روزنامه ملی انیس

د نوی کال د رارسیدو له امله د ولسمشر محمد اشرف غنی د مبارکی پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو وطنوالو،

 د نوی لمریز هجری کال د پیل په مناسبت تاسې ټولو ته مبارکی وایم او ارزو کوم چې نوی کال دې په هېواد کې د سولې، سوکالی، امنیت او نیکمرغی کال وی.

 د افغانستان د اسلامی دولت کابینې ۱۳۹۸ کال ته د انکشاف، ولسواکی او سولې نوم ورکړی دی او توقع دا ده چې په دغو درو واړو ساحو کې به د پام وړ بریاوې ولرو.

عزتمنو وطنوالو،

 تیر ژمی په ټول هېواد کې زیات اورښتونه وشول  او د وچکالی امکان ختم شو خو دا اورښتونه که د ښو حاصلاتو زیری راکوی، د سیلابونو خطره هم رامنځ ته کولای شی چې امید دی احتمالی سیلابونو ته متوجه واوسو او زیانونه حد اقل ته راټیټ کړو. له بلې خوا په نوی کال کې انتخابات په مخ کې لرو چې لازمه ده نه یوازې دولت او د انتخاباتو مستقل کمیسیون بلکې خلک هم خپله تیاری ورته ونیسی او په انتخاباتو کې د ګډون له لارې د هیواد په برخلیک کې برخه واخلی.

 سوله زموږ د شهیدانو آرمان، زموږ د ټولو خلکو ارزو او د ملی وحدت د حکومت اساسی هدف دی. موږ تر بل هر وخت سولې ته نژدې   شوی یو او دا امید لرو چې په ۱۳۹۸ کال کې به نه یوازې د وچکالی د ختمیدو بلکې د سراسری سولې د لمر د راختلو شاهدان هم واوسو.

د نوی کال په پیل کې  چې طبیعت ځوانېږی ، پکار ده د چاپیریال د پاک ساتلو او خوندیتوب په برخه کې خپله ژمنه تازه کړو او په دې ډول د الهی نعمتونو شکر ګزاره واوسو. د خاورې، اوبو او هوا پاک ساتلو ته توجه او د ونو، بوټو او ځنګلونو خوندیتوب او زیاتولو ته پاملرنه زموږ دهر یوه ملی او اخلاقی وظیفه ده.

 د نوی کال د رارسېدو په مناسبت یو ځل بیا ټولو هیوادالو ته مبارکی وایم او د خلکو د خیر او نیمکرغی په چارو کې د الهی توفیق ارزو کوم.

محمد اشرف غنی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس

ممکن است شما دوست داشته باشید