روزنامه ملی انیس

سولی ته رسیدل دافغانستان د اسلامی دولت لومړیتوب دی او دی ژمنی او تعهد ته هم واضح پروګرام لری

داسی ورځ به نه وی چی دافغانستان داسلامی دولت او دافغانستان د مسلمانو خلکو د دښمنانو له خوا دهیواد دپلازمینی کابل په شمول په ۳۴ ولایتونو کی خونړی چاودنی او خونړی ځان مرګی بریدونه او انتحارات نه ترسره کیږی او قربانیان یی یوازی او یوازی ملکی او بی ګناه خلک دی دا ډول ناوړه بشری ضداعمال، تروریستی او ترهګریز بریدونه دافغانستان دقسم خوړونکو دښمنانو کار دی چی اصلی مرکزونه یی دپاکستان په خاوره کی دی او دهمدی ځای څخه پلانیږی چی په پاکستان کی د همدی ۲۰تروریستی ګروپونو او ډلو په واسطه تر سره کیږی او غواړی روانه ناعلام شوی استخباراتی او تروریستی جګړه ګرمه وساتی دا په داسی حال کی ده چی دیوی خوا دقطر په مرکز دوحه کی دطالبانو او دامریکایی پلاوی دمشر زلمی خلیلزاد ترمنځ دسولی خبری او مذاکری روانی دی.

پاکستان او په دی هیوادکی دیره تروریستی ډلی او ګروپونه غواړی په همدی ځان مرګو بریدونو او چاودنو دسولی خبری چی دافغان دولت او دافغانستان دمسلمانو خلکو هیله او غوښتنه ده دناکامی او سبوتاژ سره مخامخ کړی خو دافغانستان داسلامی دولت چارواکی په پوره بصیرت او پوهی سره حالات له نږدی څاری او هغه په هیواد کی اوربند او دهمیشنی او با عزته سولی تأمین دی که دافغانستان دخلکو داخلی او بهرنی دښمنان هر ډول ناوړه بشری ضد اعمال ترسره کړی خپل ناوړه هدف ته به ونه رسیږی.

په کابل کی خونړی تروریستی برید چی د ۱۳۹۸ کال د دلو په ۲۳مه دهیواد او خلکو ددښمنانو په واسطه ترسره شو خپل انسانی اسلامی او بشری ضد عمل یوځل بیا په ډاګه او ښکاره کړ.

دغه ترهګریز برید چی دکابل په پنځمه حوزه کی ملی دفاعی پوهنتون ته نږدی ترسره او زمونږ یو شمیر بی ګناه هیوادوال په کی شهیدان او ټپیان شول دافغانستان داسلامی دولت جمهور رئیس محمداشرف غنی ددغه بشری ضد عمل او جنایت دغندلو پرمهال وویل:

دافغانستان مسلمان او عظیم ملت دتاوتریخوالی، اوربند، دهمیشنی او باعزتی سولی ته ژمن دی او دافغانستان داسلامی جمهوریت لومړیتوب هم دی او دی لپاره واضح پروګرام هم لری او په دی برخه کی زمونږ دریځ او موقف روښانه دی او هغه دطالبانو سره د اوربند خپل مینځی او دبین الافغانی خبرو اجندا ده او دطالبانو سره په دی برخه هر وخت خبرو ته تیار او چمتو یو.

پوره باور دی که دامریکا متحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد او دهغه امریکایی پلاوی نور ښکیل اړخونه او دنړی داسلامی سازمان غړی هیوادونه په پاکستان او طالبانو لازم فشار راوړی چی په افغانستان کی دځان مرګو بریدونو او خونړیو چاودنو او نور تروریستی ناوړه بشری ضد اعمالو چی دملکی خلکو د مرګ ژوبلی او تلفاتو لامل کیږی لاس واخلی نو نه یوازی د داسی ناوړه بشری ضد اعمالو مخنیوی کیږی بلکی دقطر دسولی روانو خبری او مذاکری به هم بریالی او دافغانستان د خلکو هیلی او آرزوګانی به هم پوره شوی
شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید