روزنامه ملی انیس

زغم او حوصله مندی د ستونزو دهواری لامل گرځی

په دوحه کی ځڼډیدلی خبری د هیوادوالو اندیښنی وړ ګرځیدلی ځکه تمه پر دی وه چی د خبرو په اجندا او میکانیزم به دومره اوږدمهاله خبری نه وی او ترڅنګ به د خبرو دواړو خواوی په دی وتوانیږی چی د یوه زغم له مخی په افغانانو باندی د زړه خوږی له کبله ژرترژره رسمی خبرو ته لار هواره شی او د اوربند په رامنځ ته کیدو به موافقه وشی خو معلومیږی چی د تماس دواړه خواوی په دی نه دی توانیدلی چی شته ځڼډونه هوار او رسمی خبرو ته سره کښینی. همدا وجه ده چی دهیوادوالو هیلی په مړاویدو دی او د سولی په رامنځ ته کیدو یی باور له لاسه ورکړی اوس چی د خڼډونو د هواری له پاره هڅی روانی دی وړاندوینه کیږی چی که خبری اوږد مهاله وی نو د تاوتریخوالی د راکمیدو په هکله دی پر افغانانو زړه سوی وشی او د سوله ییزو خبرو ترڅنګ دی د تاوتریخوالی په هکله پریکړه وشی ترڅو د افغانانو په مرګ ژوبله کی کمی راشی او له لاسه وتلی باور بیا ترلاسه شی. همدا اوس د هیواد په مختلفو سیمو کی د جګړی پراختیا او سختووالی تر سترګو کیږی چی هره ورځ پکښی افغانان وژل کیږی او جوړی شوی ودانی بیا په کنډوالو بدلون مومی. نو که مخالف وسله وال طالبان په رښتینتوب سره سولی نه ژمن وی د خبرو اترو ترڅنګ دی د تاوتخریوالی د راکمیدو په هکله د افغان دولت سوله ییزو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایی ترڅو افغان وژنه راکمه او د باور فضا رامنځ ته شی. ولسمشر محمد اشرف غنی په وار وار د اوربند په رامنځ ته کیدو ټینګار کړی او وړاندوینه یی کړی چی مخالف وسله وال طالبان ولی له اوربند څخه ویره لری راشی چی سوله ییزو خبروته ادامه ورکړو او د اوربند له پاره شرایط برابر کړو. دغه راز د دولت واکمنان او په ځانګړی توګه ولسمشر محمد اشرف غنی په هغو طرحو کار کوی کومی چی د همیشنی او تل پاتی سولی له پاره اړینی دی ځکه د سولی د رامنځ ته کیدو پرمهال د مخالفو وسله والو طالبانو له پاره د جذب پروسه او د هغوی وسله وال د ملی وسله وال پوځ له لیکو سره یوځای کیدل هغه څه دی چی د تیاریو وړ ګڼل کیږی نو ځکه ولس مشر په دی هاند دی چی د نړیوالو د ملاتړ ترڅنګ هغه لاری باید ومندل شی چی د سولی د لاس ته راوړنو څخه غوره ګټه پورته شی او د یوه مناسب مدیریت له مخی هغه ټولنیزی ستونزی هواری شی کومی چی همدا اوس ورسره افغانان لاس او ګریوان دی.
ډاډه یو چی که مخالف وسله وال طالبان د هیواد ستونزمن بهیر او د لاس وهونکو د لاس وهنی په هکله ژور فکر وکړی نو شونی ده چی افغان دولت وړاندیزونو ته به مثبت ځواب ووایی او د یوی ګډی هڅی له مخی به د ستونزی په هواری کی برخه واخلی ځکه د هیواد پیچلی او ستونزمن حالات را په ګوته کوی چی اوسنی جګړییزی ستونزی او د هیواد وران ویجاړ اقتصاد پرته د یو موټیتوب څخه ناشونی او اوږد مهاله ښکاری نو له دی کبله پر دی خبره ټینګار کیږی چی د یوو او بل په وړاندی د زغم او د یوه او بل د منلی له مخی سره یوشو او څو کلنی جګړی ته د پای ټکی کښیښودل شی. ښه به وی چی د افغان وژنی په هکله ژور فکر وشی ځکه اوس د بهرنیو پوځی ځواکونو د وتلو په هکله هوکړه لاس لیک شوی او د وتلو بهیر یی پای ته د رسیدو په حال کی دی نو چی پهرنی پوځونه د وتلو په حال کی وی نو افغان وژنه د څه له پاره روانه ده په دی هکله د ژور فکر څخه کار اخستل په کار دی ځکه چی افغان دولت هر وخت او هره شیبه د سوله ییزو خبرو وړاندیز کړی او ترڅنګ یی دی ته لیواله دی چی د جګړی د پای ته سریدو له پاره په هر هغه څه خبری کوی چی جکړه را ټوکوی نو د جګړی دوام د څه له پاره باید دجګړی دواړه غاړی د خبرو ترسره کیدو ته ژمن ووسی او د هر هغه خڼډ د له مینځه وړو له پاره بی دریغه هڅی ونه سپموی کومی چی اړینی او سولی ته لار هواروی اوس د جګړی هر قربانی او هر افغان په دی هاند دی چی افغانان به په خپلو کی د افغان وژنی د بندیدو له پاره مناسبی لاری ولټوی او پری به نه ږدی چی د لمسونکو لاس را اوږد شی ترڅو د افغانانو ترمنځ خپلی ګټی ولټوی. نور باید افغانان خپلی ګټی پخپله ولټوی. د پردیو د ګټو د خوندیتوب له پاره افغانان ونه وژنی او خپل هیواد نور کنډواله نه کړی.
ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید