روزنامه ملی انیس

د پسرلی ښکلی موسم ته باید د نیالگیو په کښینولو ښه راغلاست ووایو

پتمنو هیوادوالو! له نیکه مرغه د یو کال په تیریدو سره دادی د «۱۳۹۸»لمریز کال په خیر سره رواورسید پاک الله(ج) دی وکړی چې نوی لمریز کال ټولو افغانانو ته یو نیکمرغه سوله یېزه کال وی او دغه بدمرغه جگړه چې کابو دری نیمی لسیزی  په هیواد کې د پردیو په لمسون روانه ده د تل لپاره په افغانستان کې پای ته ورسیږی ترهغوچې د کلونو کلونو جگړو  ځپلی افغانستان او ددغه هیواد مظلوم خلک د نیکمرغه سولی په فضا کې د پاک خدای(ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه خوند واخلی، نو د نوی کال او د پسرلی د ښکلی او ښایسته موسم په راتلو، سره له دی چې د هیواد په ټولو غرونو، رغونو او دښتو کې گلان راټوکېږی چې په غوړیدوی له خشبویېو ډکې وږمی هر خوا لگیږی چې د پسرکې  د ښکلی او ښایسته موسم د نمانځنی  اوښه راغلاست او همدارنگه دیوی حیاتی او مهمی اړتیا په توگه دیو سالم چاپیریال د رامنځته کېدو په خاطر ټولو  هیوادوالو ته ښایې چې دخپلو  کورونو، کلیو بانډو، ښارونو په اړوندو سیمو کې دنیالگیو او نورو راز راز ونو او بوټو په کښبنولو لاس پوری کړی تر هغوچې د پسرلی  په دغه ښکلی موسم کې دیوښایسته، پاک او سالم چاپیریال درامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شی. البته ونه  دانسان لپاره د لوی خدای(ج) یو ډیر ارزښتناک نعمت او د خلقت یو ډیر ښکلی مظهر او د بشریت د پیدا کوونکو تجلیاتو یوه ښه څرگندویه ده او هغه حیاتی رول په دلیل چې د ټولو ژوندیو موجوداتو په تیره بیا د انسانانو په ژوند کې یې لری د اسلام په مبین دین کې دخاصی پاملرنی وړگرځیدلی ده د نیالگیو کښینول زموږ د خلکو یو لرغونی دود  بلل کېږی چې کال په کال د ښارونو د سمسورتیا په موخه نیالګی کښینول کېږی، د ټولنی ټول وگړی دهغه  مسوولیت له مخی چې د ښار  او خپل استوگنځی په وړاندی یې لری ددغه بهیر د پرمخ بیولو په کار کې ونډه اخلی او نیالگی کښینوی او ساتنه یې کوی، نو په هیواد کې د نیالگیو د کښینولو د پروگرام په دوام او د هیواد د ژوندانه د چاپیریال د حالت د ښه والی په موخه  ټولو قدرمنو هیوادوالو ته ښایې چې په نوی کال کې د یووالی په روحیه د طبیعت په ښکلا کې د همت ملاوتړی او د ژوندانه چاپیریال سمسور کړی او د گران  هیواد د طبیعت ښکلی څیړه لا پسی ښکلی کړی، نو ټول وهیوادوالو ته لازمه ده چې په دی کار کې خپل ایمانی، وجدانی او ملی پور ادا کړی دغه راز د جوماتونو ټولو خطیبانو، عالمانو، لیکوالو، پوهانو، دولتی او غیر دولتی صوتی، تصویری او چاپی رسنیو او مخابراتی شرکتونو ته هم اړینه ده چې د هیوادنی سپیڅلی مسوولیت او وجیبی له مخی په پراخ تبلیغاتو لاس پوری کړی، پیغامونه واستوی،  خلکو او ټولنی ته پراخ معلومات ورکړی چې ټول خلک د نیالگیو په کښینولو د هیواد دسمسورتیا او د ونو د ساتنی او پالنی په پروگرامونو کې کارنده ونده واخلی او  خپل هیوادنی مسوولیت ادا کړی. البته په دی ټول ښه پوهیږی چې گران هیواد سر لوړی افغانستان زموږ د ټولو میشتو ورونو قومونو گډ کور دی، نو اړینه ده چې دخپل گران هیواد د آبادیدو سمسورتیا، زرغونتیا، ښیرازی او پرمختگ په موخه په هیوادنی لوړ او سپیڅلی احساس، رښتینی مینه او بشپړی ځواکمنتیا کار او زیارته مټی رابډوهو او په نه ستړی کېدونکې توگه د پسرلی له ښایسته گلونو، شنو بوټو او زرغونو کروندو سره یو ځای خپل زړونه خپل کورونه، خپل ښارونه او بالاخره سر لوړی افغانستان چې زموږ د ټولو افغانانو گډ کور دی او د تیرو کابو دری نیمو لسیزو په بی هدغه او تپل شویو کورنیو جگړو  کې کړیدلی، ځوریدلی، کنډو کپرشوی او په یوی سوځیدلی او شاړی ځمکې بدل شوی له هره پلوه ورغوو او پر یو ښکلی او سمسور گلبڼ یې بدل کړو زموږ دغه هیله واقعاً هغه وخت په حقیقت بدلیدلی شی چې زموږ هر پتمن هیوادوال د خپل وطن او خلکو پروړاندی د مسوولیت احساس وکړی او په هر اړخیزه توگه دهیواد په ابادی او ښیرازی کې خپله بی دریغه مرسته او همکاری ونه سپموی، پردی بنسټ اړینه او ضروری بریښی  چې ټول افغانان په پوره همغږی او د فکر په یووالی سره په رښتینی توگه لاس په کار شی او د امکان تر حده په خپلو اړوند ساحو کې نیالگی او گلبوټی کښینوی او یا هم که چېری زموږ په اړوندو سیمو کې د ددولتی یا غیر دولتی  بنسټونو او ارگانونو له خوا  کوم نیالگی او گلبوټی کښینول کېږی او یاکښینول شوی وی د هغو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړو، یعنی په مناسبو وختونو کې یې اوبه کړو او له ماتولو او وچېدو څخه یې هم وژغورو، نو هغه وخت به زموږ هیواد په یو ښکلی، ښایسته او په حقیقت کې  په یوه  رښتینی گلبڼ بدل شی او د روغتیا له پلوه به زموږ د ژوندانه چاپیریال هم خوندی شی، نو پردی بنسټ باید پتمن هیوادوال همت وکړی او لاس په کار شی او په ټولیزه توگه خپل د اوسیدو سیمه او چاپیریال د راز راز نیالگیو په کښینولو سمسور او زرغون کړی تر هغو چې په پایله کې مو گران هیواد سر لوړی افغانستان آباد، ودان، سمسوراو ښیرازه شی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید