روزنامه ملی انیس

د ښوونکې د نړیوالې ورځ په ویاړ؛ ښوونکې په حقیقت کې دپوهې د ډیوې ځلوونکې دی

پوهنه رڼا اوناپوهی جهل اوتیاره ده ، ځکه که چیرې دنړۍ دهرې برخې پرمختگونو ته نظر واچوو دابه ټولوته څرگنده شی چې لامل یې یوازې همدا پوهنه او پاک الله (ج) ورکړې فکری وړتیا ده  ، چې پربنسټ یې انسان په دې توانیدلی ترهغه دژوند په بیلا بیلو برخوکې دنوښتونو   پرمختگونو او خوځښتونو په لور تکل  وکړی اوپه دې اړوند ښې لاسته راوړنې ولری اوس مهال په نړۍ کې پرمختللی تخنیک اونوې تکنالوجی دهغوئ د پوهې برکت گڼلی شو اودپوهې بنسټ ایښودونکې خو یوازې او یوازی همدا ښوونکې بلل کېږی ، له شک پرته همدا ښوونکې دی چې تل په خپلونه ستړی کېدونکو هڅو اوهاند د ټولنې نوی نسل روزی اوپه پرله پسې توگه یې دنړۍ دعلم ، پوهې تخنیک اوتکنالوجی له پرمختگونو او په بیلا بیلو برخو کې له نویو کشفیاتو څخه یې باخبره ساتی اونویو خوځښتونو ته یې هڅوی ، اوس مهال ټول په دې پوهیږو چې په هیواد کې د سیاسی بدلون په ترڅ کې د ټولو هیوادوالو پرمخ   د هوسا  پرمختللی او نیکمرغه ژوند نوې لاره پرانیستل شوې ده ، خو دهرانسان  په سپیڅلی احساس  فکر نوښت او خوځښت پورې تړاو لری ،  ترهغو خپل ځانونه او خپل اولادونه  دی ته وهڅوی چې نور دتل له پاره په خپلو زړونو کې دبدمرغی جګړی پروړاندې کرکې او نفرت ته ځای ورکړی ، ځکه چې همدا پرافغانانو تپل شوې ناوړه او کرغیړنه جگړه ده چې زمونږ ښکلی هیواد یې له مادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ کړی اوپټمن افغانان یی هم دژوند په چاروکې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان کړی اوپه دې توگه یې دهیوا د  راتلونکې نسل هم دعلم اوپوهې له بې ساری نعمت څخه په بشپړه توگه بې برخی پاتی کړی ، خوله نیکه مرغه دم گړۍ په ټول هیواد کې گڼ شمیر ښوونځئ ، مدرسې او پوهنتونونه دهیواد دماشومانو   تنکېو ځوانانو دسالمې روزنې له پاره چې په حقیقت کی د گران هیواد راتلونکې هم په دوئ پورې اړه لری پرانیستل شوی او هره ورځ په میلیونونو تنه زده کوونکی او محصلان یعنې نجونې اوهلکان په ډیره مینه اوشوق ښوونځیو  مدرسواو پوهنتونونو ته ورځی  ترهغو چی دهیواد دبااحساسو  زړه سواندو او سپیڅلو ښوونکو او استادانو له خوا په نه ستړی کېدونکو کوښښونواوهلوځلو چې دعلم اوپوهې بنسټ ایښودونکې دی په سالمه توگه وروزل شی او دعلم اوپوهی پرگاڼه سمبال شی  خوپه ډیرې خواشینۍ سره باید وویل شی چی د پردیو په لمسون هغوئ چی په گران هیواد افغانستان کې یې ترقی اوپرمختیا نه لوریږی زمونږ دهیواد په ځینو ولایتونو کې ښوونځئ چې دعلم اوپوهې زانگو بلل کېږی په ډیرې بې رحمی سوځوی او دروازې یې دزده کوونکوپرمخ تړی چې داپه خپل ذات کې له علم اوپوهی او له راتلونکې نسل سره د دوئ دښمنی گڼلی شو ، له دغو توطئو سره سره  بیا هم له نیکه مرغه د پخوا په پرتله په هیواد کې د نسبی امنیت په تأمین سره هره ورځ په میلیونونو تنه نجونې او هلکان دعلم اوپوهی دزده کړی په خاطر ښوونځیو او پوهنتونونوته روان دی ، نواوس د  گران هیواد دهر بااحساسه ښوونکی اواستاد ایمانی او وجدانی ستر مسئولیت دی چې ددې هیواد راتلونکې نسل په ښه توگه وروزی ترهغه چی په راتلونکې کې له هره پلوه زمونږ جگړه ځپلی هیوادوال پردیوته اړتیا احساس نه کړی ،  بلکې دژوند په بیلا بیلو برخو کې د خپل علم او پوهی له برکته له روغتیایی خدمتونو څخه نیولی بیا دژوند په ټولواړینو برخو کې زمونږ اړتیاوی په خپل هیواد کې پوره اوسمبالښت ومومی ، دیادونی وړ ده چې په لومړی قدم کې دهیواد ټول زده کوونکې او محصلان باید په هراړخیز ډول دخپلو ښوونکواو استادانو درناوی ولری او په پوهنیز ډگرکې دهغوئ له هرډول لارښوونو او سپارښتنو اطاعت وکړی او په دویم قدم کې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته ښایی چې دهیواد ښوونکې او استادان له مادی اومعنوی پلوه تل وستایی او دستونزو دحل له پاره یې بیړنی اقدامات وکړی ترهغو چې دوئ په ارام زړه او هوسا خاطر دهیواد دنوی نسل د روزنې په برخه کې خپله هیڅ راز پوهنیزه وړتیا ونه سپموی ، دغه راز دیادولو وړ ده چې ښوونکې د ټولنې له افرادو څخه یو فرد دی ، دښوونکې په زیاراو کوښښ په ټولنه کې د عدل  مساوات او ورور گلوی فضا منځ‎ته راځی او هرډول تعصب او تربگنۍ له منځه ځی ، دجهل او ناپوهی ځای پوهه او  دتورتم ځای رڼا نیسی اوبالاخره دښوونکی د زیاتوهڅو په نتیجه  کې  یوه سالمه او مترقی ټولنه جوړیږی اوپه دی توگه د  ټولنې ټول  وگړی د  ارام ژوند خاوندان کېږی او په کومه ټولنه کې چې دعلم ډیوه مړه وی او  خلک  دښوونکې قدر اومقام نه پیژنی  نوبیا دتباهی ،  بربادی اوهلاکت څخه پرته بله کومه  ثمره په لاس نه  راځی،  وحشت  ظلم او زیاتی عام کېږی ، ان تردې چی انسانی کرامت تر پښو  لاندی کېږی . بناً ښوونکې داسلام په مبین دین کې خورا زیاد اهمیت او ستر مقام لری او همدارنگه پیغمبر(ص) دلومړی ښوونکی په صفت را استول شوی دی ترهغوچی خپل امت ته د نجات  اوکامیابی لاره وښیی  پردې بنسټ اړینه ده ، چې په  هراړخیزډول ددغه سپیڅلی ذات د سترمقام درناوی او دغوره لارښوونو اطاعت  یې وشی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید