روزنامه ملی انیس

د میرمنې ملاتړ او هڅونه ، نارینه خپلو هیلوته رسوی

په واقعیت سره چې هره کورنۍ به هغه وخت نیکمرغه وی چې په هغه کورنۍ کې تل مشرانو ته درنښت او پر کشرانو شفقت شتون ولری او په کورنی ماحول کې تل دکورنۍ د غړو ترمنځ ښه سلوک او انسانی چال چلند باید واکمن وی او د میړه او میرمن ترمنځ د متقابل احترام اړیکې پیاوړې وی په ځانګړی توګه میرمن باید تل د ټولنیز ژوند په پرمخ بیولو کې د خپل میړه ملاتړی او دغوره کارونو په ترسره کولو کې یې تل مرستندویه او هڅوونکې وی  لکه څنګه چې د ټولنیز ژوندانه د کارپوهانو په نظریاتو کې داسې ورته اشاره شویده :  دیوې هوښیارې میرمن یوه دنده په کورنۍ کې داده چې له خپل میړه سره  تل مرستندویه واوسی ترڅو هغه خپلو هیلوته چې غواړی ورسیږی ، البته دغه هیلی چې په چېغو او زورزیاتی نه حاصل کېږی ، بلکې په تشویق  هڅونی ، ښه رفتار ، انسانی سلوک او مشرتابه ته په درنښت سره تحقق مومی او په دی توګه میړه خپل هیلوته رسیږی   که چیرې ستاسو میړه د اعتماد او باور د حس پیدا کېدو ته اړتیا لری نو بې له شکه کولی شئ دخپل میړه د ځینو ارزښتمنو کړنو چې د هغه د اعتماد پرنفس  او قوی ارادې  ښکارندوې وی او په هغه کې د میړانې ، اعتماد او باور  احساس قوی کوی یادونه وکړئ ، دبیلګې په توګه خپل میړه ته ووایئ  ، کومې لارښوونې چې تاسو زمونږ مشر زوې ته د مشرانو د درنښت او خدمت له پاره وکړې ، زما خوښې شوې ، ته کوښښ وکړی چې زامن دې ستا ملګری شی او دخپل زړه ناویلی خبرې تاته ووایی ، په دې ډول به ووینی چې دغه تشویق کوونکې او هڅوونکې مطلب خپل اغیزه پرځای پریږدی او ستاسو میړه به ځانته وایی چې شاید واقعاً د یو ښه پلار دنده یې ترسره کړیده  پردې بنسټ تاسو دنده لرئ هغه مثبت حس ، انګیرنه او احساس چې دهغه په وجود کې شته ، هغه نورهم قوی کړئ ، نه داچې د هغه روحیه کمزورې کړئ او هغه توهین او تحقیر کړئ ، همداشان تل دخپل میړه د انتخاب یعنی دغوراوی له حس څخه ستاینه وکړئ ، که چیرې کومه ورځ هغه (ستاسو میړه ) کالی اغوندی او دهغې له پاره واسکت انتخابوی چې رنګ یې د کالی سره سمون لری نوهغه وخت د هغه ستاینه وکړئ چې تاسې د کالی د رنګ په انتخاب او په ټولیزه توګه د جامو په غوراوی کې ډیرښه استعداد یعنې وړتیا لرئ  نو په دې توګه میړه له تاسو څخه خوشحالیږی او دژوند په راتلونکو پړاویزو شیبو کې به تل اوږد مهاله خوښی او خوشحالی ستاسو په برخه وی او کورنی ژوند به مو تل په خوښی او خوشحالی پرمخ درومی .

په دې هیله چې قدرمنی میرمنې  په کورنی ماحول او د ژوند په پړاویزو شیبوکې تل پورته یا دشوی ټکی په پوره دقت سره په پام کې ولری او عملاً یې د خپل کورنی ژوند په ورځنی بهیر کې رعایت کړی ترهغو چې په ټولیزه توګه هره پتمنه کورنۍ هوسا  بسیا ، نیکمرغه او د اوږدمهاله  خوښیو څخه ډک ژوند ولری ځکه د اولادونو خوښی هم د مور او پلار په خوښیو کې نغښتې ده .

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید