روزنامه ملی انیس

د سولې په موخه یوازې بین الافغانی خبرې مثبتې پایلې درلودلی شی

سره له دې چې په افغانستان کې  روانه جګړې افغان ولس ته ستر زیان  رسولی ددې ترڅنګ دغه جګړه په سیمه ییزه کچه هم یو ګواښ بلل کیږی ، ځګه ترهغو چې په افغانستان سوله او ثبات ټینګ نه شی دسیمې هیوادونه هم له جګړه ییزو ګواښونو خوندی پاتی کیدای نه شی نو پردې بنسټ په سیمه ییزه کچه دافغان سولې په اړوند یوې پیاوړی اجماع شتون حتمی بلل کیږی چې په دې موخه د افغان حکومت دهلو ځلو ترڅنګ سیمه ییزې هڅې او حرګتونه هم ترسترګو کیږی  ، البته د افغان سولې په اړوند  دامریکا دبهرنیو  چارو  وزارت  ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ( ۷ ) رسمی سفرونو منډو ترړواو هڅو ترڅنګ دسیمې او نړۍ ځینو هیوادونوهم په پرله پسې ډول د افغانانو په مالکیت دسولې د بهیر ننګه او ملاتړ کړیدی خو په ټوله کې افغان ولس ددی تمه او هیله لری چې اړوند هیوادونه باید د افغان سولی بهیرد سیاسی رقابتونو په پلمه له‎ننګونو سره مخ نه کړی ، بلکې ددوئ  هڅې باید رښتینې وی ترهغو چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه مساعده شی ترڅو د اړوندولوریو شته ستونزی د سیاسی جوړجاړی له لاری مطرح او په پایله کې بنسټیز حل ته سره ورسیږی ، ځکه چې په روانه جګړه کې سره  له دې چې ستر زیان لیدونکی  په خپله افغانان دی خو ددغه جګړې د دوام په صورت کې دسیمې نور هیوادونه هم کوم خیر او ګټه نه شی ترلاسه کولی ځکه چې ددې جګړې اورونه د دوئ هیوادونو ته هم  غځیدلی شی ، البته په دې وروستیو کی دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نږدې ورځوکې د بین الافغانی خبرو د پیلیدو خبر ورکړی او ویلی یې دی چې جرمنی د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ  مخامخ خبرود پیل لپاره د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړیدید هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نیټه کابل کې خبریالانو ته ویلی چې د جرمنی چارواکو  دا ډاډ دافغانستان د بهرنیو چارو وزیرسره په کتنو کې هغه ته ورکړیدی ،  البته بین‎الافغانی خبری شاید په یوه یا دوه اوونیو کې پیل شی او جرمنی د طالبانو د استازو  او دافغان دولت د استازو ترمنځ  د مخامخ خبرو د ترسره کیدلو ضمانت کړی دی ، ځکه چې په دې وروستیو کې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر  د جرمنی چارواکو سره د سولې په مسئله د سلا مشورو لپاره هغه هیواد ته سفر کړی وو ، د نوموړی په وینا په افغانستان کې د سولې  ټینګیدل  نږدې شوی او د افغان حکومت تمه  داده چې ژر به د ښکیلو غاړو ترمنځ بین الافغانی خبرې پیل شی ، البته دافغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ دسولې د خبرو د کوربتوب لپاره تراوسه دریو هیوادونو ، اندونیزیا  جرمنی او ازبیکستان خپل چمتووالی ښودلی دی ، مونږ هیله لرو چې یو ددغو دریو هیوادونو څخه به ددې ناستې  کوربتوب وکړی او هغه  ناستې چې پایلې ولری .

له شک پرته هرهغه ناستې چې بین الافغانی نه وی مثبتو پایلوته‎یې هم تمه نه شی کیدای  خدای (ج) دی وکړی چې داځل د اړوندو هیوادونو د استازو دهلو ځلو له امله دیته زمینه برابره شی چې افغانان په خپلو کې بین‌الافغانې خبرو ته سره کښینې اوبالاخره سیاسی جوړ جاړی ته ورسیږی ترهغه چې له امله یې روانه جګړه ژر ترژره پای ته ورسیږی ، ځکه دا حقیقت دی چی جګړه ځپلی افغانان او په ټوله کې افغان ولس په خپل پلرنی ټاټوبی ګران افغانستان کې له کابو څلور لسیزی اوږدمهالی کورورانی جګړی څخه ډیر په تنګ اوستومانه شوی دی ځکه چې په دغه بدمرغه جګړه کې یی له مادی او معنوی پلوه ډیر کړاوونه اوربړونی لیدلی او ګاللی دی نودمګړی د زړه له کومی په هیواد کې دهرراز سوله ییزی هڅی او خوځښت ملاتړ کوی او دعمل په ډګر کې یی مثبتو پایلو ته  په ډیری بی صبری لاری څاری.خوپه ټوله کې افغان جګړه ځپلی او کړیدلی ولس سره له دی چې د سولی په موخه له روانو حرکتونو او خوځښتونو ننګه او ملاتړ کوی ترڅنګ یی په ټولیزه توګه له وسله والو مخالفینو څخه چې په یو ډول نه یوډول له افغان حکومت څخه خفه او ناراضه دی اوپروسله وال مخالفت یی لاس پوری کړیدی ددی تمه اوهیله لری چې ددغه دردیدلی او کړیدلی ولس روا او مشروع لومړنئ غوښتنه چې هغه په هیواد کې د نیکمرغه او دایمی سولی ټینګښت دی هغی ته درناوی وکړی او دوی دی وروسته له دی  دهر راز مخالفتونو په هیرولو دسولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې له امله یې په ټول هیواد کې بدمرغه جګړه چې دافغان ولس دمرګ ژوبلې اود ستر افغانستان دړنګیدو اوبربادۍ سبب کیږی دتل لپاره پاى ومومی اوپرځاى یې نیکمرغه سوله او دایمی امن اوامان منځته راشی اووروسته له دې افغان ولس په هیواد کې له هر راز جګړه ییز ناتار اوغمیزو پرته دسولې په نیکمرغه فضا کې په بشپړه هوساینه  دژوند چارې پرمخ بوزی او دپاک الله (ج)  رښتینى عبادت په آرام زړه ترسره کړی اودنړۍ دهغو شمیر هیوادونو دوګړو په څیر چې تل دسولې اوامنیت په فضا کې نیکمرغه ژوند کوی دوى هم په خپل هیواد کې دهغوى په څیر دانسانی ژوند له ښیګڼو برخمن شی او په بشپړې هوساینې دژوند له بې شمیره خوښیو څخه خوند واخلی ، په دی هیله چې پرجګړه کې ټولی ښکیلی لوری د افغان مظلوم ولس روا او مشروع غوښتنه چې هغه په دغه جګړه ځپلی هیواد کې د تلپاتی نیکمرغه سولی ټینګښت دی، لبیک ووایی اوبین الافغانی سولی ته غاړه کیږدی اوخپلی ټولی غوښتنی دسیاسی جوړجاړی اوسوله ییزو مذاکراتو په لړکې مطرح او بالاخره بنسټیز حل ته سره راورسیږی.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید