روزنامه ملی انیس

د هیواد اجرائیه رئیس: په هلمند کې د نشه یی توکیو د کرکېلې وضعیت هېښوونکی دی

د وزیرانو شورا له نشه یی توکیو سره د مبارزې فرعی کمیټې خپله ناسته پرون د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کړه.

په دې ناسته کې له نشه یی توکیو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمی وویل، چې په ۱۳۹۷ کال کې پهه ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکې په ټول هېواد کې نشه یی توکی کرل شوی چې د تېر کال په پرتله ۲۰سلنه کموالی په کې راغلی. تېرکال دغه شمېره ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه وه.

د هغې په وینا، سږکال ۶۴۰۰ مټریک ټنه تریاک په ټول هېواد کې تولید شوی چې د تېرکال په پرتله په کې ۲۹ سلنه کمښت راغلی دی. تېرکال په ټول هېواد کې ۹۰۰۰ مټریک ټنه تریاک تولید شوی و.

آغلې عظیمی وویل، چې په تېر کال کې نورستان، خوست، بامیان، کندز، لوګر، پکتیکا، پکتیا، پنجشیر، پروان او وردګ ولایتونه له نشه یی توکیو پاک او کرکېله په کې صفر وه؛ خو له بده مرغه چې تخار ولایت د ۲۵۱ هکتاره ځمکې په کرلو سره له دې نوملړ څخه ووت.

له نشه یی توکیو سره د مبارزې وزیرې زیاته کړه، چې سمنګارن، تخار، جوزجان، غزنی، کاپیسا، کابل، هرات، سرپل او ډایکنډی هغه ولایتونه دی، چې تر نورو په کې په کمه کچه کوکنار کرل شوی دی.

هغې وویل: هلمند، کندهار، ورزګان، ننګرهار، فراه، نیمروز، بلخ، فاریاب، بدخشان، بادغیس، غور، زابل، لغمان، کونړ او بغلان هغه ولایتونه دی، چې په ترتیب سره په کې تر نورو ولایاتو ډېر کوکنار کرل شوی دی.

له نشه یی توکیو سره د مبارزې وزیرې وویل، چې په ننګرهار، بدخشان، کندهار او کونړ ولایاتو کې په روان کال کې ۴۰۶ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

نوموړې وویل، له نشه یی توکیو سره د مبارزې د قانون تعدیل، نشه یی توکیو ته د اړتیا د کمښت د ملی پالیسۍ جوړول، د عمل د ملی پلان له سره کتل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د امنیتی ادارو هڅې او په دې برخه کې د عامه پوهاوی ترسره کول، هغه لاملونه یاد کړل، چې له مخې یې په هېواد کې د نشه یی توکیو کرکېله او د تریاکو تولید را کم شوی دی.

خو اغلې سلامت عظیمی له اړونده ادارو د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه. نوموړې دغه راز په سیمه ییزه کچه له مقاماتو وغوښتل چې د نشه یی توکیو په لمنځه وړلو کې همکاری وکړی. نا امنی، د تریاکو لوړه بیه، پر بزګرانو د وسله والو مخالفانو فشارونه او نور هغه لاملونه دی چې په هېواد کې د کوکنارو کر ته خلک هڅولی دی.

په همدې حال کې د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د نشه یی توکیو د کرکېلې او تریاکیو د تولید له کمښت څخه خوښی وښوده او له ټولو اړونده ادارو یې چې په دې برخه کې یې هڅې کړی مننه وکړه. اجرائیه رئیس وویل، چې دا ارقام د حکومت او نړیوالې ټولنې له لوری تایید شوی؛ خو اړتیا ده چې د خلکو ذهنیت هم په دې اړه بدلون وکړی. هغه وویل، په هلمند کې د نشه یی توکیو د کرکېلې او تریاکیو د تولید ارقام هیښوونکی دی، خو په ټول هېواد کې بیا د نشه یی توکیو د کرکېلې کچه را ښکته شوې ده.

اجرائیه رئیس له امنیتی ادارو او نورو اړونده مسوولانو وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېرې هلې ځلې وکړی چې ښې پایلې ولرو. اجرائیه رئیس ډاډ ورکړ، چې د کوکنارو د کرکېلې د له منځه وړلو پلان به د امنیت شورا په راتلونکی ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شی او د کوکنارو د له منځه وړلو پروسه به ګړندۍ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید