روزنامه ملی انیس

د نیالګیو کښینول هیواد سمسور او چاپیریال خوندی کوی

په ټولیزه توګه قدرمن هیوادوال باید دې ټکی ته ډیرپام وکړی چې د پسرلی د ښکلی او ښایسته موسم په راتلو، سره له دی چی د هیواد په ټولو غرونو، رغونو او دښتو کی گلان راټوکیږی چی په غوړیدوی له خوشبوییو ډکی وږمی هر خوا لگیږی او د ټولوانسانانوروح اوروان تازه کوی،نو دیوی حیاتی او مهمی اړتیا په توگه دیو سالم چاپیریال درامینځته کیدوپه خاطر هیوادوالو ته ښایی چی دخپلو کورونو، کلیو بانډو، ښارونو په اړوندوسیمو کی دنیالگیو اونورو راز رازونواوبوټوپه کښبنولولاس

پوری کړی تر هغو چی دپسرلی په دغه ښکلی موسم کی دیو ښایسته، پاک او سالم چاپیریال درامنځته کیدو لپاره زمینه برابره شی ، له نیکه مرغه چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د اساسی قانون د پنځلسمې مادې په رعایتولو سره د شنو ساحو د پراختیا، د ژوند چاپیریال د ښه والی او د هوا د ککړتیا په کموالی کې د ونو او ځنګلونو ارزښت ته په کتو د نیالګیو د ایښودو په موخه نهه ماده یی حکم صادر کړیدی، ددغه حکم د لومړۍ مادې پربنسټ د کب شلمه په هیواد کې د نیالګیو ایښودو د ملی ورځې په توګه نمانځل کیږی، همدارازد حکم د دویمې مادې د لومړی بند په اساس په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دی، چې د چاپیریال ساتنې له ملی ادارې او اړوندې ښاروالۍ سره په همغږۍ هر کال د کب په شلمه د نیالګیو په ایښودو سره رسماً کمپاین پیل کړی. د همدغې مادې د دویم بند په اساس په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ادارو مسوولین موظف دی، چې د چاپیریال ساتنې ملی ادارې سره په همغږی په کب او وری( حوت او حمل) میاشتو کې د ولایتونو اقلیمی شرایطو ته په کتو د نیالګیو ایښودو برنامه تنظیم کړی. د نیالګیو ایښودو په اړه د جمهوررئیس د حکم د درییمې مادې د لومړی بند له مخې، په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه، دولتی ادارې، ملکی، نظامی، تعلیمی، او تحصیلی موسسې مکلفې دی، چې د خپلو کارکوونکو، د ثانوی دورې زده کوونکو او محصلینو نوملړ د نیالګیو د ویش په موخه رسماً د کرنې او مالدارۍ وزارت ته واستوی. د درییمې مادې د دویم بند په اساس د کرنې او مالدارۍ وزارت موظف دی، چې د دولت کارکوونکود ثانوی دورې زده کوونکو او لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو محصلینو ته د نیالګیو ایښودو په موسم کې د اړتیا وړ نیالګی برابر کړی او همدارنګه درییم بند د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې مکلف کړی، چې په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د ویش بهیر د چټکولو لپاره طرزالعمل ترتیب کړی. په همدې ترتیب د جمهوررئیس د حکم د څلورمې مادې د لومړی بند په اساس د نیالګیو ایښودو د ملی برنامې د همغږۍ او انسجام، د طرحو د تدوین ، پلانونو د تطبیق او عامه پوهاوی په موخه د چاپیریال ساتنې ملی ادارې د رئیس په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت د معیین، د ښار جوړولو او مځکو وزارت د معیین، د کلیو د پراختیا وزارت د معیین، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معیین او د اړوندو ښاروالیو په غړیتوب د همغږۍ کمیټه جوړیږی.
