روزنامه ملی انیس

شونی ده چې ستونزی دخبرو اترو له لاری حل شی

دتاریخی پاڼو څخه را جوتیږی چې دنړی په ډیرو هېوادوکې کله خپل منځی جګړی او کله هم دبهرنیو له خوا د جغرافیایې جوړښت او یا نورو اقتصادی ګټو په سرجګړی رامنځ ته شوی خو دملی ګټو دخوندیتوب او ټولنیزی هوساینی دپای ته رسیدو له پاره ګړندی او عملی ګامونه پروته شوی او هېواد یې دجګړییزو ناخوالو څخه ژغورلی زمونږ هېواد هم دکلونو په اوږدو کې خورازیاتی جګړییزی ستونزی ګاللی چې له امله یې هېواد تردی دمه دټولنیزی پرمختیا څخه وروسته پاتی شوی او د ژوند ډیرو آسانتیاو ته لاسرسی نه لری. نوځکه هېوادوال ناهیلی ښکاری او دهېواد په ټولو سیاسی ډلو ټپلو غږ کوی چې دتیرو او اوسنیو جګړییزو ناخوالو څخه دتجزبی په توګه کار واخلی او د تیرو کلونو راپاتی شوی ستونزی چې دهېواد د وروسته پاتی والی لامل شوی په یوموټیتوب سره ورغاوی ترڅو دنورو هېوادو په څیرپرستونزو برلاسی پیدا شی او دوګړو له پاره دهوساینی لار هواره شی.

دهېواد سیاسیون چې هېوادوالو ته دخدمت کولو ټټروهی دتیرو څوکلونو په اوږدوکې چې د جګړی په توده بټی کې سوځی ولی دملی یووالی رښتینی بلګیزی کړنی نه وړاندی کوی او دروانی جګړی له پاره ولی دهمغږی په اواز برلاسی شوی نه دی. له دی کبله هېوادوال د نیوکې غږ په پورته کیدو سره یوځل بیا دهېواد دراتلونکی هوساینی او دجګړییزو ناخوالو دپای ته رسیدو له پاره ټینګار کوی چې ددی جګړه ځپلو هېوادوالو ویرجن غږته په کتو سره ستونزی دستونزو په زیاتیدو مه حل کوی او هیڅکله هم ستونزی پرستونزو نه شی هواریدای نو غوره به وی چې دخپلو شخصی  ګوندی او قومی ګټو څخه تیر شی او هېواد دخپل منځی جګړو سره مه مخامخ کوی ځکه اوسنی روان بهیر راپه ګوته کوی چې هېواد به بیا خپل منځی شخړو سره مخامخ شی او دهېواد او خلکو دښمنانوته به ددی موقع په لاس ورشی چې خپلی ناوړه موخی پکښی ولټوی او افغانان یوځل بیا دهېواد پریښودوته اړباسی.

نوکه چیری دهېواد سیاسیون دخپلو ولسونو نیت او موخوته ګوری نو په خپلو کې دی دستونزو په هواری خبری وکړی ځکه هره ستونزه دخبرو اترو له لاری ښه هواریدای شی. همدا اوس په هېواد کې ډیره ناوړه او بدمرغه جګړه روانه ده هره ورځ د افغانانو څخه قربانی اخلی خو دجګړی دواړه غاړی او ترڅنګ یې په ټوله کې په جګړه کې ښکیل هېوادونه په دی باوری دی چې دجګړی له لاری موخوته رسیدل ناشونی دی نوځکه په جګړه کې ښکیلی غاړی هڅه کوی چې دروانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره دخبرو اترو میزته کښینی او دسولی د رامنځ ته کیدو له پاره عملی لاری چاری ولټوی. دادی دیوی اوونی دتاوتریخوالی دکمښت په هکله هېوادوال څومره خوښ او ډاډمن شوی چې که دتاوتریخوالی کمښت د آزمایښت څخه په ښه توګه پای ته ورسیږی نوشونی ده چې د جګړی دپای ته رسیدوله پاره به لار هواره شی او داوربند د رامنځ نه کیدو له پاره به دباور فضا رامنځ ته شی نوله دی کبله هېوادوال د روانی جګړی ناخوالی او ترڅنګ یې د افغانانو مرګ  ژوبله او بیا دپای ته رسیدو له پاره دمختلفو لارو لټون دیو بلګیزناورین په توګه دهېواد دسیاسیونو پام راګرځوی او وړاندوینه کوی چې دتاوتریخوالی وروسته دخبرو اترو د پیل کیدو له پاره لاری چاری لټوی نوغوره به وی چې همدا اوس دخپل منځی را پیدا شوی ناندری چې بیا په تاوتریخوالی بدلون مومی او دحل له پاره یې لاری لټوی اوس ورته دحل لاری پیدا کړی ترڅو خبری ترتاوتریخوالی ونه رسیږی. ځکه هېواد نور دجګړییزو ناخوالو زغم نه لری او دی تیارنه دی چې دشخصی او ګوندی ګټو دلاس ته راوړنو له پاره بیا قربانی ورکړی  ته تمه ده چې نړیوال به روان ستونزمن بهیرته په کتو سره خپلی ترسره شوی هڅی اولاس ته راوړنی له لاسه ورنه کړی او بیړه به وکړی چې روان را پیدا شوی کړکیچ دقانونی لارو چارو څخه حل او په ولسواکۍ باندی دباور پیدا کیدو له پاره مناسبی لاری ولټوی ترڅو هېواد یوځل بیا د زورواکی په لومه کې را ګیرنه شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید