روزنامه ملی انیس

د هیواد د ملی اقتصاد وده اوپیاوړتیا ځانگړې پاملرنې ته اړتیا لری

لکه څنگه چې ټولوته روښانه ده ، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت سره له دې چې افغانستان دملی خپلواکۍ اومځکنۍ بشپړتیا ساتنه اوپه ټولیزه توگه ټولو هیوادوالوته دهوسا ژوندانه په خاطر د ډاډمن امنیتی چاپیریال برابرول اوپه سوله ییزو شرایطو کې یی دښه او نیکمرغه ژوند دپرمخ بیولوله پاره زمینه سازی له اساسی دندو څخه شمیرل کیږی، ددی ترڅنگ دهیواد دکمزوری اقتصاد د ودې او پیاوړتیا له پاره هم باید جدی او هراړخیز تدابیر په عملی ډول ترلاس لاندې ونیسی ، ځکه چې د ښه امنیتی وضعیت د سمبالولو او هراړخیز ډاډمن ثبات د ټینگښت ترڅنگ یوازی پیاوړی اقتصاد دی  چې افغانانوته دسالمو بوختیاووترڅنګ بشپړه هوساینه ور په برخه کولی شی پردې بنسټ دافغانستان داسلامی جمهوری دولت مسوول ارگانونو ته ښایی چې دسالمې رهبری او کارنده مدیریت پراساس په لاندې برخو کې دشته تدابیرو او ځینو پلانونو ترڅنگ لازیاته پاملرنه وکړی په لومړی قدم کې باید د هیواد گمرکاتو په برخه کې دلازمی پالیسی له مخې یوښه میکانیزم برابراوله امله یې صادق ، سپیڅلی،ایمانداره ، کارپوه اوملی گټوته وفادار کسان دمسلکی وړتیا له مخی په گمرکاتو او اړوندو مهمو برخو کې په دندو وگماری ترهغو چی ټول گمرکی عواید په شفاف ډول د دولت خزانې ته ولیږدول شی ، دغه ډول  دهیواد کانی زیرمې چی دهیواد د اقتصاد په پیاوړتیاکې رغنده رول او ستر ارزښت لری باید په فنی ډول استخراج او ددولت اقتصادی بډاینه کې ترې ښه استفاده وشی ، دغه راز دهیواد دکرنیز بهیرد ودې ، پراختیا او میکانیزه کولو په اړوند هم لازمه پاملرنه ډیره حتمی اوضروری ده .  په همدې ډول په هیواد کې په مختلفو برخوکې د کورنیو او بهرنیو ملی پانگه والو هڅونه او دپانگونې په موخه دلازمو شرایطو او اسانتیاو دبرابرولو اړوند ددولت ځانگړې پاملرنه هم ډیره اړینه اوضروری ده . دغه راز د ترانزیت اوتجارت په برخه کې هم لکه څنگه چې دافغانستان اسلامی دولت یولړ پروگرامونه لری ترهغوچې جگړه ځپلی افغانستان دسیمی دهیوادونو دوصل په یونقطې اوتجارتی مرکز بدل کړی ، نواړینه ده چی ددغو پروگرامونو  دتحقق په خاطر باید افغان دولت عملی اقداماتو ته زمینه برابره اولازم شرایط مساعد کړی ، دغه راز د ځینو کارپوهانو دباوری نظریاتو او څرگندونو پربنسټ دافغانستان داوسنیو کمزورو اقتصادی شرایطو درملنه یوازې او یوازې د کرنیز سکتور له لاری شونې ده ، دهندوکش دغره لړۍ چې دهیواد دملا دتیر حیثیت هم لری داوبو داسې څپانده سرچینه ده چې په شمال کې د آمو مست سیند ترې جوړ شوی دهیواد په لویدیځ اوسویل کې یې هریرود ، خاشرود ، ارغنداب او دهلمند سیندونه بهاند کړی او ختیځ ته ترې دکونړ ، لغمان ، پنجشیر ، کابل ، وردکو او لوگر سیندونه رابهیږی چې دا اوبه دافغانستان د ځینوسیمو دنسبی خړوبولو وروسته تاجکستان ، ازبکستان ، ایران او پاکستان ته ځی او ددوئ پراخې سیمې خړوبوی، نوپه دی برخه کې هم اړینه ده چې دافغانستان اسلامی دولت اونورې نړیوالې مرستندویی ټولنې زمونږ داوبو دشتمنۍ گټه اخیستل په لومړیتوبونو کې راولی ځکه داوبو سرچینو ته وده ورکول به په ډیره نږدې راتلونکې کې مونږ خودکفا  او دغنمو اونورو حبوباتو له پلوه مونږ په کوردننه بسیا کولای شی ، دبیلگې په توگه غلې دانې او واښه دانسانانو او حیواناتو هغه لومړنی اړین محصولاتی توکی دی چی تشه یې هیڅ ډول صنعتی تولیدات نه شی ډکولی ، نولومړی بایدغلې دانې پریمانه شی د کرنیزو محصولاتو د پلورلو څخه دلاسته راغلو پیسو په واسطه کولی شو په مستقیمه اوغیرمستقیمه توگه دصنعت په برخه کې پانگه اچونه وکړو . افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې که چیری واقعاً په هراړخیزه توگه کورنی پانگه وال په بیلا بیلو برخو کې په کې پانگونی وکړی نو اړوندو لورو ته به هم بی له شکه چې بی گټې نه وی ، ځکه چې افغانستان ډیرښه امکانات لری . یعنی د طبیعی  زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو ، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشری ځواک هم لری چی باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شی چې په دې برخه کې واقعاً دافغانستان اسلامی جمهوری دولت او ترڅنگ یې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړی ترهغو چې کورنی او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړی ، خو د حکومت دنده اومسولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه ، دامنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه اسانتیاوې ، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، ارام اوهوسا خاطرپانگونی وکړی او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی . داهم یوڅرگند واقعیت دی که بهرنی هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی ، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی ، ځکه له یوه پلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هیواد والو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږی او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو داقتصادی پرمختک سبب کیږی ، نواړینه ده چې افغان پتمن ولس باید په هراړخیزه توگه دخپل اسلامی دولت سره همکاراومرستندوې و اوسی ترهغه چې افغان دولت وشی کولای دولس په پراخه همکاری او ملاتړ په هیواد کې ډاډمن امنیت اودنیکمرغه سولې دټینگښت ترڅنگ داقتصادی بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کړی اوپه دی توگه په پایله کی دگران هیواد دپرمختگ او قدرمنو هیوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید