روزنامه ملی انیس

سپما  او دتجملی شیانو مخنیوی به دراتلونکی ۱۳۹۸ مالی کال په بودجه کې دپام وړ زیاتوالې راوړی

دیو هېواد پرمختګ، انکشاف او وروسته پاتوالی دهغه هېواد دبودجی سره نیغ په نیغه مستقیم تړاولری ځکه بودجه دیو هېواد عوایدو او لګښتونو له مخی محاسبه او سنجول کیږی او بیا په بیلابیلو سیاسی، امنیتی ټولنیزو او اقتصادی برخو کې چې ضرورت او اړتیا ورته لیدل کیږی په مصرف او لګښت رسیږی.

د افغانستان اسلامی دولت هم هرکال دهېواد، دسیاسی، امنیتی او اقتصادی شرایطو او حالاتو په نظر کې نیولو سره دخپل مالی کال عادی او انکشافی بودجه دبحث او ځیړنی لپاره کابینه ته وړاندی کوی ترڅو دعوایدو او لګښتونو انډول تربحث او ځیړنی لاندی ونیسی.

د افغانستان د اسلامی دولت جمهور رئیس محمد اشرف غنی په همدی منظور دکابینی په هغه غونډه کې چې د روان ۱۳۹۷ کال دلړم په ۴ مه جوړه شوی وه ګډون وکړ او په هېواد کې یې دنورو سیاسی، امنیتی او اقتصادی مسایلو ترڅنګ د مالی وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد د راتلونکی ۱۳۹۷ مالی کال په بودجه بحث او څیړنی وکړی او په یو مناسب
وخت کې رپوټ کابینی ته وړاندی کړی.

په غونډه کې د اجندا سره سم دمالی وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ کال په انکشافی بودجه کې دیو میلیارد او دریڅلویښت میلونو شپږ سوه نه اتیازره او شپږسوه نهه اتیا افغانیو رپوټ یادی غونډی ته وړاندی کړ چې په پرنسیپ کې دټولو دتایید وړوګرځید او دمالی وزارت یې موظف کړ چې یاده بودجه دی د وزیرانو او دولتی ادارو له رئیسانو سره په پوره همغږی دغونډی مطابق بیا وګوری او پړاوونه دی یې بشپړ او هم یې وزارتونه او دولتی اداری موظفه کړی چې په لګښتونو او مصارفو کې دسپما اصل په پام کې ونیسی او دتجملی شیانو درانیولو څخه دی په جدی توګه ډه ډه وکړی ځکه دی حالت دهېواد ملی اقتصاد ته دبل هر وخت نه دروند زیان اړولی دی.

باور دی که د افغانستان اسلامی دولت په تیره بیا دمالی وزارت او نورو اړوند ارګانونه دنړیوالو معیارونو او دنوی تکنالوژی په رڼاکې دهېواد په ګمرکونو د کنترول ترڅنګ هېواد په نورو تولیدی او صادراتی اقلاموکې زیاتوالی راوړی او دنړۍ په مارکیټونو کې د افغانی توکو لپاره مناسب بازونه وموندل شی نه یوازی دهېواد بودجه کې به دپام وړ زیاتوالی رامنځ ته شی بلکی افغانستان به په اقتصادی لحاظ په خپل ځان په یو متکی او بسیا هېواد هم بدل شوی وی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید