روزنامه ملی انیس

غوره به وی چی ستونزی پر ستونزو زیاتی نه شی

کور ورانی جګړی چی ترشاه یی دهیواد دښمنان ملاتړی دی په کور دننه خورا زیاتی ستونزی زیږولی ځکه چی دهیواد وګړی یی په هیواد کی روانی راتپل شوی جګړی چی اوږدمهاله شوه تر ډیره یی داسی ستونزی وزیږولی چی رغاول یی په لڼډ مهاله کی ستونز منه بریښی ځکه دجګړی دمرګ ژوبلی ترڅنګ یو لړ هڅی چی په کور دننه دتاوتریخوالی لامل ګرځی په مختلفه بڼه ورته لمن وهل کیږی ترڅو په هیواد کی شته غمیزی زیاتی او خپل مینځی شخړی پایښت ومومی. دډیرو کلو راهیسی په هیواد کی بی پری هیوادوال په ټولو سیاسی ډلو ټپلو غږ کړی چی هیواد دپردیو په لمسون دسختو او ویرجنو ستونزو سره مخامخ دی هره ورځ دجګړی له امله زمونږ یو شمیر هیوادوال دمرګ ژوبلی سره مخامخ کیږی چی دکورنیو راپاتی شونی یی دیوی اوږدمهاله ستونزی سره لاس او ګریوان وی نو هیله ده چی په هیواد کی ټول مخکښ او مطرح ډلی ټپلی سره لاس یو کړی او دیو رښتینی ملی یووالی په رامنځته کیدو سره په ګډه دشتو ستونزو درغاونی له پاره مناسبی او ګټوری مڼډی ترړی ووهل شی ترڅو افغانان ددی اوږدمهاله غمیزی څخه خلاصون ومومی.خو معلومیږی چی دپردیو دلاس وهنی له امله سیاسی ډلی ټپلی لاتردی دمه په دی نه دی بریالی شوی چی دخپلو شخصی، تنظیمی او قومی ګټو څخه تیرشی او دملی ګټو دخوندیتوب له پاره په ګډه کار وکړی.همدا وجه ده چی دښمن ددی تشی څخه په ګټی اخیستنی سره توانیدلی چی دسولی درامنځته کیدو په وړاندی هر ډول خڼدونه چی وغواړی راپیدا کړی او جګړه ادامه ولری. دخپل مینځی شخړو شتون په هیواد کی دباور فضا له مینځه وړی او هیوادوال یی دزیاتو اندیښنو سره مخامخ کړی ځکه افغانان ددی اوږدمهاله جګړی له امله خورا زیات زیانمن شوی او دژوند دډیرو آسانتیاو څخه بی برخی پاتی دی تمه یی پردی وی چی چارواکی به پر هیوادوالو دزړه سوی له پلوه دخپل مینځی شخړو دله مینځه وړو له پاره عملی ګامونه پروته کړی ترڅو ددی ماتی او ګډی وډی بیړی منزل ته رسیدل اسانه کړی خو معلومیږی چی یو شمیر لا اوس هم دخلکو داندیښنو او کړاونو پروانه لری او خپل نیلی ترهغه ځغلوی تر کومه ځایه چی مڼډی وهلی شی. خو هیوادوال چی دډیرو کلونو راهیسی دناخوالو دزغم له پاره حوصله پراخه کړی بیاهم ددی توان لری چی دپردیو دلاس وهنی ترڅنګ په کور دننه دناوړه هڅو زغم هم لری او په دی باوری دی چی نړیوال او په هیواد کی دننه په خلکو او هیواد مینی څیری به بی پری اوزوریدلو هیوادوالو غږ ته لبیک ووایی اودهغو خلکو هیلی به په سیند لاهو کړی کومی چی د شخصی او ګوندی ګټو دلاسته راوړنو له پاره دهیڅ ډول ناوړه هڅو څخه لاس نه اخلی.هیوادوال چی په ټوله کی په ولسواکی باور لری تمه لری چی دولسواکی له ښیګڼو څخه برخمن شی او دزورواکی لمن دتل له پاره ټوله شی.اوسنی ټاکنیز بهیر چی دډیرو امنیتی ستونزو سره مل و خو بیا هم دسولی درامنځ ته کیدو په تمه هیوادوال راووتل او لسواکی ته یی رایه ورکړه څو د رڼو او منل شویو رایوله لاری داسی واکمن رامنځ ته شی چې په کور دننه او بهر دناخوالو زیږنده وچه او هېوادوال دهمیشنی اندیښنی څخه دتل له پاره وژغورل شی.

اوس چې دجګړی په بهیرکې ټاکنی ترسره شوی یوځل بیا دټاکنیزو ټیمونو ترمنځ له وخت څخه مخکی دبریا انګازی را خپری شوی معلومیږی چې دتیر په څیر یوځل بیا تاوتریخوالی له پاره چمتوالی نیول کیږی ګنی دوخت څخه مخکی دیوه بل په وړاندی دبریا ادعا کول څه معنی لری. معلومیږی چې مسؤله اداره شتون نه لری او که یې لری نو دهمدوی دګواښ لاندی ده که چیری داسی نه وی نوباید منتظرپاتی شی چې مسؤله اداره چې ټاکنی یې ترسره کړی او دهغوی دترسره شوی مدیریت پربنسټ دبریا دعوه کیږی پریږدی چې دبری اونه بری خبره له هغه چاه دخولی راووځی چې تاسو مسؤلیت وردغاړی کړی که دورسپارل شوی مسؤلیت له مخی مسؤلینوته واک ورنه کړل شی نو دتاوتریخوالی ستونزه به لاپسی ستونزه منه او هېواد به دیوه بل کړکیچ سره مخامخ شی. غوره ده چې قانونی مراجعوته درناوی وشی او دقانونی لارو خپل بری او ماتی ومنل شی.

ترڅو هېوادوال پرته دراپیدا شویو اندیښنو څخه په هوساینه کې ژوند وکړی او ترڅنګ یې په رښتینی توګه دولسواکۍ بنسټ دراتلونکی له پاره کښیښودل شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید