روزنامه ملی انیس

شونی ده چی په ګډو هڅو سره اوسنی جګړییزی ستونزی هواری شی

په هیواد کی دسیاسی او مخورو داوسنی ناوړه حالات په وړاندی سرسری چلند او دهیوادوالو دستونزمن ژوند په وړاندی ځان نانګاره کول را په ګوته کوی چی ستونزی به په نورو ستونزو ورزیاتی او ټولنیز ژوند به لاپسی له کړاونو ډک وی ځکه چی په واک او له واکه بهر شخصیتونه تردی دمه په دی ونه توانیدل چی په خپلو کی داسی یو اوسپنیز پیوند رامنځته کړی چی دهری ستونزی په وړاندی ګډ دریځ ولری او درغاونی له پاره یی ګډی هڅی ونه سپموی. لیدل کیږی چی دځان غوښتنی له پاره مختلفی لاری لټول کیږی خو هیواد داوسنی ناوړه او دردونکی وضعی دله مینځه وړو له پاره هیڅ یوه لاره هم نه لټول کیږی یوازی او یوازی دتیرو او اوسنیو کلونو په اوږدوکی دواک دترلاسه کولو له پاره په مختلفو نومونو ایتلافونه جوړ شوی خو کله چی یی شخصی او ګوندی ګټی دزیان سره مخامخ شوی ایتلافونه له مینځه تللی او بیا دیوه بل ایتلاف له پاره چی ګټی پکښی خوندی وساتی هڅی پیل کړی، غوره وه چی دایتلافونو او ډلو یو ځای کیدل دهیواد دګټو دخوندیتوب له پاره رامنځته شی او دیوه ملی خوځښت له مخی په هیوادنی مینی سره دهغو لاور په لټون کی هڅی پیل کړی چی ددی هیواد دزخمونو دملهم پټی وګرځی.

حیرانونکی ده چی په پوره شمیرنه سیاسی ډلی ټپلی چی هیوادته دخدمت کولو له پاره لاپی شاپی وهی شتون لری خو کله چی دګټو دخوندیتوب خبره وی بیانو دخپلو ګټو څخه تیریدونکی نه وی همدا وجه ده چی په هیواد کی ستونزی زیاتی او درغاونی لاریی اوږدمهاله ده، تمه وه چی دډیرو کلونو راهیسی چی جګړه روانه ده دهیواد مطرح ډلی ټپلی به په دی وتوانیږی چی ددی غمیزی له پاره دحل لار راپیدا کړی خو دریغه چی اوس هم په خپل مینځی ناندریزو خبرو بوخت دی او دهیواد روانی جګړییزی ناخوالی یی له پامه غورځولی همدا اوس چی یو ځل بیا امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو په دوحه کی خبری پیل کړی دافغان اولس مشرانو په ټوله کی څه تیاری لری چی په یوه خوله او یوغږ دسولی په خبرو کی ګډون وکړی او دهیواد جګړییزه سخته شوی غوټه راپرانیستل شی. دراخپورو شویو انګازو له مخی امریکاییان دطالبانو سره په بیا پیل شویو خبروکی ټینګار کوی چی اوربند دتاوتریخوالی کموالی او دبین الافغانی خبرو پیل کید وباندی موافقه وشی. خو معلومیږی چی افغانان لا تردی مهاله په خپل مینځی شخړو بوخت دی او دسولی له پاره ګډ دریځ نه لری ډیری شنونکی په دی باور دی چی افغانان باید دیوی همغږی له مخی په خبرو کی دګډون له پاره داسی استازی وټاکی چی وکولی شی دافغانانو څخه په مناسبه توګه استازیتوب وکړی او دخبرو په بهیر کی ددی توان ولری چی دافغان اولس لاسته راوړنی له زیان سره مخامخ نه شی ځکه لاسته روړنی په آسانی سره نه شی ترلاسه کیدای دا دملی وسله وال پوځ او دهیوادوالو دملاتړ لامل دی  چی ځینی لاسته راوړنی دجګړییزو ناخوالو سره سره ترلاسه شوی چی دخوندیتوب او ساتنی له پاره یی هیڅ ډول هڅی باید دریغ نه شی. همدا اوس په هیواد کی دولسواکی له پاره لار هواره شوی او دښځو دحقه حقوقو له پاره دکار زمینه برابره شوی ده اوس په ډیرو برخو کی بدلون رامنځته شوی نر او ښځو له پاره دزده کړی آسانتیاوی برابری شوی دی نو له دی کبله ټینګار او وړاندوینه پردی ده چی افغانان دی نور دخپل مینځی بی باوری او ناندریزو خبرو څخه تیر او په عملی توګه دی ددی هیواد دغمیزی دپای ته رسیدو له پاره مټی راونغاړی ځکه اوس ددی وخت رارسیدلی چی دنړیوالو په مرسته دستونزو په هواری کی ګډ دریځ پیدا کړو اودهیواد دبرخه لیک ټاکنی له پاره ټولی شخصی، ګوندی او تنظیمی ګټی یوی خواته پریښودل شی او دملی ګټو دخوندیتوب او په هیواد کی دتل پاتی او همیشنی سولی درامنځته کیدو له پاره ګډی هڅی ونه سپمول شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید