جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړی مرستیال انجنیر محمدخان په مشرې د لارو د خوندیتوب د ملی کمېسیون د اجرائیه ریاست د لومړی مرستیال په دفتر کې دویمه غونډه ترسره کړه.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا، ترانسپورټ، کورنیو چارو، عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ او فواید عامې د وزارتونو او د محلی ارګانونو، د چاپېریال ساتنې، د ملی سټنډرد او کابل ښاروالۍ ادارو استازو ګډون کړی و؛ د لارو د خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.
د لارو د خوندیتوب کمېسیون په تېره غونډه کې د ترانسپورټ وزارت په مشرۍ یو تخنیکی پلاوی ته دنده سپارلې وه چې د لارې د خوندیتوب په یوه هر اړخیزه طرحه کار وکړی؛ په روانه غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پریکړه وشوه چې یاده طرحه د تخنیکی پلاوی له لوری بیا وڅېړل شی او د دغې طرحې لپاره له تطبیقی پلان سره یو ځای د کمېسیون راتلوونکې غونډه ته وړاندې شی.
د کمېسیون رییس او د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال د ترانسپورټ په مشرۍ تخنیکی پلاوی ته دنده وسپارله چې یادې طرحې ته د لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونو په چوکاټ کې یو جامع او هر اړخیز تطبیقی پلان چمتو کړی او راتلوونکې غونډې ته چې د مالیې وزارت او خصوصی سکټور مسوولین به هم پکې ګډون ولری، وړاندې کړی.