روزنامه ملی انیس

د سولې په برخه کې د روسیې پر رغنده رول خبرې وشوې

د ملی امنیت سلاکار  محمد حنیف اتمر کابل کې د فدراتیفې روسیې له سفیر  الکساندر مانتیسکی سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د‎سولې بهیر کې د پرمختګ او د‏کابل ـ مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا بحث وکړ.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکی وویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې پروسې د بری لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړی.ملی امنیت سلاکار
محمد حنیف اتمر د سولې بهیر کې د مسکو د مرستو قدردانی وکړه او له دغه هېواد یې وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړی چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پیل کړی
.

اتمر وویل، افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیت او د نشه یی توکو کښت او قاچاق ته د طالبانو جګړه ییزو فعالیتونو زمینه برابره کړی ده.ملی امنیت سلاکار زیاته کړه، که طالبان جګړه ودروی نو په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو فعالیتونو به محدود او د دوی د ځپلو هڅې به متمرکزې شی.

ملی امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پاکستان اوسنۍ پالیسی ناسمه وبلله، نوموړی وویل چې پاکستان باید د سولې له بهیر سره ریښتونی مرسته وکړی.کابل کې د روسیې سفیر السکاندر مانتیسکی وویل، افغانستان کې امنیت د سیمې په ګټه دی او دوی چمتو دی چې د ثبات ټینګېدو لپاره له افغان حکومت سره هر راز همکاری وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید