روزنامه ملی انیس

عبدالمقیم افغان: دیوی با عزته سولی د رسیدو په خاطر باید هر ډول قربانی ورکړل شی

 د افغانستان دسولی په اړوند دقطر هېواد په پلازمینه (دوحه) کې دچنګاښ په ۱۶ مه نیټه دقطر او آلمان دهېوادونو په کوربتوب له کابل څخه د وربلل شوی ۶۰ کسیز پلاوی په شمول دطالبانو له استازو سره دسولی په رابطه سره تفاهم وکړی ترڅو په افغانستان کې دیوی سراسری او با عزته سولی ته درسیدو په خاطر زمینه برابر شی ترڅو په هېواد کې څلویښت کلن ناورین پای ته ورسیږی. دموضوع په اړوند د انیس دملی ورځپاڼی خبریال له څو تنو هېوادوالو سره د دوحی دغونډی په اړوند مرکې کړی چې خپریږی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپلان او پالیسی رئیس عبدالمقیم افغان د دوحی دغونډی په اړوند وویل: له څو میاشتو راپدی خوا د افغانستان دموضوع په هکله دوه مهمی خبری روانی دی چې هغه په دوحه کې د امریکا دخاص استازی ډاکتر زلمی خلیل زاد او دطالبانو د استازو ترمنځ د اووم پړاوناسته ده او ددی ترڅنګ دبین الافغانی ناستی په اړوند خبری کیږی چې دیکشنبی ورځ غونډه پیل شوه چې پدی غونډکې افغانی پلاوی هم ګډون ګړی وه.

باید ووایم چې د افغانستان خلک سولی ته نږدی دی ځکه دوی څلویښت کلنی تپل شوی جګړی ډیر زورولی دی او په ټوله کې خلک سوله غواړی بل څه نه غواړی خو دسولی هری هڅی او هر اقدام ته دقدر په سترګه ګوری او په نیک فال یې نیسی که څه هم د افغان سولی په رابطه په یوشمیر هېوادونو کې ناستی ترسره شوی خو پایلی نه درلودی اوس د افغانستان ټول خلک د دوحی د اووم پړاوناستی ته ډیر امیدواره دی او خدای دی وکړی چې د اووم پړاو خبری د افغانستان په ګټه تمامی شی او په هېواد کې دسولی ټکاو د راوستو لامل شی.

افغان زیاته کړه: متأسفانه اوله بده مرغه چې مونږ دجنگونو ترخه تجربه لرو چې هغه دپخوانی شوروی له وتلو څخه وروسته تکرار شوه نو ددی لپاره د افغانستان له خلکو او د افغانستان له دولت سره اندیښنی موجود دی که چیری مونږ سوله غواړو اوله ټولو  کوښښونو او دقربانیو په ورکولو سره مونږ سولی ته رسیږو هغه سوله باید با عزته سوله وی او هغه لاسته راوړنی چې په تیره دوره کې د افغانستان خلکو لاسته راوړی دی هغه باید وساتل شی او همدارنګه هغه ارزښتونه چې د افغانستان خلکو په ډیرو قربانیو سره لاسته راوړی هغه وساتل شی نو د افغانستان خلک ددی ترڅنګ چې سولی ته تګی دی نو د دوحی دناستی مثبتو پایلوته سترګې په لاره او شیبی شماری ددی ترڅنګ دیوی با عزته او دوامداره سولې غوښتونکی دی باید وووایم چې د افغانستان د دولت پلان هم داده او ولسمشر هم په کور دننه او بهرناستو او کنفرانسونو کې په ډاګه ویلی دی که مونږ سوله راولو نو هغه به باعزته سوله وی او دومداره سوله غواړو د افغانستان خلک لنډ مهال اوبل داسی سوله چې زمونږ ارزښتونه پکی خوندی نه وی هغه مونږ نه غواړو.

