روزنامه ملی انیس

سوله د الهی احکامو پیروی ، دولس غوښتنې ته درناوی او ملی گټو ته ترجیح ورکول دی

جګړه ځپلی افغانان او په ټوله کی افغان مظلوم ولس په خپل پلرنی ټاټوبی گران افغانستان کی له کابو دری نیمی لسیزی اوږدمهالی کورورانی جگړی څخه ډیر په تنگ اوستومانه شوی دی ځکه چی په دغه بدمرغه جگړه کی یی له مادی او معنوی پلوه ډیر کړاوونه اوربړونی لیدلی او گاللی دی نو دمگړی د زړه له کومی په هیواد کی دهرراز سوله ییزی هڅی او خوځښت ملاتړ کوی او دعمل په ډگر کی یی مثبتو پایلو ته په ډیری بی صبری لاری څاری او د سولی په برخه کی دافغان حکومت دمشرتابه هلی ځلی هم ستایی ، د یادونی وړده چی دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی دروان لمریز کال د چنگاښ میاشتی په پنځم مازدیگرد چهارچنار ماڼی کی د سولی عالی شورا او دعلماوو سراسری شورا مشرانو او استازو په گډه غونډه کی په گډون سره په خپلی ارزښتناکی وینا کی هم داسی ویلی وو : نن ټول ملت په لوړ او مصمم غږ سوله غواړی ، د افغانستان دعلماوو د منطقی فتوا په اساس مونږ اوربند وکړ ځکه مونږ تل علماوو ته درناوی لرو، غږ ته یی لبیک وایوو او په لارښوونو یی عمل کوو  ، دعلماوو فتوا  د علماوو او د ملت د خود جوشه ارادی ښکارندویه وه ، ولسمشر څرگنده کړی چی د روژی مبارکی میاشت په اوویشتمه نیټه او دکوچنی اختر په ورځو کی اوربند زمونږ د هیوادوالو په څیرو کی خوښی ، ډاډ او هیلی را څرگندی کړی او دغه اوربند ټولو ته وښوده چی داعظیم ملت لاهم پرخپل افغانیت او اسلامیت ویاړی ، دادی مشوری  هیواد دی چی اجماع یی د ولس پرعام نبض ولاړه اوهراقدام هم پرهمدی اساس ترسره کیږی  ځکه ولس د سولی غوښتونکی دی اوپه دی برخه کی دولس غږ او اجماع واضح دی سوله منل د الهی احکامو پیروی ، دولس غوښتنی ته درناوی او ملی گټو ته ترجیح ورکول دی ښاغلی جمهور رئیس ټولو هیواد والو ته په خطاب کی ټینگار کړی چی دسولی په برخه کی هر اندیښنه او دسولی پروسی دښه والی لپاره خپل وړاندیزونه دی دسولی عالی شورا او جمهوری ریاست سره شریک کړی ، سوله په تیاره کی د غله په څیر نه راځی ، بلکی په روښانه ورځ دافغانانو په همت راځی ، ولسمشر پر افغان وسله والو طالبانو هم غږ کړی چی دافغانستان په هره برخه کی دسولی
د مذاکراتو لپاره چمتودی  ،نو رادی شی چی دسولی په اړه بحث او مذاکرات وکړی دسولی جهت مثبت دی اوپه دی برخه کی باید نور اقدامات وشی ، په دی اړه ملی سیمه ییزه ، بین المللی او داسلامی هیوادونو اجماع موجوده ده او په سوله کی زمونږ دټولو عزت او حیثیت خوندی دی . له شک پرته چی د ښاغلی ولسمشر وینا سل په سلوکی د یوروښانه واقعیت څرگندویه ده ځکه همدا سوله ده چی دخلکو عزت او حیثیت په کی خوندی کیږی او برعکس جگړه ده چی دهغی په لړکی خلک وژل کیږی ، له خپل کورڅخه بی کوره کیږی  ، پردیو ته احتیاج او محتاج کیږی ، هیواد ورانیږی اوبالاخره په پایله کی هم خلکو ته تباهی ، بربادی ، ویر او ماتم ورپه برخه کوی چی عملا ًهم له کلونو کلونو څخه را په دیخوا دبدمرغه جگړی ترخی پایلی مونږ ټولو افغانانو څکلی دی نو ځکه نن افغان مظلوم ولس په یو غږ سوله غواړی ، چی  له نیکه مرغه د جگړه ځپلیو افغانانو ددغه هیلو د تحقق په موخه په گران افغانستان کی د سولی راوستو او اوربند ټینگولو له پاره له بیلابیلو ولایتونو ولسی هڅی هم را پیل شوی دی چی دهلمند دسولی کاروان کابل ته په  رسیدو دځینو هیوادونو دسفارت مخی ته هم دخیمو په درولو سربیره د اړوندو هیوادونو دولت او خلکوته خپل سوله غوښتونکی پیغامونو له استولو وروسته اوس یی د هیواد دشمالی ولایتونو پرلور خپل سوله غوښتونکی ولسی حرکت پیل کړیدی پاک خدای (ج) دی وکړی چی په ټوله کی په جگړه کی ښکیلی لوری په سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته د زړه له تله نه ووایی اودسولی بیرغ هسک کړی ، ځکه دا ټولوته څرگنده شوی  چی زموږ هیواد د تیرو کابو دری نیمو لسیزو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کی له هره پلوه وران ویجاړ او پتمنه افغانان هم د مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسیدلی چی ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کی یوازی گران افغانستان د نابودی لوری ته وکښل شو او مظلوم  افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول نو نن چی موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چی ټول افغانان سره یو موټی شو او د خپل گران هیواد آبادی ترقی او پرمختگ لپاره مټی راونغاړو او په گران افغانستان کی د نیکمرغه سولی د ټینگښت له پاره ټول افغانان د ورونو په څیرسره متحد یوموټی او یو قوت شو او دسولی خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کی ورته شنډه کړو ترهغه چی په دی وتوانیږو چی په هیواد کی د سولی دغه نیکمرغه او بختور حرکت چی را پیل شویدی  دبری تر منزله ورسوو اوخپل گران هیواد له شته ناورین څخه وژغورو اویوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیواد کی ټینګه ، قایم او دایم کړو، په دی هیله چی پرجګړه کی ټولی ښکیلی لوری د افغان مظلوم ولس روا او مشروع غوښتنه چی هغه په دغه جګړه ځپلی هیواد کی د تلپاتی نیکمرغه سولی ټینګښت دی، لبیک ووایی او بین‏الافغانی سولی ته غاړه کیږدی اوخپلی ټولی غوښتنی دسیاسی جوړجاړی اوسوله ییزو مذاکراتو په لړکی مطرح او بالاخره بنسټیز حل ته سره راورسیږی
.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید