روزنامه ملی انیس

سرمحقق دکتور محمد شریف ځدران: دسولی مشورتی لوی جرگی پریګړی ملی پریکړی وی

ډاکتر محمد اشرف غنی څلورنیم کاله مخکی دملت په رایو سره د افغانستان منتخب جمهور رئیس وټاکل شو او له هغی ورځی را پدی خوا یې د افغانستان دجنګ ځپلی هېواد دباعزته سولی د رامنځته کولو دپاره یې په ډیر اخلاص او صداقت په کور دننه او بهر خپلی هلی ځلی پیل کړی او دکور ورانونکی جګړی دټغر ټولولو لپاره یې آن پر طالبان په وار، وار دسولی او جګړی دبندیدو غږ کړی دی اوس ولسمشر محمد اشرف غنی له ټول هېواد څخه ۳۲۰۰ کسان دملت دهر قشر په استازیتوب دسولی مشورتی لویه جرګه چې دهېواد په پلازمینه کابل کې دغوی په نهمه نیټه جوړه شوه بلنه ورکړی وه. دموضوع په اړوند د انیس دملی ورځپاڼی خبریال له څوتنو هېوادوالو سره دسولی دمشورتی لوی جرګی دجوړیدو او پریکړو په هکله ځانګړی مرکی کړی چې خپریږی.

سرمحقق دکتور محمد شریف ځدران د افغانستان دعلومو اکاډمی د تاریخ انستیتوت دڅانګی آمر دسولی دمشورتی لوی جرګی په اړه د انیس دملی ورځپاڼی خبریال ته په مرکه کې خپل نظریات داسی بیان کړل: په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د افغانستان دسولی دبرخلیک ټاکلو مسئله مطرح وه نو دسولی دمشورتی لوی جرګی جوړول په افغانستان کې یو ډیر اړین ضرورت او یو ډیر مهم او غوره کار وه ددی دپاره چې مونږ یو تل پاتی او با عزته سولی ته ورسیږو لازمه وه چې لومړی مونږ په افغانستان کې یوه اجماع رامنځته کړو باید ووایم چی دسولی مشورتی لوی جرګی دایرول په خپل ذات کې اجماع دملیتونو ترمنځ اتحاد او اتفاق رامنځته کول دی او ټول افغانان دغه لوی اتفاق ته لبیک وایې. مونږ باید په هېواد کې د اوږدی اوتپل شوی جگړی ستونزه چې هره ورځ افغانان پکی وژل کیږی البته دواړو طرفونو ته، نو افغانان ټول په یوه اتفاق دیوی اجماع په نتیجه کې او همدا راز دنظرونو دشریکولو په نتیجه کې په یوه اتفاق حل کړو او دایو ستر تاریخی کاروه چې د افغانستان دجمهور ریس ډاکتر محمد اشرف غنی دی مسلی ته اراده او اقدام وکړ او مونږ دده دا اقدام ستایو چې د افغانستان دسولی اوجګړی په ارتباط یې وغوښتل یوه اجماع رامنځته کړی، د افغانانو دنظریووالی رامنځته کړه او بلا اخره دسولی د راوستلو دپاره یې ډیره غوره کړنلاره رامنځته کړی ترڅو دهغی کړنلاری پربنسټ باعزته سولی ته ورسیږو.

دکتور محمد شریف ځدران زیاته کړه: زما په نظر دسولی مشورتی لوی جرګی دایریدل دسولی په راوستلو کې اغیزمن رول ولوباوه اول داچې نړی اوبیایې د افغانستان د دولت مخالفانو ته، دا وښوده چې افغان ملت سوله غواړی اوسولی ته ضرورت لری نوبناً ترټولو یو ډیر ستر کار وه چې دوی په یوه غږ او ټولیزه توګه خپل اواز په سیمه او نړی کې اوچت کړ چې مونږ افغانان سوله غواړو او سوله زمونږ یو ملی آرمان دی.

دوهمه مسله داده چې ددی لوی مشورتی جرګی په جوړیدو او پریکړو سره به ذهنیتونه تنویر او روښانه شی اوهم به ظرفیتونه ایجاد شی او په نتیجه کې سولی ته درسیدو په خاطر په یوغږ یوه تګ لاره وټاکل شوه او پرهغی لاره به حرکتونه پیل شی او دالویه او مشورتی جرګه به دسولی په راوستو کې یو ډیر مهم رول ولوبوی او طالبان به هم پدی قانع کړی چې افغانان سوله غواړی او جنګ دحل لاره نده او په جنګ کې دهیچ یو لوری خیرنده او دجنګ له لاری هیڅوک بری ته نشی رسیدلی او زما په عقیده ټولی شته ناخوالی چې په ټولنه کې شتون لری هغه پدی لویه جرګه کې مطرح او انعکاس شوی اوزه باور لرم چې دی لوی مشورتی جرګی دسولی په راوستلو کې مهم رول ولوباوه.

محمد شریف ځدران ددی پوښتنی په ځواب کې هغو سیاسیونو چې دسولی مشورتی لوی جرګی دایرول یې رد کړی وه او هم یې خپل بایکاټ له جرګی سره اعلان کړ داسی وویل: اوس خو په افغانستان کې یو دموکراتیک نظام دی او دلته ددموکراسی اصول دی خو ددموکراسی د اصولو پربنا سیاسیون داحق لری چې خپل نظر او خپله اراده څرګنده کړی او خپل شخصی نظر او دخپل حزبی ګوند نظر څرګند کړی خو دا پر دوی پوری اړه لری.خو زما پیغام به دوی ته داوی چې د افغانستان دسولی مسله یوه ملی مسله ده دسولی مسله یوه ستراتیژیکه مسله ده او دایوه ډیره حیاتی او سرنوشت سازه مسله ده زما پیغام به دوی ته داوی چې دوی دسولی مشورتی لویه جرګه نباید رد اوسبوتاژ کړی وایې بلکی دوی او د دوی استازو باید پدی تاریخی جرګه کې برخه اخستی وایې او دا جرګه یې په یومؤثر لوری باندی رهنمایی کړی وایې ترحو دجرګی پریکړی دسولی په راوستوکې ډیری اغیزمنی تمامی شوی وایې او زما په عقیده د دوی برخه اخستنه په جرګه کې ګټوری وی ددی پرخای چې دوی په جرګه کی ګډون ونکړ.

خو هیله داوه چې دوی په دی تاریخی جرګه کې ملی ګټی په نظرکې نیولی وایې او هم یې دجګړی پریکړی تایید کړی وایی اوس چې دغوسیاسیونو په دی جرګه کی ګډون ونکړ دجرګی په پریکړو باندی هیڅ منفی اغیزهم ونکړ داجرګه کامیابه وه ځکه دی جرګی دملت استازیتوب کاوه دا دیوی ډلې، یوقوم، یو یا دوه ګوندونو او حزبونو نمایندګی نه کوله بلکی دی لوی مشورتی جرګی ته داستازی ورته راغلی وه او ددی جرګی پریکړی هم ملی پریکړی وی اوهم سرنوشت سازه پریکړی وی او د افغانستان دولت به سولی ته درسیدو په خاطر دجرګی د ۲۳ تصویب شویو مادو په رڼاکې خپل تصمیمونه نیسی او مونږ یې ملاتړ کوو.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید