روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مسکو غونډی ځنډیدل په تحلیلی انداز کی

په هیواد کی د بهرنیو چارو وزارت دخبر له مخی په مسکو کی دافغان سولی په اړه خبری تر ۳۱/۱۰/۱۰۱۸ پوری روانی وی، دیاددښت وړدی، چی دافغان سولی په اړه هرچیری چی هر ډول خبری کیږی دافغانانو په ملکیت دی وشی او دافغان دولت له حضورپرته هیڅ ګټه نه لری او عملکی کیږی نه دمسکو خبری تر بحث لاندی وی دهغی دڅرنګوالی او جزییاتو په اړه دمسکو له مقاماتو سره خبری شوی دی.

په تیری سنبلی میاشتی یعنی دسپتامبر ۱۴می غونډی ځنډیدل کوم چی د افغانستان دولسمشر په هیله وشوی، یوځل بیا دیادی غونډی دجوړولو له‏پاره  هڅی وشوی.

له هغی وروسته دمسکو چارواکو څرګنده کړه چی دغه غونډه کومه چی دافغانستان له‏پاره لازمی ګڼل شوی ده د۲۰۱۸ کال دنوامبر په لومړی نیټه جوړیدله چی دیادی غونډی له پاره طالبانو هم یو‏استازی په پټه توګه هلته استولی وه.

بیا هم وځنډیدله دخبری مانا په دی کی نغښتی ده، چی هلته په قطر کی دسولی خبری هم کیدونکی دی. سربیره پردی مونږ افغانان په دی باور لرو هرچیری په هر مقام او هرزمان کی چی وی، خو دافغانانو په مالکیت او مشری وی که دګاونډیو هیوادونو استازی او طالبان پکښی هم وی هم الزامیت لری.

دافغانانو هیله مندی په دی کی ده، چی دسولی په خبرو کی دطالبانو واک وی نه دبل‎چا او بلی استخباراتی اداری او بل هیواد، دوی دافغانانو په ملکیت له کوم فشار څخه پرته له کوم سیاسی ستراتیژی او تاکتیک څخه، پرته له کوم فریب او یا کوم سیاسی چل څخه سوا په صداقت او اسلامی محبت سره جوخت دسولی راوستو له‏پاره ګامونه اوچت شی.

سوله دافغانانو له پاره ده افغانستان یو خپلواک هیواد دی مونږ هغه اقدام منو کوم چی دافغانانو او افغان دولت په مشری اومالکیت وی هرچیری چی وی او افغانان ورسره مینه لری او منی یی که داسی نه وی او دتحلیلی کتنو او ستو له مخی ټولی استخباراتی او مقطعی او تاکتیکی او اغوا کونکی ملاحظات او دسولی اعلام دافغانانو له پاره فایده نه لری.

نو ښایی چی دسولی ټول اقدامات دافغانانو په منځ کی دجوړ جاړی پخلاینی او ملی مصالحی لامل وګرځی.

له دی پرته به ټولی هغه غونډی چی دسیاسی چارو به تقابل او نورو ته دموقع او یا حیثیت ورکولو له پاره او دځایګی پیدا کولو له پاره وی نو هغه ځنډیږی.

دتحلیل له مخی دافغانانو په منځ کی سوله دروسی او منځنی آسیا هیوادونو له پاره ډیره ګټه لری ځکه چی هغوی په امن کی پاتی کیږی حایل هیوادونه په سوله کی دمسکو له پاره هم ګټه لری نو اقتصاد، سیاست او سلامتیا یی زیان نه وینی او دسیمی دجوړونی او پرمختګ له پاره اړینه ده.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید