روزنامه ملی انیس

طالبان دسولی آدرس غلطوی ځکه سوله په بین الافغانی خبرو کی رامنځته کیږی

دامریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ ترسره شوی خبری چی دا مهال په ټپه دریدلی افغان دولت هم دمخالفو وسله والو طالبانو سره دسولی خبری ترهغه ناشونی وبللی ترهغه چی دجمهوری ریاست له پاره دټول ټاکنو پایلی معلومی شوی نه وی.

دولسمشری ماڼی ویاند صدیق صدیقی دیوه خبری کنفرانس له‌لاری ویلی چی افغان حکومت ترټولو ښه دسولی فرصتونه دطالبانو له پاره برابر کړل خو طالبانو بیا هم دافغانانو وژنی ته لومړیتوب ورکړو اوس ددولت له پاره ټاکنی لومړیتوب لری او له ټاکنو وروسته دولت په بشپړه توګه دی ته تیاری لری چی له طالبانو سره دسولی خبری مخ ته بوزی خو طالبان باید دا ثابته کړی چی سولی ته ژمن دی. دراپورونو له مخی مخالف وسله وال طالبان دامریکا سره دترسره شویو خبرو دبندیدو وروسته وارخطا ښکاری او دهغو دروازو په ټکونه بوخت دی کوم چی دامریکا سیاسی سیالان ګڼل کیږی خپرندویه سرچینو رابربڼډه کړی چی دشیرمحمد عباس ستانکزی په مشری یو دری کسیز پلاوی مسکوته رسیدلی او دافغانستان له پاره دروسی دځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره یی کتلی چی تراوسه یی دخبرو پوره جزییات نه دی په ډاګه شوی خو دځینو خپرندویه ورځپاڼو په حواله ویل کیږی چی مسکو هم دمخالفو وسله والو طالبانو ملاتړی شمیرل کیږی کیدای شی دترسره شویو خبرو جزئیات او ترڅنګ یی دراتلونکی ګام پورته کیدل ورسره شریک کړی وی یو شمیر افغان شنونکی چی سیاسی پیښی او بدلونو نه څاری وړاندوینه کوی چی روسان دی دتیر په څیر اشتباه نه کوی او دافغانانو په کورنیو چارو کی دی دلاس وهنی ډډه وکړی ځکه دروسانو له خوا په افغانانو راتپل شوی غمیزی لارغاول شوی نه دی نو هیله پردی ده چی که روسان په سیمه کی دیوی همیشنی او تل پاتی سولی سره مینه لری نو غوره او ګټوره به وی چی دافغانانو ترمنځ دسولی درښتینی او مظبوط پیوند درامنځته کیدو له پاره په بی پری توګه ګام پورته کړی ترڅو افغانان سره نیږدی او بین الافغانی خبرو ته چی دافغانانو په مالکیت وی لار هواره کړی. څو په سیمه کی دتل له پاره دګاونډیو هیوادو راپیدا شوی اندیښنی له مینځه ولاړی شی او دهیوادونو ترمنځ د راکړی ورکړی له پاره زمینه برابره شی.

په همدی توګه راخپری شوی انګازی جوتوی چی د مخالفو وسله والو طالبانو یو پلاوی چین   ته رسیدلی خو تراوسه لا معلومه نه ده چی په رښتیا د طالبانو پلاوی چین ته سفر کړی او که یی نه دی کړی خو وړاندوینه کیږی چی طالبان غواړی چین او پاکستان ته هم د قطر د سیاسی دفتر څخه سفرونه ولری. د مخالفو وسله والو طالبانو سفرونه داسی وخت راګړندی شول چی د امریکا د متحده ایالاتو ملکی او پوځی لوړ رتبه چارواکی ګوت څڼډنه کوی چی په افغانستان کی دی په مخالفو وسله والو طالبانو پوځی فشارونه زیات شی ترڅو د تاوتریخوالی کچه را ټیټه او ترهګرییزی ډلی په پوره پیمانه وځپل شی. دغه راز د ناټو سرمشریزی تیاری ښودلی چی د افغان ملی وسله وال پوځ د ښوونیزو چارو ترڅنګ به هر ډول مرستو ته دوام ورکړی او ترڅو افغان پوځ په جګړه کی برلاسی او د ترهګرو په ځپلو کی ښی لاس ته راوړنی ولری. د ناټو او امریکایی چارواکو څرګندونی راپه ګوته کوی چی د ترهګرو پرضد به پوځی علیمات زیاتوالی ومومی پری به نه ږدی چی ترهګر د جګړی له لاری خپلی ناوړه موخی په افغانانو وروتپی. همدا اوس چی مخالف وسله وال طالبان په سیاسی ډګر کی وارخطا ښکاری د خدای(ج) په فضل او د هیوادوالو په ملاتړ به په پوځی ډګر کی هیڅ وخت لاس ته راوړنی ونه لری او تل به د افغان دولت د میړنیو سرتیرو د ځپونکو ګوزارونو سره مخ شی. همدا اوس په زیاتو یرغلیزو بریدونو کی مخالفو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله وراوښتی او مهم قوماندانان یی له مینځه تللی دی. په غزنی ولایت کی د طالبانو لویه ډیپو او د ماینونو جوړولو مرکز د ملی وسله وال پوځ د سرتیرو له خوانیول شوی چی پکښی په زیاته اندازه چاویدونکی توکی له پاکستانه رالیږدول شوی وو او د القاعده ترهګریزی ډلی انجنیرانو تری په کابل او د هیواد په  نورو سیمو کې دترهګرییزو بریدونو له پاره کار اخسته له مینځه وړی دی.

دملی دفاع  دوزارت څخه په خپره شوی پاڼه کې راغلی چې کمانډو ځواکونو یې دملی امنیت له ۷۰۳ ځانګړو ځواکونو سره په ګډه دغزنی په ولایت کې دطالبانو پوځی مسؤل حافظ جهانګیز پرپټن ځایونو پوځی عملیات ترسره کړی چې په ترځ کې یې ۱۲۰ بوشکه یې بمونه ۲۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکی توکی ۲۶ موټر سایکلونه او یوه کرولا ډوله موتړ د افغان پوځی ځواکونو لاس ته ورغلی دی. او دمخالفو وسله والو طالبانو دوه مرکزونه له منځه تللی او ۲۶ مخالف وسله وال طالبان هم وژل شوی.

د افغان دولت پوځی ځواکونو د وروستیو پوځی عملیاتو څخه څرګندیږی چې دا مهال یې دمخالفو وسله والو طالبانو پرضد چاڼیز عملیات زیات کړی تمه ده چې په هغه ځایونو کې چې دمخالفو وسله والو طالبانو د ګواښ او ویری اچونی کچه لوړه ده له منځه یوسی او دټول ټاکنو را رسیدونکی ورځ چې هېوادوال به پکښی یوځل بیا دولسی واکمنی ستنی پیاوړی او دخپلی خوښی نوماند ته به رایی ورکړی په هوساینی کې تیره شی او افغانان خپل برخه لیک پخپله وټاکی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید