روزنامه ملی انیس

د رښتینو ژمنو په عملی کیدو سره به سوله رامنځته شی

په هیواد کی تل پاتی سولی دتأمین په هکله د راپیدا شویو هڅو په وړاندی دسولی دښمنان په مختلفه بڼه کوښښ کوی چی کله دپردی ترشا او کله په مستقیم ډول لاس وهنو ته دوام ورکوی او دجګړی پراختیا لاری  لټوی هیواد وال وینی چی ولسی واکمنی دسولی دعملی هڅو له کبله په کور دننه او بهر مناسب او ګټور خوځښت رامنځته کړو داندونیزیا له هیواده نیولی بیا دسعودی عربستان په هیواد کی داسلامی عالمانو پاملرنه او دجګړی په هکله دهغوی پریکړی جوتوی چی په نړیواله کچه اجماع دپراخیدو له کبله دجګړی په وړاندی کرکه زیاته شوی او ټینګار پردی دی چی د بین الافغانی خبرو اترو له لاری ستونزه هواره او جګړه پای ته ورسیږی.

دغه راز په نړیوالو غونډو کی هم دملی یووالی دحکومت دسوله ییزو وړاندیزونو څخه ملاتړ شوی او تمه یی ښودلی چی جګړه دحل لار نه ګڼل کیږی ځکه که جګړه هر څومره اوږده شی خو دجګړی پای خبری اتری دی نو اړینه ده چی په جګړه کی ښکیلی غاړی خبرو اترو ته کښینی او په هغو ستونزو اوخڼډونو خبری اتروی وکړی کوم چی دسولی درامنځته کیدو په وړاندی شتون لری.

پوهیږو چی دسولی درامنځته کیدو لار پیچلی او ستونزمنه ده خو دنړیوالو په مرسته به دغه ستونزه هواره شی او هغه ډلی ټپلی چی دجګړی اوږدیدو ته لمن وهی وهڅوی چی نور دجګړه غوښتونکو دتمویل او تجهیز څخه لاس واخلی او خپلی ګټی په جګړه کی ونه لټوی.

په نیږدی تیرو څو میاشتو کی چی دسولی درامنځته کیدو په هکله خبری اتری تودی شوی یوشمیر هیوادونو هم تیاری وښود چی دسولی دخبرو اترو په پیل کیدو کی به مرسته وکړی او دبین الافغانی خبرو اترو ته به مخالف وسله وال طالبان وهڅوی لاکن تردی دمه مخالف وسله وال طالبان بین الافغانی خبرو اترو ته حاضر شوی نه دی او خپل جګړییز سیاست ته دوام ورکوی خو په دوحه کی دامریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ پنځم پړاو خبری چی ۱۶ ورځو ته غزیدلی وی په پای کی دتیر په څیر دترسره شویو خبرو په هکله جزییات نه دی را برسیر شوی خو دامریکا دبهرنیو چارو ځانګړی استازی ډاډ څرګند کړی چی خبری ښی او دډاډ وړ وی.

خلیلزاد چی ټولی خبری نه دی رابربڼډی کړی خو ویلی یی دی چی تردی دمه هیڅ یوه موافقه نه ده لاس لیک شوی خو په څلورو موضوګانو لکه دامریکایی پوځونو دوتلو او دالقاعده او داعش سره دطالبانو دمبارزی داوربند او دافغانستان دحکومت سره دمخامخ خبرو پیل کیدو په هکله به خبری وشی.

هیله ده چی دواړه غاری هغه ستونزی هواری کړی کومی چی تردی مهاله دبین الافغانی خبرو اترو په وړاندی رامنځته شوی.

هیوادوال چی روانو سوله ییزو خبرو اترو ته دیوه سوله ییز امید په سترګه ګوری وړاندوینه کوی چی خبری باید رڼی او ژمن هیوادونه ددوه مخی سیاست څخه کاروانه خلی ځکه چی ځینی ګاونډی هیوادونه زموږ په هیواد کی دتل پاتی سولی په رامنځته کیدو کی خوښ نه ښکاری او دپردی ترشا جګړی ته لمن وهی که پاکستان په خپلو ژمنو کی رښتینتوب راولی او ددوه مخی سیاست څخه لاس واخلی نو هرو مرو به مخالف وسله وال طالبان وهڅوی چی بین الافغانی خبرو ته غاړه کیږدی او شته خڼډونه له مینځه ولاړشی، پاکستان چې تل دجګړی ددوام څخه دیوی سوداګرییزی جګړی په توګه کار اخیستی او ددی لاری یی دامریکا او دامریکا دانډیوالانو څخه زیاتی نغدی مرستی ترلاسه کړی دی اوس هم په خپلو ژمنو کی رښتینی هڅی نه کوی او په دی خوښ دی چی جګړه اوږد مهاله شی لاکن امریکا یی چارواکو ځانګړی پاملرنه چی دجګړی دپای ته رسیدو له پاره یی راګرځولی هغه خڼډونه او ستونزی به هواری کړی کومی چی دنورو هیوادو له خوا رامنځته کیږی پاکستان باید پوه شی چی زموږ په هیواد کی دجګړی اوږدیدل به دپاکستان له پاره داسی ستونزی وزیږوی چی رغاول به یی پاکستانی  چارواکو ته ستونزمن وی ځکه نړیواله اجماع پاکستان ته مخ راګرځیدلی او ټینګار کوی چی دترهګرو ځالی او پټن ځایونه له مینځه یووسی نو له دی کبله پاکستان ته پکار ده چی په خپل تیرو کړو وړو کی بدلون راولی او دترهګرو دتمویل او تجهیز څخه دی لاس واخلی ترڅو پاکستان باندی دراپیدا شویو ګواښونو پرځای داړیکو دغښتلتوب له پاره شرایط برابری شی او دترهګرو دروزنیز هیواد له تور څخه خلاصون ومومی.

همدا اوس په سیمه کی دهر ناوړه او زړه بوګنونکی پیښی مسولیت هغه ترهګره ډله اخلی کومی چی په پاکستان کی روزل کیږی او پټن ځایونه لری.

نو غوره دا ده چی نور دسیمی دامنیت دتامین له پاره داسی عملی ګامونه پورته شی چی ډاډمنه او همیشنی سوله رامنځته کوی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید