روزنامه ملی انیس

سعودی عربستان ژمن دی چې د تروریزم ضد مبارزه کې د افغان حکومت ننګه اوملاتړ کوی

داوقعیت دې چې په دې وروستیو څو  لسیزو کې افغانستان دسیمې او نړۍ دهیوادونو په استازیتوب دترهګرۍ او نړیوال تروریزم پروړاندې په رښتنینې مبارزې بوخت دی او په دې لړکې ستره قربانی هم همدا افغانانو ورکړې ده ، په داسې حال کې چې تروریزم او ترهګرۍ دځینو هیوادونو داستخباراتی سازمانونو له لورې تمویل ، تجهیز او دناوړو موخو دترلاسه کولو لپاره دافغانستان په شمول دنړې ځینو هیوادونو ته دتخریبې او تروریستې فعالیتو ترسره کولو ته لیږدول کیږی   چې په اصل کې دغه منفوره پدیده دنړیوالو پروړاندې یو ستر ګواښ دی  چې ددغې منفورې پدیدې پروړاندې دهمغږې مبارزې په موخه دافغان حکومت مشرتابه تل دسیمې او نړۍ هیوادونو ته دسفر په لړکې خپل غږ اوچت کړی او ددغه ناوړه پدیدې پروړاندې اړوندهیوادونه یې ګډې او همغږې مبارزې ته را بللی دی ، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی سعودی عربستان ته سفر کړی وو او دسعودی عربستان پاچا ملک سلمان دروان لمریز کال دوږی میاشت په درییمه نیټه دافغانستان له ولسمشر محمداشرف غنی سره په کتنه کې ویلی چې هیوادیې دتروریزم پر ضدپه مبارزه کې دافغانستان تر څنګ ولاړ دی ، هیوادیې ټول تروریستی بریدونه چې افغانان په کې وژل کیږی، په کلکه غندی او سعودی عربستان دترهګرۍ دریښو په وچولو او تروریستی ضدمبارزه کې دافغانستان ترڅنګ ولاړ دی ، نوموړی داهم ویلی:« زه دافغانستان وضعیت له نږدې څارم او دافغانستان ددولت په رهبرۍ دسولې دپروسې ملاتړ کوم.» ملک سلمان په افغانستان کې دتلپاتې سولې دټینګیدو او دجګړې دژر تر ژره ختمیدو هیله کړې او ویلې یې دی چې  سعودی عربستان د سیمې دثبات، امنیت او ودې لپاره دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړیکو دښه والی او همکاریو دزیاتوالی هیله لری او باور لری چې دا دواړه مسلمان هیوادونه بایدپه ګډه کار وکړی او سعودی عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی ، همداشان ولسمشر محمداشرف غنی ترهګری او افراطیت دافغانستان او سعودی عربستان په ګډون دسمیې او نړۍ دامنیت او ثبات لپاره لوی خطر بللی او دترهګرې دځپلو لپاره یې دټولو هیوادونو په ګډ کار او مبارزې دټینګار ترڅنګ ، دافغانستان  او سعودی عربستان ترمنځ ددوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په لا پراختیا، دسوداګریزو اړیکو په زیاتوالی، په افغانستان کې دپانګونې او په سعودی عربستان کې افغانانو ته د کاری زمینو پر زیاتوالی هم ټینګار کړی او دا یې دافغانستان دامنیت او ثبات لپاره ګټور بللی دی . بی له شکه چې افغان ولس هم سعودی عربستان ته دافغان ولسمشر سفر ښه ارزوی  او ددې هیله لرې چې دسعودی دولت مشرتابه چې په مختلفو برخوکې افغان ولسمشر سره کومې ژمنې کړی خپلو ژمنو ته دعمل جامه هم واغوندی.البته دی کې شک نشته چې په افغانستان کې روانه بدمرغه جگړه پر افغان ولس له کابو څلورو لسیزورا په دیخوا دپردیو له لورې تپل شوې او په دې لړ کې هم په ستره کچه افغان ولس ته نه جبیره کیدونکی ځانی او مالی زیانونه وراوختی دی ، البته په دی کې هم هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې دروانو جګړو ترشا دسیمی داستخباراتی سازمانونو اوپه ځانګړی توګه دځینو ګاونډیو هیوادونو داستخباراتی شبکو پراخ لاس دى اودغه مغرضی استخباراتی شبکې دخپلو ناوړو موخو دتحقق لپاره دافغان حکومت ټول وسله وال مخالفین اوپه ټولیزه توګه ترهګریزی ډلی په خپله غیږه کې ساتی، روزنه اوپالنه یی کوی، تجهیز کوی یی اوبیا وروسته یی دخپلو ګټودترلاسه کولو په موخه دافغانستان په شمول دسیمی اونړۍ یو شمیر هیوادونو ته دتخریبی او تروریستی اعمالو ترسره کولو ته هم ورلیږی، بناً ددغه ګواښ دمخنیوی لپاره په سیمه ییزه کچه همغږې مبارزې ته ډیره اړتیا ده او دا یو لومړیتوب هم دی ، بنا په ټوله کې بایدوویل شی که چېری نړیوال غواړی چې دتروریزم او ترهګری له شر څخه خلاص او خوندی شی نوبایدپرهغو هیوادونو چې دترهګریزو سازمانونو او مخربو کړیو ننګه او ملاتړ کوی ځانګړی فشارونه ور زیات کړی ترهغه چې عملاً دغه هیوادونه دتروریزم ملاتړ څخه لاس واخلی او په نړیواله کچه دتروریزم پروړاندی درښتینی مبارزی په لیکه کې ودریږی او ددغې منفورې پدیدې پروړاندې دعمل په ډګر کې خپل رښتینولۍ په اثبات ورسوی ترهغه چی په سیمه ییزه او نړیواله کچه دتروریزم او تر هګرۍ ټغر ټول شی او په دی توګه په ټوله نړی کې دبشریت هوساینه له هر ډول ګواښونو څخه خوندی شی او ترڅنګ یې په جګړه ځپلی افغانستان کې هم تلپاتې سوله ،هوساینه او ډاډمن امنیت منځته راشی ترهغه چې وروسته له دې جګړه ځپلی افغانان دسولې په نیکمرغه  فضا کې دخپل ژوندچارې پرمخ یوسې .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید