روزنامه ملی انیس

سرغړونکو سره دی قانونی چلندوشی

په داسی حال کې چې دهېواد او خلکو دپرمختګ ضد عناصرو دګواښ او ویری اچونی خبرتیاوی خپری کړی وی خوپه هېواد مینو هېوادوالو دهر ډول مرګ  ژوبلی په زغملو سره دټول ټاکنو په ټاکل شوی ورځ دمحل ویش سره سم درایې ورکونی مرکزونو ته حاضر شول او دهېواد دښمنانوته یې وښوده چې افغانان دهیڅ پردی پالی دګواښ او ویری اچونی څخه ډارنه لری او دخپلی خوښی نوماند ته رایې ورکوی. دخلکو ګڼی ګوڼی وښوده چې هېوادوال دولسواکۍ دښیګڼو له‎پاره هڅه کوی ترڅو په هېواد کې دخلکو دپراخو پرګنو دملاتړ وړ واکمنی رامنځ ته شی څو هېواد دتیرو او اوسنیو راپاتی شویو ستونزو او ناخوالو څخه وژغورل شی خو ځینی چې په کور دننه او بهر دولسواکۍ پروړاندی ستونزی او خڼډونه پیدا کوی په دی فکر دی چې په یو ډول نه یو ډول دولسواکی په وړاندی ستونزی را پیدا کړی او دغه ملی پروسه چې لا اوس هم پخیدوته نه ده رسیدلی دناکامی سره مخامخ کړی. ویلی شو چې که هرهغه څوک چې دهېواد دسوکالی او پرمختګ په فکر کې وی نو د نیمګړتیاو په زیاتوالی ناوړه او بی ګټی هڅی نه کوی ځکه د نیمګړتیاو او تشو رغاونه درښتینی مرستی دلاس په ورغزونه رغاول کیږی نه په تخریبی شکل موږ د ډیرو تخریبی هڅی ونیو هغوی چې خپلی ګټی په خطر کې وینی په مختلفه بڼه او پلمه دټول ټاکنو بهیر تخریبوی او دچارو دسمون په وړاندی ستونزی را پیدا کوی. مناسبه او پرځای وه چې ددی ملی پروسی دښه سمبالښت له پاره په ګډه درښتینو هڅو پر بنسټ ګام پورته شوی وی ځکه دهېواد اقتصادی بڼه د ډیرو پرمختللو سامان آلاتو د رانیولو توان نه‎لری ټولی چاری دنړیوالو مرستندویه هېوادو په مالی مرستو تمویلیږی غوره وه چې دیوه ښه او ځیرک مدیریت له‎مخی چاری مخکی له مخکی سمبال شوی وی خو اوس چې په شتو امکاناتو ټول ټاکنی ترسره شوی باید په ډیره هوښیارتیا اوسنیو نیمګړتیاو ته په یوه سنجول شوی ارزونی ځواب وویل شی ځکه دستونزو د راقابوکیدو له پاره هم باید په پوره حوصله مندی ځواب وویل شی باید ومنو چې دنیمګړتیا دشتون له امله یو لړنیوکې رابرسیره شوی چې خلک یې داندیښنو سره مخامخ کړی دی کیدای شی چې دنیوکو له پاره مناسب ځواب پیدا شی او د خلکو اندیښنی هم له منځه ولاړی شی هېوادوال دخپل پراخ ګډون دلاس ته راوړنو له پاره انتظار باسی ترڅو دقضاوت څښتنان یې دګډوی په وړاندی څه ډول ډالی ورکوی. دټول ټاکنو دمسؤلینو دویناو پربنسټ چې په چاروکې نیمګړتیاوی او ستونزی منی خو د هېوادوالو درایې ورکوونکی په هکله ژمن دی چې رڼی اوپاکې رایې به دناپاکو څخه جلا کوی ځکه هرهغه چاچی ددی ملی پروسی په وړاندی خیانت کړی او دتقلب له لاری یې صندقونه ډک کړی په وړاندی به یې قانونی چلند وشی او هرکار کوونکی چې دتقلب زمینه برابره کړی وی دیوی رڼی ارزیابی له مخی به عدلی او قضایې ارګانونو ته وروپیژندل شی.

غوره او مناسبه به وی چې دچارو روڼتوب له پاره په تقلب کې ککړکسان دډله ییزو رسنیو په وړاندی هېوادوالو ته وروه پیژندل شی ترڅو دهېوادوالو قناعت حاصل او دټول ټاکنو په روڼتوب یې باور پیدا شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید