روزنامه ملی انیس

سوله په بین الافغانی مخامخ خبرو کی رامنځته کیدای شی

په دوحه کی دافغانستان له پاره دسولی درامنځته کیدو له پاره دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړی استازی په مشری دامریکایی پلاوی او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دجوړ جاړی خبری چی نهم پړاوته رسیدلی تردی مهاله یی عملی او دډاډ وړ څه نه دی رابرسیره شوی ځکه جګړه په خپل ټول قوت روانه ده او دخبرو دلومړی پړاو راهیسی لاپسی سخته شوی او دافغانانو په مرګ  ژوبله کی کمی نه دی راغلی نو له دی امله هیوادوال زیات باور من نه ښکاری چی مرکچیان دی دافغانانو په مرګ  ژوبله زړه سوی ښکاره کړی او یا دی په جګړه کی کمی راولی. ډیری هیوادوال په دی باور دی چی دسوله ییزو خبرو له لاری دجګړی پای ته رسیدل دافغان دولت له خوا وړاندی شوی او نړیوالو ته یی ورپه ګوته کړه چی جګړه دحل لار نه بلکی دجګړی پای ته رسیدل دخبرواترو له لاری غوره او ګټور دی.

خو مخالف وسله وال چی دجګړی دپای ته رسیدو سره مینه نه لری نه غواړی چی دافغان دولت دمناسب سوله ییزو وړاندیزونو په وړاندی دمخامخ خبرو له پاره ځان تیار کړی. همداوجه  ده چی دسوله ییزو خبرو دلاسته راوړنو بنسټیزه جرړه چی په بین الافغانی مخامخ خبرو کی راسپړل کیږی مخالف وسله وال طالبان یی په وړاندی ستونزی زیږوی او دجګړی پراختیا ته ادامه ورکوی. دملی یووالی دحکومت مشرتابه دواک راهیسی دمتخلفو لارو په لټون سره دسولی درامنځته کیدو هڅی جاری ساتلی او دخپلی ټینګی ارادی له مخی یی دمخالفو وسله والو دزړه بوګنونکو پیښو سره سره په پوره زغم او حوصله مندی سولی ته لومړیتوب ورکړی او مخالفو وسله والو طالبانو ته یی تیاری ښودلی چی بین الافغانی خبری پیل او دجګړی په پای ته رسیدو خبری اتری وشی. افغان دولت چی پرافغانانو دخواخوږی له امله اور بند اعلان کړو هیله یی درلوده چی که یو ورځ په افغان وژنه کی کمی راشی او یا یوه ورځ هیوادوال پرته دویرجنی پیښی څخه په ارامی کی ورځ تیره کړی نو څومره دسکون او خوښی ځای وی چی افغانان یی ووینی خو دریغه چی مخالف وسله وال طالبان دهرافغان مرګ  ژوبله دځان بری ګڼی او هڅه کوی چی دمرګ ژوبلی له لاری واک ترلاسه کړی.

دتاریخ په اوږدوکې دافغانانو ترسر ډیری خونړی جګړی تیری شوی دی اوس به هم نا اعلان شوی جګړی ته ترهغه اوږه ورکړی چی مخالف وسله وال طالبان دپردیو له ځنځیره ځان نه وی ژغورلی. پوهیږو چی زمونږ دهیواد او خلکو دښمنان اوس په دی باوری دی چی په لاس ورغلی وخت څخه ګټه پورته کړی او دافغان وژنی له لاری دجګړی اور تازه وساتی او خپلی شومی موخی ترلاسه کړی خو لاس وهونکو دافغانانو تاریخ په سمه توګه نه دی لوستلی او هغوی دانګریزانو دغلامی پرمهال دافغانانو سرښندنی او ځان تیریدنی هیری کړی افغانان هیڅ وخت دپردیو دناوړه موخو په وړاندی چوپ نه شی پاتی کیدای او هیڅ وخت به دپردی پالو زغم ونه لری. منو چی په جګړه کی به دمختلفو ستونزو سره مخامخ شی خو دهیواد او خلکو په وړاندی هر ډول ستونزو ته اوږه ورکول دافغانانو تاریخی راپاتی شوی میراث دی همدا وجه ده چی هیوادوال په خپلو کی په یوه بل غږ کوی چی لاسونه سره دیو کړی او دلاس وهنونکو هیوادو دسیسو په وړاندی چوپه خوله پاتی نه شی ډیری هیوادونه نه غواړی چی زمونږ په هیواد کی یوه تل پاتی سوله رامنځته شی هر هیواد دخپلو ګټو دخوندیتوب په  لټه کی دی مونږ باید په اوسنیو نازکو شرایطو کی بیدار او هوښیار ووسو او دروانو دسیسو په وړاندی له خپلی ځیرکتیا څخه کار واخلو ترڅو هیواد مو یو ځل بیا دتیر په څیر په کورنی اخو ډب کی راښکیل نه شی او څوکلنی لاسته راوړنی چی دټولنیز ژوند زیاتی خیرښیګڼی له ځان سره لری له مینځه ولاړ نه شی.

لیدل کیږی چی له کوره بهر دسولی روانی خبری ډول ډول انګازی راخپروی کله دموقت حکومت خبره راپورته کیږی او کله بیا دټول ټاکنو دنه کیدو په هکله اوازی راخپریږی خو هیوادوال باید پوه شی چی دولت دسولی دروانو خبرو په پام کی نیولو سره هرڅه له نیږدی څاری ځکه دیوه مسول دولت په توګه خپل مسولیت ګڼی چی پرته دافغانانو له خوښی دی په بل ځای کی نور څوک دافغانانو برخه لیک ونه ټاکی افغانان دډیرو لوړو ژورو څخه راتیر شوی او اوس دخدای(ج) په فضل دهیوادوالو زیاته برخه دسیاسی برخه لیک په پوهیدو پوهیدلی هرهغه څوک چی دولسواکی اویا دهیوادوالو دزیاتی شمیری په وړاندی خپله ناوړه او نامنل شوی موخه تطبیقوی هیڅ وخت به دمنلو وړ نه وی او دیوه سخت غبرګون سره به مخامخ شی. همدا اوس په زیاته پیمانه هیوادوال دټول ټاکنو په کمپاینی بهیر کی دنوماندانو په غونډو کی برخه اخلی او دهغوی برنامی اوری ترڅو هغه نوماند ته رایی ورکړی چی دهیواد دپرمختګ او سوکالی له پاره مناسب وی.

په همدی توګه ویلی شو چی دسولی دملاتړ ترڅنګ دټول ټاکنو څخه دبهرنیو هیوادو ملاتړ راپه ګوته کوی چی ددولت روان سیاسی بهیر خورا ګټور او دډاډ وړ دی چی داسلامی همکاریو سازمان دسولی او ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ وکړو او دولسمشر محمد اشرف غنی سره داسلامی همکاریو دسازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمد العثیمین دسولی دبین الافغانی خبرو او ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ داعلانیدو ترڅنګ دهر ډول همکاریو ته تیاری وښود او ژمنه یی وکړه چی دولسمشریزو ټول ټاکنو دبهیر دڅارنی له پاره به افغانستان ته څارونکی واستوی او دترهګرو سره په ګډه مبارزه کی یی دخپلو تیاریو څرګندونه وکړه.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید