روزنامه ملی انیس

د ماشومانو د حقه حقونو مصئونیت ددولت مسئولیت دی

له شک پرته دایو پرځای خبره ده چی وایی دهرهیوادراتلونکی دهغه هیوادپه ماشومانو پوری اړه لری په حقیقت کی دنن ورځی ماشومان دسباورځی لویان ، میندی اوپلرونه دی پردی اساس دماشومانو دسالمی اوښی روزنی ، پالنی اوساتنی په موخه بایدپه لومړی قدم کی دیوی کورنی ماشومانو ته دمیندو او پلرونو له خوا ځانگړی او هراړخیزه پاملرنه وشی او خپل ولادونه بایددلیک او لوست دزده کړی له پاره ښوونځیو او مدرسو ته ولیږی اوپه دویم قدم کی دهیوادپالو ښوونکو ایمانی او وجدانی دنده او مسئولیت دی چی  په خپل ټول توان، قدرت وړتیا او پوهی سره دهیوادماشومان په ښه او هر اړخیزه توگه وروزی چی  په راتلونکی کی دسالمو پوهو او هیوادپالو شخصیتونو په توگه ټولنی او خلکو ته دغوره خدمتونو وړ وگرځی، خو په ډیری خواشینی سره بایدووایو چی اوس هم په هیوادکی دماشومانو ستونزی ته دومره پاملرنه نه کیږی او په مختلفو بڼو له ماشومانو څخه ناوړه گټه اخیستل کیږی چی دی کار واقعاً دهر بااحساسه پر هیوادمین او افغان هیوادوال اندیښنی زیاتی کړی دی، ځکه چی دهیواددډله ییزو خپرندویو سرچینو دځینو رپوټونو پر اساس ویل شوی چی په دی وروستیو څو کلونو کی دماشومانو دتښتونی، هغه جرمونه چی دماشومانو په واسطه سرته رسیږی او همدارنگه په مخدرو توکو دماشومانو روږدی کیدل او په جبری توگه دماشومو نجونو ودونو زیاتوالی موندلی دی،  بناً دا ډیره اړینه اوضروری ده ،هغه ټولی اداری چی دماشومانو په برخه کی کار کوی بایدچی هر څه ژر او په ډیر زړه سوی سره رغنده کار او فعالیت وکړی ترڅو هغه ستونزی چی دماشومانو په مخکی پرتی دی په بشپړه توگه له منځه ولاړی شی همداشان  اقتصادی ستونزی، ناوړه رواجونه او دماشومانو دحقونو په اړوندنه معلومات او دماشومانو دوالدینو نه پاملرنه هغه لاملونه دی چی په  هیوادکی دماشومانو دبدبختی او بدمرغی سبب گرځی.

پردی اساس اړینه بریښی چی په لومړی قدم کی هره کورنی بایددخپلو ماشومانو ښی او سالمی روزنی او پالنی ته هر اړخیزه پاملرنه وکړی یعنی دوی بایدهیڅ ډول اجباری کارونو ته اړ نه کړی، بلکی تل یی بایدپه سالمه توگه روزنه او پالنه وکړی چی په دی ډول په رښتینی توگه دهیوادټول ماشومان یوازی او یوازی دعلم او پوهی په بی ساری گاڼه سمبال شی او په راتلونکی  کی هیواداو هیوادوالو ته دښو او غوړه خدمتونو دترسره کولو په موخه ټولنی ته وړاندی شی، همداراز دافغانستان داسلامی جمهوری دولت له خوا هم بایددماشومانو دهغه حقوقو دساتنی او رعایت په باب په پر له پسی توگه جدی  او هر اړخیزه پاملرنه وشی تر هغو چی په ټولیزه توگه دهیوادماشومانو ته په بشپړ ډول دمصؤنیت فضا رامنځته شی همداراز ددولت داړوندو اړگانونو ترڅنگ دا دهیواددرسنیو مسؤلیت هم دی چی تل بایددماشومانو  دحقوقو دتامین  او رعایت په موخه ځانگړی خپرونی وکړی او په دی باب ددولت داړوندو مسؤلینو کورنیو او په ټولیزه توگه دټولو هیوادوالو پام دماشومانو دهغه حقوقو دساتنی  او رعایت لپاره راجلب کړی او په اگاهانه ډول اړونده مسؤولی اداری او ټول هیوادوال دماشومانو دحقوقو دمصؤنیت په برخه کی خپل  ژمنتیا ته په رښتینی توگه هوډمن پاتی شی  ترهغه چی په پایله په ټولیزه توګه له ښارونو څخه نیولی بیا تر کلیو اوبانډو پوری دهیواددقدرمنو ماشومانو حقه حقوق رعایت شی او دوی له هر ډول شاقه کارونو او نورو راز راز ځورونو څخه خوندی شی  اوپه دی ډول دوی  له هرپلوه   په ټولنه کی دمصوونیت احساس وکړی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید