روزنامه ملی انیس

د چاپیریال په پاک ساتلوکې د هر هیوادوال ونډه ډیره اړینه ده

پتمنوهیوادوالو ددې لپاره چې مونږ تل د ښه روغتیا  څخه برخمن واوسو نو دا ډیره اړینه بریښی چې د خپل د ژوندانه چاپیریال باید تل پاک وساتو تر هغه چې د ژوندانه په پړاویزو شیبو کې تل خوښی او هوساینه مو په برخه شی البته اوس مهال چې د ژمی موسم دی او قدرمن هیوادوال هم زیاتره په کورونو کې دځانونو دګرمولو په خاطرپه بخارۍ ګانو کی له لرګیو اود ډبروسکروله سوځولو څخه کار اخلی چې بی له شکه ددغه توکو لوګی هم دفضاپه ککړتیا اودهوا په ناولتیا کی خپل اغیزلری، بناءً دمگړۍ چې ټولنیز بهیر ته هم نظر واچول شی په ورځنی ډول په ټولیزه توگه گڼ شمیر هیوادوال د دندو په موخه او یا هم دمختلفو کارونو لپاره له کور څخه بهر ورځی چې د لارو په اوږدوکې له ککړی هوا او د ککړ چاپیریال له امله له سختو ناروغیو سره مخ کیږی، نو ډیره اړینه ده چې د ماشومانو او تنکېو ځوانانو تر څنگ په ټولیزه توگه د ټولو وگړو د روغتیا او سلامتیا ساتنی ته باید ډیره پاملرنه وشی، البته په کابل ښارکې د وگړو د ډیری گڼی گوڼی، د غیر پلانی کورونو د جوړیدو او د کانالیزاسیون د نه شتون له امله واقعاً چې زموږ چاپیریال ککړ شوی او بیلابیلی ناروغی ډیری شوی دی، ددغه راز ستونزو د مخنیوی په اړه ډیره ضروری بریښی چې دخپل د ژوندانه چاپیریال باید تل پاک وساتو ځکه چې روغتیا او سلامتیا په حقیقت کې پاک  چاپیریال کې نغښتی ده او ناولی چاپیریال واقعاً  دروغتیا او سلامتیا په وړاندی ستر گواښ دی بناءً د چاپیریال  د ساتنی لپاره چې کومو چاروته اړتیاده لکه په لومړی گام کې د ټولو خلکو د پوهاوی کچه باید لوړه کړای شی، دغه رازدیادونی وړ ده چې د ککړ چاپیریال یو عمده لامل د ککړتیاوو او کثافاتو اچول په  هر ځای کې دی، بل دا چې زمونږ په چاپیریال کې د کانالیزاسیون نه شتون او د غیر معیاری کورونو جوړول هغه ستونزی دی چې دمگړۍ ټول ورسره مخامخ دی او د چاپیریال په ککړتیا کې ستر رول لری، پردی بنسټ د یو با مسئولیته ښارمند په توگه دا زمونږ د ټولو دنده او مسئولیت دی چې لومړی د خپل کور د پاکې او صفایې لپاره باید ډیره هڅه اوهاند وکړو او بیا ټولنی ته پام ورواړوو او هم نورله  کوموکسانوسره چې موږاړیکې لروباید له دوی سره کاروکړوچې هیوادوال څنگه ځان له ککړتیاوو او کثافاتو وساتی او یایې  په ټاکلو وختونو کې مناسبو ځایونوته ولیږدوی او په خوندی توگه یې ځای پرځای کړی تر هغوچې د ښاروالۍ د کارکوونکو لخوا د ښار څخه د باندی مناسبو ځایونو ته انتقال کړای شی، دغه راز اړینه ده چې د ډله یېزو رسنیو لخوا د خلکو دعامه پوهاوی په موخه هم لازم معلومات او گټوری خپرونی جوړی او خپاره شی تر هغه چې هر ښارمند د ښار د پاکې او صفایې په چاروکې  خپل مسئولیتونه اداکړی، دغه راز د ښاروالۍ کوم کارکوونکې چې د تنظیف دریاست په اډانه کې دنده لری باید دوئ په خپل وخت او زمان د ښار په مناسبو ځایونو کې کثافت دانی کېږدی چې خلک د خپلو کورونو اضافی توکې په کې واچوی او ډیره اړینه بیا داده چې دغه کثافت دانی باید د مؤظفو کسانو له خوا کنترول شی چې د ډکېدو په صورت کې په مناسبو وختونو کې ژرترژه د ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو لخوا له ښار څخه د باندی ټاکلی ځایونو ته ولیږدول شی.

همداشان دیادونی وړ او ډیره اړینه خبره بیادا ده، لکه څنگه چې وایې ښار د ټولو گډ کور دی نو په پاکې او صفایې کې یې هم ټول سره گډ مسئولیت او رسالت لری، پردی اساس په ټولیزه توگه قدرمن هیوادوالو ته ښایې چې د خپلو کورونو اضافی توکې او کثافات په هغو ځایونو کې چې
د ښاروالۍ لخوا ټاکل شویدی، واچوی چې بیا د ښاروالۍ مؤظف کسان وتوانیږی هغه ټاکلو ځایونو ته ولیږدوی.

پردی اساس لکه څنگه چې مخکې مو وویل چې ښار د ټولو قدرمنو ښاریانو گډ کور دی.

نو واقعاً د گډ کور په پاکې او صفایې که هم ټول هیوادوال سره گډ مسئولیت لری، ځکه که چېری ښار مو ناولی وی نو بی له شکه چې د ناولتیا  وو د شتون له امله سره له دی  چې د ژوند چاپیریال مو ناولی کیږی، نو د ټول ښار فضا، اوبه او هوا هم ککړه او ناولی کیږی، نو کله چې د ښار فضا ناولی او ککړه وی نو په ټولیزه توگه قدرمن ښاریان همدا ناولی هوا تنفس کوی چې په ښکاره توگه په ډول ډول ناروغیو د خلکو  د اخته کېدو سبب کیږی، پردی بنسټ دا د ټولو هیوادوالو مسئولیت او رسالت دی چې لومړی له کور څخه نیولی بیا د ټول  ښار په پاکې او صفایې کې خپل هیڅ راز هلی ځلی او بی دریغه کوښښونه ونه سپموی او تل د خپل د اوسیدو چاپیریال او هم د ټول ښار په پاکې او صفایې که ژمن، بیدار او هڅانده واوسی تر هغو چې په دی توگه د ژوندانه چاپیریال موتل پاک او ښار مو هم ښکلی وی.

په دی هیله چې په ټولیزه توگه ټول هیوادوال د ملی او هیوادنی سپیڅلی احساس له مخی هڅه وکړی چې د ژوندانه د چاپیریال په خوندیتوب کې خپله ونډه په  بشپړی رښتینولی د ملی او هیوادنی رسالت پربنسټ ادا کړی تر هغه چې له امله یې په ټولیزه توګه دګران هیواد لوی او کوچنی ښارونه په هراړخیز ډول پاک او د  ژوندانه چاپیریال مو هم له هره پلوه خوندی شی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید