روزنامه ملی انیس

د UN امنیت شورا اعلامیه او پرطالبانو غږ

د۱۳۹۷ لمریز کال وږی ۷ مه د ۲۰۱۸میلادی کال د اګست ۲۹ مه، دملګرو ملتونو UN اړوند د امنیت شورا مشرتابه دیوې اعلامیې په ترڅ کې له طالبانو غوښتی چې له ځڼډ پرته د اوربند اعلان کړی.

په دې اړه مختلفو رسنیو لکه د شینهوا اطلاعاتی آژانس او نورو تحلیلی تبصر‎ې کړی اوپه ټوله کې دملګرو ملتو UN د امنیت شورا له آدرسه یې د افغان دولت له خوا دلوی اختر له عرفی ورځی څخه پیل بیا د میلاد النبی(ص) ترمبارک میلاد ورځی دنمانځل ترمهاله پوری یو طرفه مشروط اوربند یې ښه ارزولی منلی او ستاینه یې کړې ده دافغان دولت دغه نیک اقدام په نورې نړۍ او مسلمان هېوادونو کې مهم په عزت سره یاد شوی دی. دملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې خبری پانې کې راغلی دی چې (د امنیت شورا چمتو دی چې په افغانستان کې دسولی ټینګار راوستوله پاره، هغه هم د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت سره عمل، چې په افغانستان دټیکاو او سولی د راوستو لامل وګرځی هغه تاییدوی او په بشپړه توګه یې حمایت کوی، د افغان دولت د سوله ییزی هڅی ستایی او سولی ته درسیدلو هدف یې ستایې او خپل حمایت اعلانوی)دیادښټ وړدی چې دولسمشر محمد اشرف غنی د ۲۰۱۸ میلادی کال داګست په ۱۹ مه نیټه، وروسته له دې چې په کابل او نورو سیمو کې دطالبانو له خوا څو وژونکی حملی وشوی دولت له هغی وروسته دلوی اختر په احترام دعرفی له ورځی څخه تر مولود شریف پوری یوطرفه مشروط اوربند اعلان کړ خو تراوسه طالبانو، دغه نیک اقدام ته مثبت ځواب نه دی ویلی په داسی حال کې چې دطالبانو یوشمیر بندیان یی هم په لوی اختر کې عفو کړل او آزادی کړل، خو طالبان چې کوم آیین ته چې اسلامی، حقوقی او افغانی ارزښتونه پکښی شته وفادار پاتې نه شول او اوربندی اعلان نه کړ.

هیله ده چې دملګرو ملتونو اوسنی وړاندیز ډیر ژر ومنی او عملی کړی دابه یوښه بشری او اسلامی او افغانی اقدام وی.

قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید