روزنامه ملی انیس

د سلواغی ۲۶مه که د شوروی اتحاد د ماتی ورځ

عبدالصمد «روشن»

لومړی برخه

ارواښاد پوهاند ډاکتر محد حسن کاکړ په خپل کتاب (افغانستان- شوروی جګړه) کی د پخوانی یرغلګر شوروی اتحاد د سروپوځونو د وتلو او د افغان مجاهدینو د جهاد په اړوند داسی لیکی دی:د ژنیو د خبرو بریالی پاید ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په نهمه ګورباچوف او ریګن په رسمی توګه په واشنګټن کی سره ولیدل.

ګورباچوف له لیدنی نه وروسته د بی وسلی کولو د موضوع په اړه ښوښی وښودله، خود سیمه ییزو نښتو په اړه له پرمختګ نه ونه غږید او د افغانستان دکشالی په اړه یی د غومره وویل، چی مونږ په دغسی پایلی پسی نه یو، چی په کابل کی دی یو شوروی پلوه حکومت وی. په افغانستان کی یی د پوځ په اړه د غومره وویل چی «مونږ سیاسی پریکړه کړی ده، چی خپل پوځ په «د وولس میاشتو کی» وباسو. په ټولیزو ډول دغی غونډی د افغاستان د کشالی په هوارولو کی ښه اثر وکړ او کوردو ویزیی په دغه فکر کړ، چی له افغانستان نه د پوځ د ایستل کیدلو موضوع به د دواړو هیوادونو په اړیکو کی یو نوی فصل پرانیزی. ګورباچوف د بیرته تګ په وخت کی دا هم وویل چی «زه فکر کوم مونږ پریوه او بل ډیر اعتماد کوو.»  د امریکی د باندنیو چارو وزارت مرستیال ارمه اسټ لادبی وسلی کولو د موضوع په اړه موافقه د افغانستان د اشغال په ختم پوری تړلی وګڼله. شیواردنازی هم په خپل کتاب کی چی نوم یی دی «راتلونکی په آزادی پوری اړه لری» دغی غونډی ته په اشاره لیکلی چی ده لا «هغه وخت دغسی فکر کاووه، چی د شوروی د (پوځ) ایستل کیدل به د شوروی باندی سیاست د اعتماد د وړوګرځوی.»

ده دافغان کشاله د غومره مهمه ګڼله چی ویل یی «ممکن دا د افغانانو حماسه وه، چی مونږ یی وهڅولو له لویدیځ سره د ملګرتوب او همکاری فکر وکړو.» په دی ډول له افغانستان څخه د شوروی د پوځ ایستل کیدل، د بین‌المللی کړکیچ د لږیدلو کلی ګڼل کیدله. اسلام آباد او واشنګټن خوتل همدغسی ګڼله.

په دغه وخت کی و، چی په پاکستان کی د جونیجو په مشری یو نوی حکومت جوړ شو او د باندنیو چارو نوی وزیر نورانی او نورو لوړپوړو چارواکو تر پخوا ډیر په افغانستان کی د فیصلی لپاره کوښښ کاوه. خو په کابل کی د ملی پخلاینی سیاست او د شوروی پوځ د ایستل کیدلو موضوع ګانو د ننه په رژیم او ګوند کی نوی کړکیچونه پیدا کړی وو او مخ په ډیریدو وو. دغه وخت په پیښور کی د انتقالی حکومت د موضوع په اړه اسلامی تنظیمونو او د  پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه پلویانو په فعالیت لاس پوری کړ، ان تر دی چی کله کله یی سره اخ و اډب هم کاووه. د دوی ترمنځ اختلافات نه هواریدونکی وو.

په اسلام آباد کی د شوروی استازی وزیروف کوردوویز ته وویل چی له مسکو نه یی غوښتی چی کابل وهڅوی د پوځ ایستل کیدلو د موضوع په اړه نرمی وکړی. سره له دی هم په کابل کی له وکیل سره د کوردوویز خبری د هیلی وړ نه وی او هغه نجیب الله ته بیا وویل چی که د پوځ د ایستل کیدلو موده له یوه کال نه په لنډه موده کی نه وی، د ژنیو خبری په پیل نه شی. کوردوویز چی بیا د فبروری په اوومه په کابل کی دغه څه نجیب الله ته بیا په ټینګار یاده کړه، خو هغه د رژیم له چارواکو سره جنجالونه لرل، له هغه نه یی یوه ورځ مهلت وغوښته او کوردوویز په بیړه اسلام آباد ته لاړ، د دی لپاره چی هلته جونیجو ولسمشر ضیا قانع کړی، چی د ژنیو خبری باید ونه ځنډولی شی. په بله ورځ چی کوردوویز کابل ته بیرته لاړ، هلته نجیب الله هغه ته هغه څه وویل چی دی یی سخت په انتظار کی و.

کوردوویز وایی چی «افغان پلازمینی ته په رسیدلو سره زه هستوګنځی ته نه بلکی سیده له نجیب الله سره لیدلو ته ورسول شوم… هغه لومړی د افغانانو د سجیی او د سولی په اړه د دوی له هغو مبارزو نه وغږید، چی یی کړی دی. ولسمشر بیا په درناوی سره دغسی سند راکړ، چی ویل یی دا د هغی څرګندونی متن دی، چی نیت یی کړی نن شپه یی واوروی.

ولسمشر ګورباچوف به په مسکو کی همدغیسی وینا واوروی. ما هغه د هغه په مخ کی په بیړه ولوست.» په دغه متن کی ویل شوی وو، چی «د شوروی اتحاد سوسیالیستی جمهوریتونه او د افغانستان ولسمشری چی غواړی د ژنیو خبری په بیړه او بری سره سرته ورسیږی، موافقه کړی، چی د شوروی پوځ د وتلو پیل د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ مه او ختم یی په لسو نهو میاشتو کی وی. دغه نیټه پردغی ګڼنی بنا شوی، چی ددغی فیصلی په اړه موافقه به د ۱۹۸۸ کال د مارچ تر ۱۵ می لاسلیک شی. نه تر هغه وروسته.»

ـولی رسمی َکیلی خواوی له دغی موافقی سره جوئی وی او هیله کیدله چی هغه ژر لاسلیک شی، خو د ژنیو دغه وروستی خبری د همدغه کال د مارچ په دوهمه پیل شوی او د اپریل تر ۱۴ می پوری وغزیدلی، هغه موضوع ګانی چی هغه یی اوږدی کړی، دا وی: په کابل کی د نوی حکومت جوړیدل، د وسلو د تناظر اصل، د پولی موضوع او د کابل رژیم رسمی پیژندل. هری خوا غوښتل د هغی د علاقی وړ موضوع په سند یا سندونو کی یاده شی، د دی لپاره چی هغه بین المللی حیثیت پیدا کړو. کوردوویز په خپل اثر کی هغه په دیرش مخونو کی شرح کړی او دلته به یی لنډیز په دغه ډول راوړل شی. نیږدی د هری موضوع په اړه بحث به هوا کړکیچنه کوله. د کوردوویز په وینا د خبرو دوهمه اونی ډیره ترخه تیره شوه. شوروی اتحاد لا اخطار ورکړ، چی که دغه فیصله د مارچ تر ۱۵می لاسلیک نه شوه، پوځ به یی د می په ۱۵مه په وتلو پیل ونه کړی، خو استازی یی دا هم وویل چی خپل پوځ به په هرحال کی وباسی.

پاتی لری

ممکن است شما دوست داشته باشید