روزنامه ملی انیس

رښتینې بدلون به په هوساینه بدلون ومومی

دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان سفر دامریکا متحده ایالاتو ته په داسی وخت کی ترسره شوی چی دافغان سولی له پاره دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان سولی دخبرو نوی پړاوته ځان تیاروی درسنیو څخه راخپاره شوی رپوټونه وایې چی زلمی خلیلزاد به دافغان چارواکو سره په کابل کی دسولی دخبرواترو په هکله خبری وکړی خو څرګنده نه ده چی دمخالفو وسله والو طالبانو سره به یې دا ځل خبری کله را پیل کیږی دسوله ییزو خبرو روان بهیر راجوتوی چی زمونږ په هیواد کی روانه جګړه خو را زیاتی او ستونزمنی جرړی غزولی او دپای ته رسیدو له پاره یې لار پیچلی او دستونزو ډکه ښکاری خو تمه پردی ده چی اوس دامریکا متحده ایالات او دهغی ستراتیژیک اڼډیوالان لیواله دی چی روانه جګړه هر څومره چی ژر کیږی پای ته ورسیږی.

خوشنونکی باوری دی چی که پاکستان په خپل لاس وهونکی سیاست کی بدلون رامنځته نه کړی نو جګړیېزی ستونزی نه شی هواریدای ځکه چی دافغانستان دولسمشر ویاند صدیق صدیقی دشنبی په ورځ په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی (( افغان حکومت داسی شواهد لری چی له پاکستانه دکندهار دبرید رهبری کیدل په ډاګه کوی او لاهم پاکستان دترهګرو او دافغان حکومت دوسله والو مخالفانو ځالی ساتی.

صدیقی په خپلو خبرو کی امریکا ته دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان دسفر په هکله وویل: کابل هیله من دی چی دافغانستان په وړاندی دپاکستان دپالیسو دبدلون په اړه پردغه هیواد دامریکا فشارونه نتیجه ورکړی که څه هم پاکستان ژمنی کوی او خپله سوله په افغانستان کی په سوله کی لټوی خو افغانستان لاهم دپاکستان عملی اقدامات نه دی احساس کړی مونږ اوس هم دافغانستان پروړاندی دپاکستان دپالیسیو دبدلون په تړاو دامریکا او اسلام آباد دهڅو ته محتاطانه خوشبین یو. اړتیا ده چی پاکستان مونږ ته دا هرڅه به عمل کی راښکاره کړی.

صدیقی زیاتوی: که پاکستان رښتینی وی د ډیورڼډ کرښی هغه غاړی دطالبانو پوځی مرکزونه دی وتړی چې په افغانستان کې له سولی او ثبات سره مرسته وشی.)

خو د مخالفو وسله والو طالبانو د وروستیو جګړییزو هڅو څخه معلومیږی چې لاهم پاکستان په خپل لاس وهونکی سیاست کې بدلون نه دی راوستی او هغه ژمنی چې د افغان دولت دلوړ پوړو چارواکو سره په لیدو کتو کې ترسره کړی عملی بڼه نه لری. نو له دی امله هېوادوال په امریکایې چارواکو غږ کوی چې داخل دپاکستان سره په خبرو اتروکې دپاکستان غولوونکی دوه مخی سیاست ته په پاملرنی سره ټینګار وکړی چې ژمنی عملی بڼه ولری او د افغان دولت په وړاندی دلاس  وهونکی سیاست پرځای دسولی په راوستلو کې رښتینی هڅی او عملی لاس ته راوړنی ولری. باوری یو چې امریکایېان به په خبرو اتروکې دپاکستان تیری کړنی او د ترهګرو په وړاندی دپاکستان چلند ښه او هر اړخیز ارزولی وی نوځکه تمه پردی ده چې په خبرو اترو کې رښتیتنوب او عملی هڅو ته زیاته پاملرنه راوګرځول شی او دسیمی په کچه دترهګرییزو ډلو د راټولیدو او را ټوکیدو ځای دتل له پاره له منځه ولاړشی اوس ټولو نړیوالو ته معلومه شوی چې ترهګری ډلی له کومه ځایه را پیدا کیږی او دسیمی امنیت دچاه له خوا دګواښ سره مخامخ دی نو غوره ده چې خبری باید رڼی او رښتینی ترسره شی او دسولی په روانو خبرو کې دځینو خڼډونو په له منځه وړوکې عملی او ګړندی ګامونه پورته شی څو دسولی روانی خبری چې کله د ډاډ وړ او کله بیا دناهیلی سره ملګری وی نو باید هڅه وشی چی خبری په باوری فضا بدلون ومومی او دسیمی دهېوادو یوزاینی هیله چې سوله ده رامنځ ته شی چې په دی کار سره به هم دپاکستان په ټولنیز ژوند کې بدلون راشی او هم به دسیمی هېوادونه په پوره ډاد د اندیښنو پرته د راکړی ورکړی دپراختیا له پاره ښی چاری ترسره کړی.

ډاډمن یو که پاکستان دسیمی په کچه په خپل بهرنی سیاست کې نوی خوځښت او بدلون رامنځ ته کړی نو شونی ده چې د ژوند پرآسانتیاو او دپرمختګ پرمختلفو لارو به برلاسی ومندل شی خو که چاری دتیر په څیر لاس وهونکی وی نو هیله نه شته چې د دواړو هېوادو شته ترهګریېزی ستونزی دی دنورو اقتصادی ستونزو له پاره لار هواره کړی. که پاکستان غواړی چې بدلون رامنځ ته شی نو په کړنو کې دی بدلون راولی او دترهګرو دلاس نیوی څخه دی لاس واخلی ترڅو له لاسه وتلی باور بیا ترلاسه او دوکړو ژوند یی په هوساینه بدلون ومومی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید