روزنامه ملی انیس

شهادت یو لوی نعمت او لوړ مقام دی

افغانان دتاریخ په اوږدوکی دخپل ګران هیواد افغانستان دخپلواکی دترلاسه کولو او ساتلو په خاطر په میلیون ها و قربانی ورکړی ده او ترهغو به افغانان دخپل هیواد او ارضی تمامیت څخه ددفاع په خاطر قربانی ورکوی تر څو په ملک کی مو یو تل پاتی او سراسری سوله تامین شی او دا روانه جګړه پای ته ورسیږی.
احمدشاه مسعود دهیواد دآزادی او خپلواکی ددفاع په خاطر شهید شو خو دوطن په سریی له چا سره معامله ونکړه که چیری مسعود دوطن په سر معامله کړی وایی نو دی به دعربانو په جامه او د ژورنالیستانو له پاک او سپیڅلی نوم څخه په استفادی دی دتروریستانو له خوا دتخار ولایت په خواجه بهاوالدین په شهادت نه رساوه. احمد شاه مسعود او استاد برهان الدین ربانی په وطن او آزادی مین اشخاص وو او ده به تل خپلو هم رزمانو ته دآزادی وینا وی کولوی او درس به یی ورکاوه.
استاد خلیل الله خلیلی دهیواد دآزادی په اړه څه ښه ویلی دی.
طبعیت هر چه باشد سبز و زیباست
اګر آزادی نباشد سخت زشت است
جهان در پرتو آزادی امید
اګر زشت است اګر زیباست بهشت است
آزادی او شهادت دانسان لپاره یو لوی نعمت او لوړ مقام دی که چیری انسان آزاد نه وی هغه به غلام وی او غلام په ژوند کی آزاده اراده نه لری پدی اړه دینی علماوو داسی ویلی دی: په غلام باندی لمونځ، دجمعی لمونځ، ذکات او حج نشته تر هغو چی غلام آزاد نشی، دغلام محمد غبار دتاریخ پربنیاد افغانانو دهیواد دآزادی او خپلواکی دترلاسه کولو په خاطر له انګریزانو سره په دری ګونو جګړو کی بی ساری قربانی ورکړی ده خو استعمار ته یی ماتی ورکړی همدارنګه پخوانی شوروی اتحاد هم په کال ۱۳۵۸ کی افغانستان ته دتودو اوبو به نیست له ۱۵ زره عسکرو چی په زغروالو سپکو او درندو وسلو او هوایی ملاتړ باندی سمبال وه راننوتل پدی وخت کی ټول افغانان سره یو موټی او متحد شول او جهاد یی پیل کړ او په ډیرو عادی وسلو داسلامی عقیدی او دایمان په قوت یی دشوروی سرولښکرو ته یی دهیواد په هر ګوډ کی دالله په نصرت ماتی ورکړی او شورویان یی دیته اړ ایستل شول چی کوډومات خپل ملک ته په ډیره شرمندګی ستانه شول او افغانانو په کال ۱۳۷۱ کی بری ته ورسید خو متاسفانه دیو شمیر بهرنیو استخباراتی کړیو په شیطانت مجاهدین وغولیدل او پدی ونه توانیدل چی په ملک کی یو همه شموله اسلامی دولت رامنځته کړی بلکی دپردیو په لمسون په خپلو کی سره په جګړه بوخت او دښمن ته زمینه مساعده شوه چی افغانان په خپلوکی سره وجنګوی او دوی ورته ناوړه ګټه پورته کړی. خو مسلمانان ټول پدی عقیده دی چی شهادت دالله (ج) ددین په لار کی او دهیواد دآزادی او خپلواکی دګټلو په لار کی یو لوی نعمت او لوړ مقام لری. باید ووایم چی دوهکاله مخکی دمزار شریف په ۲۰۶ قول اردو په منسوبانو چی ټول دجمعی دورځی په لمونځ دالله(ج) دربار ته په عبادت ولاړ وه شهیدان کړل. په کندز کی په پکتیا، پکتیکا، غزنی، ننګرهار کی هم دجمعی دلمانځه په وخت کی او دکابل په چهارراهی زنبق، ددشت برچی په شفاخانه او همدا تیره اوونی دجمهور رییس دلومړی مرستیال امرالله صالح په امنیتی کاروان تروریستی برید وشو چی په لسهاو بی ګناه مسلمانان شهیدان او زخمیان کړل او دا ناروا او تپل شوی جګړه لا روانه ده پدی تپل شوی دپردو په جګړه کی ډیر نامتو شخصیتونه لکه احمدشاه مسعود، حاجی عبدالقدیر، خاکریزوال، محمد داود داود، جنرال عبدالرازق، مولانا سیدخیلی، محمد عمر فدایی، احمد ولی کرزی، استاد برهان الدین ربانی، مصطفی کاظمی چی په بغلان کی په سلهاودمکتب شاګردان هم له ده سره شهیدان شول.
شهید استاد ربانی او شهید احمدشاه مسعود هغه نامتو مجاهدان وه چی دافغانستان دخپلواکی، ارضی تمامیت او ملی ګټو ددفاع په خاطر شهید کړای شو خو هغه څوک چی دالله ددین او وطن په لاره کی په شهادت ورسیږی هغه دالله په دربار کی لوړ مقام لری دواړه همیشه خلک اتحاد او اتفاق ته رابلل او دوطن ددفاع لپاره یی چمتو کول او هیچاته یی ددی اجازه نه ورکوله چی عامه دارایی دی څوک حیف میل کړی داسی اوریدل شوی دی چی یو جهادی قوماندان په پنجشیر کی داحمدشاه مسعود په وخت کی یو ښکلی څو پوړیزه ودانی جوړه کړی وه چی احمدشاه مسعود له څخه راغی او پدی ودانی یی سترګی ولګیدی پوښتنه یی وکړه چی دا ښکلی ودانی چا جوړه کړی … ویلی یی وه چی ددی شخص خپله او پلرنی دارایی خوماته رامعلومه ده دا دومره ډیری پیسی ده له کومه کړی. امریی وکړ چی دا ودانی دی شفاخانه وی چی ګټه یی دپنجشیر ټولو بی وزله کونډو او یتیمانو ته ورسیږی چی پلرونه یی په جهاد کی له لاسه ورکړی دی نو لوستونکی ددی مطلب په ویلو په خپله قضاوت وکړی که چیری دغه اوریدل شوی دشهید احمدشاه مسعود دخبره او امر واقعیت ولری نو دا ډول اعمال دالله(ج) په نزد څومړه اجر لری او دخلکو په زړونو کی څومره محبت او منلی شخصیت ګڼل کیدای شی، ای کاش ټول هغه خلک چی دعامه شتمنیو دمصرفولو واک او اختیار لری همدا ډول نیت غوره کړی نو افغانستان به دپردیو له احتیاج څخه خلاص شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید