روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د غازی امان الله خان له فرهنګی نووښتونو څخه آیا ترامانیی دورې د مخه په کابل کې رادیویی ستیشن شتون درلود؟

پوهاند رازقی نریوال

دویمه برحه

دا ډول رادیویی دستګاوی په خپل ذات کی په زیاترو آسیایی هیوادونو کی موجودی نه وی او یواځی یی په افغانستان کی خپرونی تر کندهاره رسیدلی.

د ۱۳۰۷ل کال د چنګاښ په میاشت کی د رادیو یوه نوی دستګاه او ۸۰۰ لودسپیکرونه نوی و پیرودل شول، مګر په ۱۳۱۱ کال نه وروسته تر ۱۳۱۵ کال پوری کابل ته راوړل شول د عزیز الدین وکیلی په وینا د رادیو دستګاه د خپلواکۍ د یوولسمی کالیزی د جشن په ورځو کی د اسد-سنبله ۱۳۰۸ل دلوګولو په مهال د هماغه عطاالله په واسطه په کار واچول شوه او د نهمه میاشتنی اغتشاش په اوږدوکی یی هم فعالیت درلود، دده په وینا سقاویانو به راته کله داکتر او کله خلیفه صاحب وایه، ما غوښتل چی د رادیو او اکسریز دستګاه له زیانمنۍ خوندی وساتم.

د کابل رادیو دستګاه له ۱۳۰۹ تر ۱۳۱۸ل کال پوری د امانیی د دور سره سم د مذهبی او لویو جرګه په تیره بیا د خپلواکی د بیرته اخستلو د جشن په ورځو کی په کار اچول کیدله او په دی وخت نوی لودسپیکرونه چی د مخه پیرودل شوی رارسیدلی وو، رادیو تر ۱۳۱۸کال پوری مشخص مرکز نه درلود او د جشن په ورځوکی د حضوری چمن د جشن سیمه د شمالی برخی سره نښتی د فواید عامی وزارت په تعمیر کی په یوه کوټه کی فعالیت درلود له ۱۳۰۳کال څخه تر ۱۳۱۵ کال پوری هغه وخت چی به سندرغاړی او هنرمندان حاضر نه وو نو به یی په عوض کی استاد قاسم او استاد غلام حسین سندری ویلی، خو زیاتره به د استاد قاسم سندری خپریدلی چی د خپلواکی د ستاینی شعرونه او په زړه پوری ترانی چی په ذهن کی وی ویلی.

کله چی به ۱۳۱۸ ل کال کی د مطبوعاتو مستقل ریاست تشکیل شو او په دی ریاست کی علمی ادبی او فنی زیات پیاوړی او غښتلی کارمندان په دندو وګمارل شول، په دی ریاست کی چی ډیر مهم کار ترسره شو هغه د کابل رادیو د خپرونو په برخه کی و چی دری کال د مرغومی له میاشتی پیل شو. هغه چی د کب په ۱۶ نیټه دچهارشنبه په ورځ په رسمی توګه پرانستل شو او د ۱۳۱۹کال د کب تر میاشتی پوری یعنی د یو کال په اوږدوکی یی ازمایشتی دوره تیره کړه  البته دا وخت کابل رادیو د ځانګړی نوی ودانی لرونکی شوی و.

چی د کابل د باغ عمومی په سیمه د ځوانانو د معینیت د اوسنی تعمیر شاته کی یی موقعیت درلود هغه چی د مخابراتو وزارت په خوا کی د رادیو د دستګاه او د خپرونو د اداری لپاره جوړشوی و البته د رادیو نشراتی برخه د مطبوعاتو د مستقل ریاست او تخنیکی او فنی چاری یی د مخابراتو د وزارت پوری مربوطی وی چی صلاح الدین خان سلجوقی د مطبوعاتو د مستقل رئیس او رحیم الله خان د مخابراتو وزارت چاری هغه هم د عظمی صدارت د لومړی معاون او د پوهنی د وزیر سردار محمد نعیم خان ترلارښوونی لاندی سرته رسولی.

په دی وخت کی د پښتو خبرونو ویاندان عبدالهادی خوږمن او پاینده محمد خان زهیر او د دری خبرونو ویاند غلام عمر شاکر ؤ.

لکه چی لیکل شوی له ۱۳۱۷کال راهیسی د رادیو د برود کاست ودانی په یکه توت کی جوړه شوه چی اوس یی هم پایی موجودی او فعاله دی. بیا وروسته د رادیو ۲۰ کیلو واټه نوی دستګاه چی منځنی څپی یی درلودلی مونتاژ او په کار واچول شوی له ۱۳۱۹۱۳۲۰ د ازمایشی دوری تر تیرولو وروسته په فعالیت او د پښتون زغ د مجلی له لیاری یی اړونده پروګرامونه خپریدل.

په ۱۳۳۶۱۳۳۷ کلونو کی د رادیو د لنډو څپو ۱۰۰ کیلوواټه او ۵۰ کیلواټه دستګاه یی له بهره نوی راوړل شوی ده نصب او فعاله شوه.

په ۱۳۴۳ کال کی د کابل رادیو نوم د افغانستان په رادیو عوض شو او د نشراتو قوت یی ۲۵۰ کیلوواټو ته لوړ کړای شو.

په ۱۳۴۵ کال افغانستان رادیو ۱۴ ساعته خپرونی درلودلی چی په ۱۳۴۶ کال ۱۵ ساعتوته وراوږ دی شوی، په روسی او جرمنی ژبه خپرونی یی هم پیل کړی، او د اوږدوڅپو د پاره یی په پل چرخی یی پایی نصب شوی.

په ۱۳۵۲ کال د سردار محمدداوود د جمهوریت په وروستیو کی ملی رادیو تلویزیون هم فعاله شو.

بالاخره د رادیو تلویزیون لپاره ځانګړی ودانی چی پوره عصری او مدرنه او په عصر وسایلو مجهزه وه د وزیرمحمد اکبرخان مینی هوایی چلند وزارت تر څنګه جوړه شوه چی تراوسه پوری ملی رادیو تلویزیون په پوره ټکامله بڼه پکی فعالیت کوی.

په پای کی به کافی وی چی یوازی د هغو کسانو د نومونو په اخستنه بسنه وشی چی د امانیی په دوره کی یی په رادیوی خدمت کړی دی.

سندرغاړی او هنرمندان لکه: استاد قربانعلی رباب غږونکی، غلام رضا سارنګ غږونکی، لعل محمد طبله وهونکی همدارنګه محمود طبله غږونکی، محمد کریم او محمد دین سارنګ غږونکی او محمد فرخ دموزیک ښوونکی ؤ.

ممکن است شما دوست داشته باشید