روزنامه ملی انیس

د ولسی جرګې ټاکنوملی پروسې د بریالی ترسره کېدو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د وینا متن

په پیل کې د انتخاباتو لپاره د ثبت نام له وخت څخه تر رایې ورکولو پورې په دغه ملی پروسه کې چې دیکشنبه په ورځ پای ته ورسېده، د ټولو شهیدانو پاک روح ته دعا کوم. دوی د ولسواکۍ د لارې شهیدان دی.  دوی د خپلو وینو په بدل کې د ولسواکۍ څراغ خپلو راتلونکو نسلونو ته روښانه پرېښود او یاد به یې تلپاتی وی او راتلونکی نسلونه به ورباندې ویاړی.

د افغانستان عظیم ولسه!

له تاسې ټولو مننه، تاسې د خپلې رایې د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نه غواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه؛ تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅوک هم په زور نشی مهارولی. تاسې ته د طالبانو له خوا واضح او ښکاره ګواښ وشو، خو تاسې په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زور ته تسلیم نه شوئ؛ اوس که طالبان دغه اخلاقی جرات لری را دې شی او خپل زور دې د ملت په منځ کې ښکاره کړی.

طالبانو ته وایم، راشئ! او ښکاره کړئ چې ستاسو طریقه او لاره په ولس کې محبوبیت لری او که د ولسواکۍ لاره؟ دا ګز دا میدان. افغانانو خپلو دښمنانو ته وښوده چې نه یوازې دوی تهدید او اخطار ته، نه تسلیمېږی، بلکې دوی د دښمن د تهدید د ماتولو قوت او اراده هم لری. افغانانو نړۍ ته وښوده چې دوی په خپل هېواد کې یوازې او یوازې ولسواکی منی. ولسواکی دوی ته چا په تحفه کې نه ده ورکړې.  سل کاله پخوا د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی رهبر غازی امان الله خان، ولسواکی له دغه مېز څخه پیل کړې ده او د خلکو په ارادې ولاړ نظام یې لویه ارزو وه، نو ځکه وایم چې ولسواکی زموږ په ولس کې ژورې رېښې لری، دا چې تاسې زما غږ ته لبیک ووایه او په انتخاباتو کې مو له ټولو تهدیدونو سره پراخ اشتراک وکړ، در څخه مننه کوم.

مننه، مننه، مننه!

په دغو انتخاباتو کې د ښځو ګډون د کاندیدانو په صفت او د رایه ورکوونکو په صفت د افغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخی بریا ده.  د دغو ښځو او د هغوی له کورنیو څخه مننه کوم او دا کار د افغانستان د ولسواکۍ په ډګر کې د یو نوی نسل د حضور پیل دی.  په انتخاباتو کې ستاسې پرونی او نننی اشتراک دا هم ثابته کړه چې د الله تعالی په مرسته به له خیره سره، د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې هم ستاسو اشتراک پراخ وی، تر څو راتلونکی لپاره خپل یو مشروع او با صلاحیته مشر ولرئ.

کاندیدان محترم!

از شما صمیمانه تشکر میکنم که با اشتراک تان در این رقابت مشروع و سالم مردم را منسجم و متحرک ساختید، شما ثابت نمودید که در بین مردم ریشه های عمیق دارید. از برکت شما در بین مردم یک جهش و تحرک عظیم به‌وجود آمده است، از میان ۲۵۰۰ کاندید برای ولسی‌جرگه، تنها ۲۵۰ تَن به ولسی‌جرگه راه می‌یابد. در اینجا بازنده و برنده نداریم، همۀ شما برندۀ پروسۀ دموکراسی و مردم‌سالاری هستید. کاندیدانی که به ولسی‌جرگه راه نمی‌یابند، برای آن‌ها آغوش دولت باز است تا مشترکاً این کشتی مردم‌سالاری را به ‌ساحل برسانیم.

در اخیر، از نیروهای امنیتی و دفاعی کشور به شمول نهادها و ادارات حکومت جمهوری اسلامی افغانستان که در این پروسۀ ملی با کمیسیون مستقل انتخابات همکار بودند، تشکر می‌کنمبه همین منظور، به‌خاطر قدردانی از کارکردهای نیروهای امنیتی و دفاعی که مصروف رهبری امنیت روندانتخابات بودند، از نزدیک ملاقات کردم.

حوادث امنیتی در جریان روز انتخابات به مراتب کمتر از دو دور انتخابات ریاست‌جمهوری سال ۱۳۹۳ بود. این همه از برکت تلاش‌های نیروهای امنیتی و دفاعی کشور بود که همۀ ما مدیون آن‌ها هستیم.

به امید مردم‌سالاری دایمی در کشور.

یشه سن افغانستان

ژوندی دې وی افغانستان

زنده باد افغانستان   .

ممکن است شما دوست داشته باشید