پوښتنه: دمطبوعاتو په حواله دقطر د اووم پړاو ناسته د دوه ورځو لپاره وه ولی نوموړی ناسته اوږده او ځڼډنی شوه ارزونه موڅه ده؟

ځواب: هیله داده وروسته له څلویښت کلونو جګړو مهاجراتونو او دربدریو دحکومت له مخالفانو سره دسولی خبروته کښینو نوزما په نظر څومره چې هر اړخیزه خبری او دقیق غور پری وشی بیځایه به نه وی متل دی چې وایې:

دصبر میوه ډیره خوږه وی او په دری کې متل دی چې وایې: هرچه دیر آید درست آید. او دناستی د اوږدیدو یو لامل یې د افغانستان د دولت ټینګار ده چې مونږ با عزته او تلپاتی سوله غواړو  ولی نو افغانان داسی سوله نه غواړی چې په ډیره بیړه ترسره شی خو پایلی بیا ښی نه وی، بل خلیلزاد دټویتر په وسیله او دطالبانو ویاند سهیل شاهین مطبوعاتوته وویل چې د اووم پړاو په ناسته کې مونږ ډیر پرمختګ شوی اتیا سلنه مونږ نتیجی ته سره رسیدلی یو یواځی شل سلنه کوم موضوعات چې ډیر زیات باید پری بحث او مذاکره پری وشی هغه تطبیقی بڼه او میکانیزمی چاری دی. اوس طالبانو او هرهغه څوک چې پدی پروسه کې دخیل دی هغو ټولو دادرک کړی ده ترڅو چې د افغانستان حکومت په خبروکې دخیل نشی او خبری ورسره ونشی دسولی خبری به مثبتی پایلی ونلری که امریکا او طالبان په خپلوکې تفاهم ته رسیږی خو د افغانستان دولت پکی دخیل نشی چې دقضیه یو طرف ده بیا سوله کومه نتیجه نلری خو زما نظر داده  چې هرو مرو به د افغانستان دولت او طالبان به سولی ته درسیدو په خاطر خبروته کښینی ترڅو چې وسله وال طالبان او د افغانستان دولت دسولی لپاره دحل لاره پیدا نکړی دنورو خبری به دومره اثر ونلری که څه هم روسیه، آلمان، امریکا، چین او نورو کوششونه وکړل چې د دوی ټولو هڅی دقدر وړدی او دوی تسهیل کوونکی دی خو اصلی تصمیم نیونکی د افغانستان دولت دی.

پوښتنه: سیاسیون پدی هاند دی چې سوله دی د انتخاباتو څخه مخکی تامین شی وروسته دی بیا انتخابات ترسره شی دتاسو نظر پدی اړوند څه ده؟

ځواب: زه دعامو افغانانو په نظرکې نیولو سره خپل نظر څرګنده وم چې سوله دی وسی ټول افغانان سوله غواړی که هغه له انتخاباتو 

مخکی کیږی او یا وروسته کیږی که چیری دیوه افغان دمرګ مخه نیول کیږی او دوینو تویولو مخه نیول کیږی باید هر ډول قربانی ورکړل شی او دسولی لپاره خڼد ایجاد نشی او زمونږ غوښتنه هم داده چې سوله دی وشی که مخکی له انتخاباتو وی او که وروسته وی، خو خلک سوله غواړی او سوله د افغانانو حق ده داهم باید وویل شی چې د افغانستان قضیه اوس یو څه پیچلی شوی ده خو طالبان هم دښځو په حقوقو او دبشر په حقونو په رعایتولو مشوری او فکر کوی او هغه افغانی پلاوی چې دقطر په غونډه کې برخه اخستی هغوی هم د عامو افغانانو هیلی او غوښتنی په امانت داری سره به طالبانو ته ور اوروی او دقیق غور به ورباندی کیږی اوس په خلکو کې هم تغییر راغلی ځوانان تعلیم غواړی او دمدنی نړی له کاروان سره ځان سیال او برابری غواړی زمان نه دریږی بل کې پرمخ ځی او دهری ورځی په تیریدو سره نړی کې مثبت بدلون راځی.

او افغانستان هم دنړی دهېوادونو یو عضوه دی خلک یې دسولی آبادی پرمختګ، او انسانی ژوند ته اړتیا لری نه داچې ټول عمر له خپلو بشری حقونو څخه محروم اوبی برخی وی او دهمیش لپاره نوروته احتیاج وی حال داچې افغانستان د زیربنا له مخی یوبډای هېواد ده چې هرڅه لری نسبت و ډیرو ملکونو ته یعنی هغه کانی زیرمی چې افغانستان یې لری په ډیری هېوادونو کې شتون نلری یو مثال یې دکنړ، پنجشیر، کوکچی او هلمند دسیدونو پریمانه اوبه دی چې زمونږ ګاونډیان تری په وړیا توګه ګټه اخلی او مونږ نه پریږدی چې خپلی اوبه مهار کړو.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید