روزنامه ملی انیس

د هیواد سیلاب ځپلوسره باید بیړنۍ مرستې وشی

په هیواد کې له کابودرې نیمې لسیزې څخه را په دیخوا  سره  له دې چې امنیتی ننګونو او جګړه ییزو کشالو هیوادوال ډیر ربړولی ، کړولی اوله درنو مرګ ژوبلو سره یې مخامخ کړی خونن سبا ددغې بدمرغه جګړې د ناخوالو او غمیزو ترڅنګ د اورښتنو له امله دسیلابونو راوتل هم هغه ستونزه ده چی دمګړۍ یې زمونږ یو شمیر هیوادوال له یو لړجدی ستونزو او ګواښونوسره مخامخ کړیدی، لکه څنګه چې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شویدی چی سیلابونو او بارانونو په دی وروستیوکی دهیواد په ځینو ولایتونو لکه هرات ، فراه ، بادغیس ، فاریاب  او یوشمیرنورو کې دخلکو دکورونو په ړنګیدلو سربیره یوشمیر هیوادوال هم وژلی دی ، له شک پرته چې سختو سیلابونو په ځینو برخوکی هیوادوالوته دمرګ ژوبلی ترڅنګ دخلکو کورونو، کرنیزو مځکو او څارویوته هم ډیر زیان اړولی دی، البته د ځینو کارپوهانو په باور ددې له پاره چې په افغانستان کې اکثره ځنګلونه وهل شوی له بارانونو سره دغرونو خاوری د خړی په بڼه په سیلابونو کې جاری کیږی او له بلې خوا دپرله پسی وچکالۍ له کبله مځکه د اورښتونو اوبه ژرنه جذبوی نو دسیلابونو راتګ ته هم لاره هواریږی.

دیادونې وړده چې دغوطبیعی پیښوته په کتو سره په ټوله کی افغان جګړه ځپلی ولس هیله لری چې باید حکومت او دولت له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړی او خلک هم باید د دوی مرستې ته ور ودانګی او غم شریکی ورسره وکړی همدارنګه دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې باید له دغو (سیلاب ځپلو) اوپه ټوله کی له مصیبت ځپلو خلکو او کورنیو سره باید دحکومت د طبیعی پیښو د ادارې او سرې میاشتې د ټولنې له خوا بیړنۍ مرستې وشی او پردې سربیره باید کورنی او بهرنی مرستندویې خیریه ټولنې اوبنسټونه، ملی پانګه وال او په ټولیزه توګه شتمن هیوادوال دزړه له کومې په ډیر اخلاص له خپلو هیوادوالو سره انسانی مرستوته ودانګی، ځکه چې ددوی مرستوته ډیره اړتیا لری نوبې له شکه چې دامرستې به نه یواځې د دوی دستر اجراوثواب لامل شی،بلکې په خپل ذات کې صدقه جاریه هم ده، نو پاک الله (ج) دی په خپل قدرت کامله سره پرافغان مظلوم ولس رحم اوکرم وکړی ترهغه چې هم له ډول ډول طبیعی پیښو څخه په امن کې پاتې شی اوله بله پلوه دغه بدمرغه جګړه چې په افغانستان کې دوام لری او هره ورځ له افغانانو څخه قربانی اخلی هم د تل له پاره پای ومومی اوپرځای یې په ټول هیواد کې نیکمرغه سوله ، دایمی ثبات او ډاډمن امنیت چی د هر جګړه ځپلی هیوادوال لومړنی غوښتنه او یوازینی هیله ده ،ټینـګ شی او دبدمرغه جګړې لمن له ګران افغانستان څخه د‌تل لپاره ټوله شی ترهغه چې وروسته له دی دهیڅ یوه افغان پتمنه کورنۍ دخپلو عزیزانو په مرګ  ژوبلې ویرجنه نه شی او په ټوله ګې افغان مظلوم ولس تردی زیات نور په جګړو او مصیبتونو کې خپل وګړی له لاسه ورنه کړی، بلکی دنیکمرغه سولی په ښکلی چاپیریال کی دپاک الله(ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه دهراړخیزی خوښی په فضا کی په پوره هوساینه خوند واخلی  او ورسته له دې یې هیڅ ډول جګړه ییز ناتار او طبیعی ناوړه پیښې د دوئ خوښی او هوساینه ګواښمنه نه کړی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید