تیرو شپږو میاشتو کی له دفاعی حالت څخه وتلی یاست او تعرضی حالت مو خپل کړی دی چې دښو لاسته راوړنو سره مل یاست.ولسمشر دسولی پروسی ته په اشاری وویل: سوله زمونږ هدف دی خوپرامنیتی او دفاعی ځواکونو به هیڅکله معامله ونه کړو او دسولی دموافقی وروسته به هم ستاسو په شمیر کی کموالی نه راځی ځکه په ټول هېواد کی دبشپړ امنیت دټینګښت له پاره ستاسو حضور حتمی او ضروری دی.معلومیږی چې ددولت دواکمنانو دپاملرنی له مخی به مرستندویه هېوادونه چې زمونږ دملی وسله وال پوځ ترسره شویو دندو ته دقدر په سترګه ګوری، خپلو مرستو ته به دوام ورکړی او دښوونیزو چارو ترڅنګ به دتمویل او تجهیز په چارو کی ګړندی توب راولی څو دتیری کوونکو په وړاندی دیوه اوسپنیزو دیوال په ټوګه دخپل هېواد څخه دفاع وکړی او دترهګرو دجرړو دراایستلو په کار کی ښی بریاوی ترلاسه کړی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید