روزنامه ملی انیس

روژه د پاک الله(ج) عبادت تر څنگ گڼی گټی هم لری

له حضرت سلمان فارسی (ص) څخه روایت دى چې حضرت‎رسول الله (ص) دشعبان میاشتې په وروستۍ ورځ چې سبا ته یې روژه وه وفرمایل : اى خلکو په تحقیق سره د روژې مبارکه میاشت راغله ، په دې میاشت کې یوه شپه ده چې په دغې شپه کې عبادت کول دنورو میاشتو له عباداتو څخه غوره دی، نو پاک الله (ج) په همدغې میاشت کې روژه فرض کړې ده ، په دې میاشت کې که څوک یوفرض اداکړی د نورومېاشتو د اویا فرض عملونو په اندازه اجر او ثواب لری، دا میاشت د صبر میاشت ده او دصبر بدله جنت دى. یعنې هرڅه موجود دی ،خو دپاک خداى (ج) دحکم پرځاى کولو لپاره له هغو څخه استفاده کولى نه شو، دروژې میاشت دخواخوږۍ میاشت هم ده او په دې میاشت کې په یقین سره د هر مومن رزق او روزی زیاتیږی ، نو که دیو روژه لرونکی د روژه ماتې خواړه برابر کړی او وریې کړی  نوګناه به یې معاف شی او د دوزخ له عذاب څخه به دهغه د ژغورنې سبب شی.او د روژه لرونکی دروژې داجر او ثواب په اندازه به پاک خداى (ج) دې شخص ته هم اجر او ثواب ورکړی،له دې پرته چې د روژه لرونکی له اجر اوثواب څخه څه کم شی، پر دې بنسټ په ټولیزه توګه د روژې مبارکه میاشت د رحمتونو اودګناهونو دبخښنې او جنت ته د داخلېدو میاشت ده ، نو هر مؤمن مسلمان ته ښایی چې په دې مبارکه میاشت کې په رښتینې توګه دپاک خداى (ج) عبادت په بې ساری ډول ادا کړی اوالبته سره له دې چې روژه دنفس پاکوالى دى  د نظر دخاوندانو په باور اقتصادی ،ټولنیزې، روغتیایی او نورې ګټې هم لری چې په لاندې توګه ترې یادونه کولى شو:

اقتصادی ګټې: روژه ددې ترڅنګ چې دالله (ج) یوځانګړى عبادت دى ، د روژه لرونکی لپاره اقتصادی ګټه هم لری، روژه ده ته ددې لارښوونه کوی چې باید سپما وکړی اوتل په مړه ګیډه ونه ګرځی، ددې پرځاى چې په
۲۴ ساعتونو کې درې یاڅلور ځلی خپلې ګېډې ته خواړه ورکښته کړی، کولاى شی یوځل اویا دوه ځلې یې په متوسطه توګه مړه کړی، په دې شکل روژه لرونکی کولاى شی خپل ۲۴ ساعته دخوړو لګښت (پنځه دېرش) سلنې ته راکم کړی هغه سپما شوی خواړه چې روژه یې د روژه لرونکی له ګیډې څخه سپموی که روژه لرونکی له بیوزلې طبقې څخه وی کولاى شی دهغه دمعیشت معیار په دې وجه بهتر کړی چې دهغه دیوې ورځې دخوړو مصارف دروژې په برکت د درېو ورځو لپاره کفایت کولاى شی اوکه روژه لرونکی له شتمنې طبقې څخه وې هم د روژې له برکته یې دسپما پروګرام دمساکینو او دهغو په څنګ کې د اوسېدونکو ګاونډیو او بېوزلو پر اقتصادی حالت مثبت اثرات پرځاى پرېږدی په دې شکل هغه خواړه چې دهغه له خوراک څخه سپمول کېږی کولاى شی، ددې پرځاى چې خراب شی، پرنږدی ګاونډیو مساکینو یې ووشیی، بل داهغه مصارف چې دیوه سرمایدار په ورځنی خوراک دوه یا درې ځلې کېدل اوس د  روژې په برکت یوځلی کېږی، چې دپېشلمی لپاره هم استفاد ورڅخه وکړی. داسپمیدلى مواد روژه لرونکی کولاى شی دټولنې د لوېدلو افرادو داقتصادی حالت دښه والی لپاره ولګوی یا خو یې هغوى ته ورکړی اویا ورته دکار او روزګار ځینې مواقع برابرې کړی اویا یوبل اجتماعی مشکل ورباندې حل کړی.

ټولنیزې (اجتماعی) ګټې :

همدا راز روژه هرمسلمان ته د شتمنۍ قدر ور پېژنی. دالله تعالى بې شماره نعمتونه چې دانسان ډېر لږ پام ورته کېږی، خو روژه یې ورته متوجه کوی چې دهمدغو نعمتونو شکر ادا کړی ، روژه امیر او فقیر ، پادشاه او ګدا او دټولنې ټول طبقات په مساوی شکل دیوه اوبل په څنګ کې دروی ، روژه موږ انسانانو ته دلوږې تکلیف ورپیژنی او تږی مسلمان ته د اوبو اهمیت ورپیژنی ، روژه  سرمایه داران اوبډایان پوهوی چې دټولنې لویدلی طبقات ((مساکین))  چې دوسایلو له کمښت سره ټول ژوند لاس او ګریوان وی، څرنګه د لوږې له هغه مشکل سره ټول ژوند ډغرې وهی کوم چې هغه یې د یوې ورځې لپاره دتحمل توان هم نه لری، ځکه خو الله تعالى (ج)  یې دفرضیت اصلی او اساسی مقصد داښودلى دى چې مسلمانان دتقوا خاوندان جوړ شی. پر مختللی انسانی طب داثابته کړې چې روژه معده هوساکوی اودهاضمې سیستم منظم اوفعالوی اود روژه لرونکی بدن له اضافی وازدو څخه خلاصوی ،خو داهغه وخت چې روژه لرونکی د روژه ماتی اداب په پام کې ونیسی. یو څو دانې خرماوې او اوبه په روژه ماتی کې وخوری اوکوم خوراک چې شوى په کې داعتدال لاره غوره کړی. په یوحدیث شریف کې راغلی دی: ژباړه: له ابوهریره (رض) څخه روایت دى، چې رسوال الله (ص) وفرمایل : روژې ونیسئ چې صحت او روغتیا ومومۍ. روژه نیول دهغه چالپاره چې دخوږې (شکرې) په ناروغۍ اخته وی طلایی چانس دى چې د روژه لرونکی شکر راکښته کړی ،په دې اساس دپانقراس غدې ته دښې هوساینې وخت ورکوی، پانقراس دبدن هغه غړى دى چې (انسولین) تولیدوی ، نو که چېری خواړه له تولید شویو انسولینو زیات وخوړل شی، دپانقراس غده له ستومانۍ سره مخامخ کېږی او نه شی کولاى خپله دنده سمه سرته ورسوی، نو د(شکرې) ناروغۍ منځته راځی. ځینو هېواد والو او مومنو مسلمانو وروڼو کوښښ وکړ، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دپاک خداى (ج) عبادت وکړی اوپه سمه طریقه روژه ونیسی چې درښتینو مسلمانانو په کتار کې حساب شی اودرب العزت په دربار کې ستاسو هرډول دعاګانې مستجاب اوهم مود رښتینى عبادت ترڅنګ روغتیا خوندی شی ځکه چې دروژې نیول د پاک الله (ج) دعبادت ترڅنګ اقتصادی ،ټولنیزې،روغتیایی او نورې ښیګڼې او فایدې هم لری.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید