روزنامه ملی انیس

د هیواد په کچه د ۳۶ جامع جوماتونو او ټولنیزو صالونونو جوړول

د افغانستان د جمهوری ریاست د عالی مقام په لارښوونه د ټولو ولایتونو په کچه د جامع جوماتونو او ټولنیزو صالونونو د جوړولو کار په عملی توګه پیل شوی او په چټکۍ سره پرمخ روان دی.

د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غنی د ژمنې په بنسټ هغه پروژی چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې لمړیتوب او خلک ورته اړتیا لری او په دې پروژو کې جامع جوماتونه او ټولنیز مرکزونه هم شامل دی، عملاً د جوړیدو په حال کې دی، چې له بشپړیدو سره به په اړونده برخو کې تر یوه حده د خلکو ستونزې حل کړی.

په همدې موخه د جمهوری ریاست عالی مقام، په مرکز او ولایتونو کې د رغنیزو او ودانیزو پروژو د غوره پلی کولو، همغږۍ او تنظیمولو په هدف د جمهوری ریاست د ملی پراختیا عملیاتی او ملاتړ اداره رامنځته کړه چې په ټولو ولایتونو کې د نورو رغنیزو او پراختیایی پروژو ترڅنګ د جامع جوماتونو او ټولنیزو صالونونو د ودانیزو چارو مسئولیت هم پر غاړه لری.

جوماتونه چې  په یو وخت کې د۲۰۰۰ تنو لمونځ کوونکو دځاییدو وړتیا لری او همداشان دخلکو د مشورو، سیمه ایزو جرګو، فاتحې او ټولنیزو ستونزو ته د رسیدو ‌په موخه ۳۶ بابه یو پوړیز ټولنیز مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۷۰۰ متر مربع مساحت د دولسو کاری میاشتو په موده کې جوړیږی.

د یادو پروژو ټول مسئولیت چې د جمهوری ریاست د ملی پراختیا د عملیاتی او ملاتړې ادارې پر غاړه دی، عملی کارونه ېې د بنایی ساختمانی تصدی له خوا چی یو دولتی بنسټ دی پرمخ وړل کیږی.

دجمهوری ریاست دملی پراختیا او عملیاتی او ملاتړ اداره

ممکن است شما دوست داشته باشید