د دویم بند په اساس د همغږۍ کمیټه کولای شی د اړتیا له مخې د نورو وزارتونو او دولتی ادارو، خصوصی سکتوراو مدنی ټولنې با صلاحیته استازی خپلو غونډو ته ور وغواړی. د جمهوررئیس د حکم د پنځمې مادې د لومړی بند له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت او اړوندې ښاروالۍ د همغږۍ له کمیټې سره په همکارۍ مؤظفې دی چې ساحې وټاکی، خاوره وپیژنی او د نیالګیو ډول تثبیت کړی. دویم بند د همغږۍ کمیټه په دې مکلفوی، چې په هیواد کې د نیالګیو ایښودو نوی روشونه، د ځنګل آبادولو او د نیالګیو ایښودو پروسه کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه معرفی او ترویج کړی. د یاد حکم د شپږمې مادې لومړی بند حکم کوی چې د ملکی او نظامی ادارو هردولتی کارکوونکی، د ثانوی دورې زده کوونکی او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو د موسسو محصلین مکلف دی چې د نیالګیو ایښودو په موسم کې یو نیالګی د همغږۍ کمیټې له لوری په مشخص شوی ځای کې کیږدی. د همدغې مادې دویم او درییم بندونه د همغږۍ کمیټه مکلفوی، چې د شرکتونو، صنعتی او سوداګریزو تاسیساتو خاوندان د نیالګیو ایښودو برنامې تمویل او د نیالګیو ایښودو ته وهڅوی او همدارنګه مدنی ټولنه د نیالګیو ایښودو ملی برنامه کې شاملولو ترڅنګ د نیالګیو ایښودو او ځنګل ابادولو نویو روشونو او د هغو ساتنې ته وهڅوی. د نیالګیو ایښودو په اړه د جمهور رییس د حکم د اوومې مادې لومړی بند او دویم بند په مرکز او ولایتونو کې وزارتونه او دولتی ادارې په خپلو اړوندو ملکیتونو کې او اړوندې ښاروالۍ په عامه ښاری ځایونو کې د نیالګیو په ساتنه، مراقبت او اوبه کولو مؤظفوی. د حکم د اتمې مادې په اساس د همغږۍ کمیټه د دې حکم د تطبیق په څارنه مؤظفه ده، چې د مالی کال د دویمې ربعې په پای کې به د عالی مقام د چارو ادارې ریاست له لارې خپل راپور د افغانستان د اسلامی جمهوریت عالی مقام ته وړاندې کوی.
له شک پرته چې په هیواد کې د شنو ساحو د پراختیا، د ژوند چاپیریال د ښه والی او د هوا د ککړتیا د کموالی په موخه د جمهور رییس په حکم کې ټولو اړخونو ته په ښه ډول اشاره شویده بناً د یاد حکم رعایتول په ټولو اړوندو دولتې ادارو ، بنسټونو اوپه ټولو هیوادوالو لازمی دی ځکه چې د ونو او ځنګلونو ارزښت ته په کتو د نیالګیو ایښودل یو لومړیتوب دی پردی بنسټ اړینه او ضروری بریښی چی ټول افغانان په پوره همغږی او د فکر په یووالی سره په رښتینی توگه لاس په کار شی او د امکان تر حده په خپلو اړوند ساحو کی نیالگی او گلبوټی کښینوی او یا هم که چیری زموږ په اړوندو سیمو کی د ددولتی یا غیر دولتی بنسټونو او ارگانونو له خوا کوم نیالگی او گلبوټی ایښودل کیږی او یا ایښودل شوی وی د هغو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړو، یعنی په مناسبو وختونو کی یی اوبه کړو او له ماتولو او وچیدو څخه یی هم وژغورو، نو هغه وخت به زموږ هیواد په یو ښکلی، ښایسته او په حقیقت کی په یوه رښتینی گلبڼ بدل شی او د روغتیا له پلوه به زموږ د ژوندانه چاپیریال هم خوندی شی، نو پردی بنسټ باید پتمن هیوادوال همت وکړی او لاس په کار شی او په ټولیزه توگه خپل د اوسیدو سیمه او چاپیریال د راز راز نیالگیو په کښینولو سمسور او زرغون کړی تر هغو چی په پایله کی مو گران هیواد سر لوړی افغانستان آباد، ودان، سمسوراو ښیرازه شی.
شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید