روزنامه ملی انیس

د سولې د عالی مشورتی بورډ جوړېدل او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د خبرو مرکچی ټیم جوړ شو

د سولې د بهیر عالی مشورتی بورډ او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د خبرو اترو مرکچی ټیم د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د فرمان په اساس جوړ شو.

په فرمان کې راغلی، چې د سولې بهیر د عالی مشورتی بورډ او د دولت د خبرو اترو ټیم، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د ملی هوکړې رامنځته کېدو په هدف، له جهادی، سیاسی او ټولنیزو مشرانو او د ټولنې بېلا بېلو اقشارو سره له مشورو او بحثونو وروسته جوړ شو.

دغه بورډ چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس په مشرۍ دایرېږی مسئولیت لری څو:
۱. د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت په مشرۍ د سولې بهیر لپاره اساسی مشورې وړاندې کړی. 

  1. ۲. د سولې بهیر د کاری کمېټو وړاندیزونه بررسی او ارزیابی کړی.
  2. ۳. د اړتیا په صورت کې، د افغانستان د اسلامی جمهوریت د خبرو اترو ټیم لپاره اجنډا او ګټور چوکاټ وړاندې کړی.
    ۴. د سولې د مذاکراتو پر تحقق دې نظارت وکړی.
    ۵. د عالی بورډ په جلسه کې، د ملی یووالی حکومت مشرتابه، د ملی شورا د مجلسینو رئیسان، قاضی القضات، د ملی امنیت سلاکار، د جمهوری ریاست د مقام دفتر عمومی رئیس، لوی څارنوال، د ملی امنیت عمومی رئیس، په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر د افغانستان د علماوو شورا مشر او د سولې عالی شورا د دارلانشاء مشر ګډون کوی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر موظف دی، چې د جلسې د جوړېدو او د سولې د عالی مشوری بورډ له غړو سره د همغږۍ مسئولیت پر غاړه ولری.
د سولې د عالی مشورتی بورډ جلسې په میاشتنۍ او یا هم د اړتیا په صورت کې، په فوق العاده ډول ترسره کېږی.
جوړښت:

د سولې د عالی مشورتی بورډ د همکارۍ جوړښت چې له لاندې مواردو جوړ دی، د الف له فقرو تر ج پورې، د تشریح شوی فرمان د متن په اساس په لاندې ډول دی:
الف: د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سولې مرکچی ټیم
د سولې مرکچی ټیم د افغانستان د اسلامی جمهوریت له سترو تخنیکی کار کوونکو جوړ دی. د مرکچی ټیم مشری د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مقام دفتر عمومی رئیس پر غاړه ده.
د مرکچی ټیم موظف دی څو:

  1. ۱. د افغانستان د اسلامی جمهوریت په استازیتوب، له مقابل لوری سره د خبرو اترو بهیر د ملی ګټو په رڼا کې او د سولې د عالی مشورتی بورډ په لار ښوونو مخ ته یوسی.
    ۲. په منظم ډول د سولې د خبرو د پرمختګ راپور به د سولې عالی مشورتی بورډ ته وړاندې کوی او د اړتیا په صورت کې دې، د هغوی هدایات یاد بورډ تر لاسه کړی.
    ۳. تخنیکی او د مرکچی ټیم د دارالانشاء مسئولیت د جمهوری ریاست د عالی مقام دفتر پر غاړه دی.
    ب: د سولې د مشورتی عالی بورډ د کار کمېټې:
    د لا زیات پوهاوی او د خلکو د نظریاتو ټولېدو لپاره دې، د سولې عالی مشورتی بورډ لاندنۍ کمېټې چې د ټولنې له بېلا بېلو اقشارو جوړې شوی، مرسته وکړی:
  2. ۱. د سیاسی ګوندونو د استازو کمېټه
  3. ۲. د علمای کرامو او روحانیونو د استازو کمېټه
  4. ۳. د هېواد د پوه مېرمنو کمېټه
  5. ۴. د قومونو د مشرانو او استازو کمېټه
  6. ۵. د مدنی او فرهنګی فعالینو کمېټه
  7. د خصوصی سکټور د استازو کمېټه
  8. ۷. له هېواده بهر د مېشتو افغان کډوالو د استازو کمېټه
  9. ۸. د ځوانانو د استازو کمېټه
  10. ۹. د جګړې د قربانیانو د کورنیو استازو کمېټه

د یادو کمېټو د غړو لیست به ډېر ژر د اقشارو له پوه کسانو سره تر مشورې وروسته جوړ او وروستی شی.

د کاری کمېټو اساسی دندې به په لاندې ډول وی:
• د سولې د بهیر په تړاو د خلکو د نظریاتو راټولول
• د خلکو د نظریاتو تحلیل او د سولې عالی مشورتی بورډ ته د هغه د راپور وړاندې کول
 

  • د سولې د خبرو اترو پرمختګ په تړاو خلکو ته د پوهاوی ورکول

یادې شوې کمېټې د یو تن لخوا تنظیم او همغږی کېږی، چې د جلسو دایرول، د اجنډا جوړېدل او د مسودو تحریر او د هدایاتو مسئولیت به پر غاړه ولری.

د کاری کمېټو جلسې په میاشتنی ډول او یا هم د اړتیا په صورت کې، په فوق العاده ډول ترسره کېږی.
ج: د سولې د پروسې د عالی مشورتی بورډ دارالانشاء:
د سولې د عالی مشورتی بورډ د جلسو جوړېدو د همغږۍ او چمتووالی په هدف، د دارالانشاء بورډ او تخنیکی چارې د ملی امنیت شورا دفتر پر غاړه دی.

د سولې د عالی مشورتی بورډ د غړو لېست په لاند ډول دی:
د افغانستان د اسلامی جمهوریت چارواکی
۱. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس او مرستیالان یې
۲٫ د حکومت اجرائیه رئیس او مرستیالان یې

  1. ۳. د ولسی جرګې رئیس
  2. ۴. د مشرانو جرګې رئیس
  3. ۵. قاضی القضات
  4. ۶. د ملی امنیت سلاکار
  5. د جمهوری ریاست د مقام دفتر عمومی رئیس
  6. ۸. لوی څارنوال
  7. ۹. پارلمانی چارو کې د دولت وزیر
  8. ۱۰. د ملی امنیت رئیس
  9. ۱۱. د هېواد د علماوو سرتاسری شورا رئیس
  10. ۱۲. د سولې د عالی شورا د دارالانشاء رئیس

د هېواد جهادی مشران

  1. ۱. مخکېنی ولسمشر حامد کرزی
  2. ۲. پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملی جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددی
  3. ۳. د اسلامی دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف
    ۴. د حزب اسلامی رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار
    ۵. د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانونی
    ۶. د افغانستان د اسلامی محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلانی
    ۷. د سولې عالی شورا رئیس او د اسلامی وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلی
  4. ۸. د افغانسنان د اسلامی جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین ربانی
    ۹. د ملی پیوند ګوند رهبر سید منصور نادری
    ۱۰. د افغانستان د اسلامی حرکت رهبر شېخ آصف محسنی
    ۱۱. د حزب اسلامی رئیس عبدالهادی ارغندېوال
    ۱۲. د سولی او پرمخټک ګوند مشر حاجی دین محمد
    د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور
    ۱۴. د هېواد سیاسی څېره آمنه افضلی
    ۱۵٫ د هېواد سیاسی څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخی
    ۱۶. د افغانستان د اسلامی جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی
    محمد اسماعیل خان
  5. ۱۷. د زرغون بهیر مشر امرالله صالح
ممکن است شما دوست داشته باشید