روزنامه ملی انیس

د ژمی په ساړه موسم کې د ځان او خپلو ماشومانو روغتیا خوندی کړئ

بې له شکه په رښتینی توګه په دې خو هر څوک پوهیږی چې په نړۍ کې د هر انسان لپاره د هر څه نه غوره سرمایه روغتیا ده او له روغتیا پرته انسان خپلی چاری په ښه توګه سرته نه شی رسولی، ځکه په خپله روغتیا د هوساینې زیږنده ده، نو په دی اړوند ضروری بریښی چې هر انسان باید د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپلې ټولنې د غړو د روغتیا په ساتنه او څارنه کې له ځانګړې پاملرنې څخه کار واخلی. د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د تیرو کابو څلورو لسیزو جګړه ییز ناتار ټول هیوادوال په جسمی او روحی توګه ځورولی او غمجن کړی دی او بې شمیره زړه بوګنوونکې غمیزې او ناخوالې یې هم زغملی دی، نو اوس  چې د خدای(ج) په فضل هیوادوالو ته د یوې هوسا راتلونکی په لور لاره پرانیستل شوې ده. په دې اساس هر هیوادوال په لومړی قدم کې ددې لیوال دی چې له هره پلوه د یو ډاډمن امنیت درلودونکی شی ترڅو د سولې په ډاډمنه فضا کې یې د روحی او جسمی
نا آرامیو لمنه ټوله شی او د هیواد ترقی او پرمختګ ته مټې را بډوهی ددې ترڅنګ دهیواد ټولو ولایتونو په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې هیوادوال روغتیایی مرکزونو او روغتونونو ته اړتیا لری. ځکه چې په اکثرو سیمو کې د روغتیایی مرکزونو نشتوالی او یا هم لرې واټن ددې سبب کیږی چې د ډول ډول ناروغیو له امله زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او یا هم د روغتیا له پلوه له بې شمیره ستونزو او روحی تکلیفونو سره لاس او ګریوان شی، البته اوس مهال چې د ژمی په ساړه موسم کې ورځې شپې تیروو او د هیواد په ټولو سیمو کې هوا ډیره سړه ده او لا هم مخ په سړیدو ده. نوبې له شکه چې د ژمی په دغه ساړه موسم کې اکثراً ماشومان د (والګی او زکام)په څیر پر بیلابیلو ناروغیو اخته کیږی، نومیندې پلرونه او نور خپل خپلوان باید
د ژمی په دغه ساړه موسم کې
د خپلو ماشومانو روغتیا ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړی او له یخ وهلو څخه دې وژغوری، ځکه چې ماشومان د سړې هوا په مقابل کې زیات مقاومت نه شی کولی. نو په دې اساس ټولو پتمنو هیوادوالو ته اړینه او ضروری بریښی ترڅو په ناروغیو د اخته کیدو د مخنیوی په موخه لاندی ټکی په بشپړه توګه رعایت کړی: یعنې خپلو اولادونو ته تودې، ډبلې او پیړې جامې او خولۍ ورواغوندی. په سړه هوا کې د ماشومانو، او د لوړ عمر لرونکو یعنې بوډاګانو د ګرځیدو راګرځیدو مخنیوی وکړی. کله چې په ګرم ځای کې اوسیږی دفعتاً یعنې په یو ناڅاپی ډول سړې هوا ته مه راوځی او که چیرې راوځی نوبیاله خپل خولې او پزې څخه باید یو دستمال راتاو کړی، هغه کسان چې د شکر ناروغی لری باید خپل لاسونه او پښې له سړې هوا سره له تماس څخه وساتی ترڅو د سړښت له کبله ټپ پیدا نه کړی. خپل لاسونه او د خپلو ماشومانو لاسونه هره ورځ په صابون او ګرمو اوبو ومینځی. د هوا په سړښت سره له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکی ماشومان مو تر بړستنې یا کمپلې لاندې د تودو اوبو د ډکې مشکولې په ایښودلو سره ګرم وساتی. خپل لوښی له کارونو یا استفادې څخه دمخه په پوډرو ښه ومینځی. پخپل سره درمل ونه خوری. بلکې له ډاکتر صاحب څخه یې د خوړلو مشوره وغواړی. ترخپلې دوشکې یا فرش لاندې د نم د مخنیوی لپاره پلاستیک اوار کړی.

د خونې تودولو لپاره د ښیښې ترڅنګ په پنجره او روشندانونو کې له پلاستیک څخه استفاده وکړی او یا هم که چیرې کړکۍ موجوده نه وی د هغې ځایونه په پلاستیک وپوښوی. د څښاک اوبه په پاک سطل کې وساتی او د سطل سر هم وپوښوی. له سکرو څخه د استفادې پر مهال سکاره له خونې یا خیمې څخه د باندې روښانه کړی تر څو د هغو دود او لوګی په بشپړه توګه له مینځه لاړ شی وروسته هغه خونې ته دننه باید راوړل شی. که چیرې
له صندلۍ څخه استفاده کوی، خپل او د خپلو ماشومانو سر په یوه تکه یا خولۍ پټ کړی او د صندلۍ له بړستنې څخه یې د باندې وساتی. د خپل ځان یا د کورنۍ د غړو د ناروغی پرمهال نږدې روغتیایی مرکز یا روغتون ته مراجعه وکړی او یا له ډاکتر څخه د خپلې ناروغی په اړوند مشوره وکړی. قدرمنو هیوادوالو! خدای(ج) دې وکړی چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د سړې هوا  په موسم کې پورته غوره او اړین ټکی په بشپړه توګه په پام کی ولرئ، ترڅو هم ستاسو او هم ستاسو  د کورنۍ د ټولو غړو روغتیا خوندی وی او په دې توګه له هوسا او روغ ژوند څخه برخمن واوسئ.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید